1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا بالکان هیوادونه د مهاجرو له پاره بل پلان لري؟

۱۳۹۴ بهمن ۶, سه‌شنبه

د بالکان هیوادونه د جرمني او اتریش د ښه راغلاست کلتور ختمیدو ته تیاری نیسي. هغوی به هم داسي عمل وکړي، لکه شمالي گاونډي هيوادونه او دلیل به راوړي، چي بل انتخاب یې نه درلود.

https://p.dw.com/p/1Hjsy
انځور: Reuters/M.Djurica

د ویانا له خوا د مهاجرو له پاره ټاکل سوی لوړ حد اصلأ څه معنی لري؟ آیاهغه یوازي یو حقوقي ارزښت لري، لکه د اتریش سوسیال دیموکرات گوند چي یې ادعا کوي؟ لکه څرنگه چي یې منتقدین ادعا کوي؟ او که به واقعاً جنوبي سرحدونه وتړل سي.

په داسي حال کي چي په اروپا کي د دغو پوښتنو په باب اټکلونه کیږي، د بالکان په هیوادونو کي بيا ناارمۍ ډیریږي: په سلوانیا، کروشیا، سربستان او مقدونيا کي داسي صحنه سازۍ کیږي، چي گواکي دغه دولتونه د اتریش د بندو سوو سرحدونو او د یونان له لاري راغلو کډوالو د هجوم په منځ کي پاته او تر سخت فشار لاندي دي. په عین حال کي دغه څلور هيوادونه د مهاجرو له پاره د مرکزي کمپونو له جوړولو سره هم مخالف کوي.

غیرقانوني، خو سرحدونه بند دي

له هغه راهیسي چي اتریش په رسمي ډول سرحدونه تړلي دي، د بالکان هیوادونو ته یوازي هغو کډوالو ته د ورتگ اجازه ورکول کیږي، چي په جرمني یا اتریش کي پناه اخلي. د کروشیا د کورنیو چارو وزیر رانکو اوستوجیک د پنجشنبې په ورځ په یوه مطبوعاتي کنفرانس کي وویل: «دا اصلاً د نړیوال کنوانسیون خلاف عمل دی، خو موږ به بیا هم هغه وکړو. هرڅه په جرمني پوري مربوط دي. کروشیا یو ترانزیتي هیواد دی او د مهاجرو مرکزي کمپو ته به اجازه ورنه کړي. د مهاجرو بحران باید د ترکیې –یونان په دباندنیو سرحدو کي حل سي.»

داچي د هغوی له پاره نوي مقررات څه معنی لري، د سلوانیا پولیسو د پنجشبه په ورځ لا عملي کړل: هغوی په لسونو هغه مهاجر د مؤقت وخت له پاره ونیول، چي نه یې غوښتل په اتریش یا جرمني کي د پناه غوښتنه وکړي.

داچي د بالکان هیوادونه اوس یو څه شرم آوره او سخت چلن کوي د حیرانتیا خبره نه ده. په بلگراد کي د بشري حقوقو د تحقیقاتي مرکز څیړونکی وايی، چي د ټولو دغو هیوادو له پاره دا څرگنده ده چي دغه عمل د ژنیو کنوانسیون خلاف عمل دی.

هغه له دويچه ويله سره په خبرو کي وویل:«د غربي بالکان هیوادونه د اروپايي ټولني د لویو غړو هيوادو مطابق عمل کوي: که هغوی د نړیوالو حقوقو خلاف عمل کوي نو د بالکان هیوادو له پاره هم یوه ښه پلمه ده.»

د تيري سه شنبه په ورځ مقدونيا هم د ۲۴ ساعتو له پاره له یونان سره خپل سرحدونه په دې پلمه وتړل، چي گواکي د سلوانيا ریلگاډی خراب وو. خو سلوانيا دغه خبره رد کړه.

پخپله د صربستان صدراعظم الیکساندار ؤچیج چي د جرمني د صدراعظمي انګيلا ميرکل د ښه راغلاست سیاست سخت پلوی دی، ښکاري چي اوس یې دریځ بدلون موندلی وي. هغه ویلي دي چي سربستان نسي کولای تر ۵۰۰۰ زيات مهاجر ومني. تر هغه زیاتو خلگو ته ددغه هیواد اقتصادي وضعیت اجازه نه ورکوي.

د کارپوهانو په نظر به نو اوس پلان B د پلان A غوندي ناکامه وي او ډیر ژر ښايي په بل سخت عمل لاس پوري سي، یعني داچي سرحدونه به وتړل سي.

خو د بیوروکراتیکو میتودو او په عین حال کي د ویانا له خوا د مهاجرو له پاره د لوړ حد ټاکلو په نظر کي نیولو سره نور د بالکان لار هم ډیره په زړه پوري نه ده. د ډیر سخت یخ له کبله هم نور ډیر مهاجر له دغي لاري ځانونه اروپا ته نه رسوي.