1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا روسیه د افغان طالبانو پر سر قمار وهي؟

۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۶, شنبه

په داسې حال کې چې واشنګټن د افغانستان په هکله د نوې ستراتیژۍ د جوړولو په هڅه کې دی، خو مسکو په افغانستان کې د غربي ایتلاف پایلو ته انتظار نه باسي او په دې جنګ ځپلي هیواد کې د خپل جیو پولیتیکي نفوذ د ډیرولو په هڅه کې دی.

https://p.dw.com/p/2cWnj
Afghanistan Taliban Kämpfer
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer

په داسې حال کې چې د اسلامپاله ډلو زور زیاتی د افغانستان د حکومتي ځواکونو صبر او په دې هیواد کې د ناټو او امریکايي سرتیرو د مشورې او روزنې ماموریت ازمويي، ټاکل شوې چې په راتلونکې اونۍ کې د ولسمشر ترمپ د ادارې لخوا د افغانستان په هکله ستراتیژي اعلان شي.

د تیرې چهار شنبې په ورځ، د اسلامي دولت ډلې یا داعش په کابل کې د یوه موټر بم چاودنې مسوولیت ومانه چې له امله یې لږ تر لږه اته ملکي کسان ووژل شول او د درې امریکايي سرتیرو په ګډون یې ۲۸ تنه نور ټپیان کړل.

طالبان چې په افغانستان کې د داعش ډلې مخالف دي، په دې وروستیو کې یې د خپل د کنټرو سیمه هم څه نا څه پراخه کړې او پر افغان امنیتي ځواکونو یې خپلو بریدونو ته هم زور ورکړی دی. د روان کال د اپریل میاشتې په وروستیو کې، طالبانو د مزارشریف ښار څخه بهر د افغان ځواکونو پر یوه مرکز د ۲۰۰۱م کال راهیسې تر ټولو خونړی برید وکړ چې په پایله کې یې ۱۳۵ افغان سرتیري ووژل شول. تر دې پیښې یوه اونۍ وروسته، طالبانو د خپلو «پسرلنیو عملیاتو» اعلان هم وکړ.

په داسې حال کې چې د چارو کارپوهان په دې باور دي چې د امریکا نوې ستراتیژي به د افغانستان په حالاتو کې کوم مثبت بدلون رامنځ ته نه کړي، خو روسیه بیا په دې هڅه کې ده چې په افغانستان کې خپل دپلوماتیک وزن تر پخوا ډیر کړي.

د تیرو شپږو میاشتو په اوږدو کې مسکو د افغانستان پر سر دوه نړیوال کنفرانسونه ترسره کړل. په دې کنفرانسونو کې د چین، هندوستان او پاکستان هیوادونو ته بلنه ورکړل شوې وه، خو د امریکا استازي دې کنفرانسونو ته نه وو بلل شوي.قبرستان ته د مسکو بیرته راتګ

د امریکا د دفاع وزارت او پوځي چارواکو همدا راز ویلي دي چې روسیه طالبانو ته وسلې او نورې مرستې ورکوي. د روان کال د اپریل په میاشت د مزارشریف د برید وروسته، د امریکا د دفاع وزیر جیمز ماتیز کابل ته سفر وکړ او ویې ویل چې هغه طالبانو ته د روسیې لخوا د وسلو د ورکړې پر رپوټونو خپله ژوره اندیښنه څرګندوي.

په کابل کې د ماتیز د سفر پرمهال له اسوشیتید پریس خبري آژانس سره په خبرو کې د امریکا د دفاع وزارت یوه لوړپوړي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل چې روسیه افغان طالبانو ته سپکې او هم ماشیندارې وسلې ورکوي کوم چې د طالبانو لخوا په جنوبي ولایتونو لکه هلمند، کندهار او ارزوګان کې کارول کیږي. په ورته وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سیرګي لاوروف، یوه ورځ وروسته دغه څرګندونې رد کړې او ویې ویل چې دغه رپوټونه «د هیڅ په بنیاد» جوړ شوي دي.

د راند کارپوریشن د نړیوال امنیت او د دفاعي پالیسو د مرکز مشر، سیت جونز، چې د امریکا د دفاع وزارت د وزیر د دفتر له پاره څارنې ارزوي له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې هغه په دې متیقين دی چې د امریکا د دفاع وزارت د چارواکو څرګندونې د دقیقو استخباراتي معلوماتو په اساس شوي دي.

جونز په دې هکله وايي: «زه فکر کوم چې د دې موضوعاتو په هکله بیا په ځانګړې توګه په عام محضر او په لوړه کچه د تورونو لګول، باید د استخباراتي ادارو لخوا او د هر اړخیزو معلوماتو په اساس وارزول شي.» دهغه په حواله که چیرته داسې ونشي نو دا به ډیر غیر عادي او ناسم کار وي.«تورونه ناسم دي»

د اپریل په میاشت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف له روسي دولتي خبري آژانس تاس سره په خبرو کې ویلي وو چې «زه ډاډه یم چې په امریکا کې هغه کسان چې خپلو مشرانو ته د استخباراتي معلوماتو په ورکولو سره پیسې ترلاسه کوي په دې ښه پوهیږي چې دغه تورونه ناسم دي.»

خو جونز بیا وايي چې «طالبانو د مختلفو منابعو له خوا وسلو او مرستو ته لاس رسی لري» او زیاتوي چې «زه فکر کوم چې د دې موضوع په هکله په پراخه کچه د روسیې لخوا طالبانو ته د جنګي او غیرجنګي مرستو اندازه به د طالبانو د خپلو اړیکو په مټ له نورو هیوادونو څخه د ترلاسه شوو مرستو په پرتله ډیرې محدودي وي.»

په عین وخت کې د ډیرې مودې راهیسې د ناټو او امریکايي چارواکو لخوا داسې خبرونه هم خپاره شوي چې له طالبانو سره د پاکستان حکومت او د دې هیواد پوځي استخباراتي اداره آی ایس آی پراخې مرستې کوي.

له هغه وخت راهیسې چې امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیر کم کړی، روسیه د خپلې جنوبې دروازې د امنیت د خرابوالي له امله په اندیښنه کې ده او د روسیې او ناټو پرته غواړي چې خپله دپلوماتیکه اجندا په دې سیمه کې پلي او پراخه کړي.

د ۱۹۸۰ لسیزې په اوږدو کې د امریکا متحده ایالاتو له افغانستان څخه د روسیې د وتلو په هکله له مجاهدینو سره د وسلو ډیرې زیاتې مرستې وکړې. اوس ۳۰ کاله وروسته د روسیې لخوا طالبانو ته د وسلو ورکول د جیو پولتیک سياست د ۱۸۰ درجې بدلون ښيي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (12.03.2017):
 

Afghanistan Kämpfe in der Provinz Laghman
افغان عسکر په لغمان کيانځور: Reuters/Parwiz
Russland Sergej Lawrow in Moskau
سرګې لاوروف وايي طالبانو ته مو وسلې نه دي وکړيانځور: Getty Images/AFP/N. Kolesnikova