1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا طالبان د حکومت له پراختیايي پروژو څخه گټه پورته کوي؟

حسین سیرت۱۳۹۴ خرداد ۱۲, سه‌شنبه

د افغانستان د کلیو د پراختیا او بیا رغاونې وزیر وایي چې د طالبانو له لوري د دې وزارت له پروژو څخه د سؤ استفادې په هکله څیړنې کوي او په وینا یې د دې وزارت د پیسو د بې ځایه لگیدو مخه به نیسي.

https://p.dw.com/p/1Fafr
انځور: DW

دغه وزارت اوس مهال په کلیو او بانډو کې د کوچینو پروژو د تطبیق له پاره فعالیت کوي خو داسې انديښنې موجودې دي چې طالبان له دغو پروژو څخه گټه پورته کوي. د ملي پیوستون په نوم پروگرام په کلیو او بانډو کې د دې وزارت ستر پروگرام دی او هر کال د دې پروگرام له لارې په میلیونونو ډالر مصرفیږي.

د دغه وزارت چارواکي وایي چې په تیرو دیارلسو کلونو کې یې تر ۷۵ زره ډیرې پروژې په کلیو او بانډو کې تطبیق کړي دي او په وینا یې د دغو پروژو لگښت تر یو نیم میلیارد ډالرو اوړي.

د افغانستان د کلیو د پراختیا او بیا رغاونې وزیر نصیر احمد دراني، د سه شنبې په ورځ د لومړیو سل ورځو د پلان د وړاندې کولو پر مهال د دې پوښتنې په ځواب کې چې طالبان له دغو پروژو څخه گټه اخلي، وویل: «دغه شان اوازې موجودي دي خو موثقې نه دي. ما خپلو همکارانو ته دنده سپارلې ده چې په دې هکله تحقیق وکړي. که چیرې په رښتیا هم داسې وي نو موږ به د خپل فعالیت ډول ته بدلون ورکړو او که چیرې دا کار ممکن نه وي، نو موږ به په دغو سیمو کې خپل فعالیت ودروو.»

د افغانستان د پارلمان یو شمیر استازي وایي چې د کلیو د پراختیا او بیا رغاونې د وزارت د ملي پیوستون پروگرام پیسې د کلیو او بانډو خلکو ته رسیږي او طالبان له زور څخه په استفادي سره د دغو پیسو خاوندان کیږي.

د پارلمان یوه تن استازي غلام فاروق مجروح په دې هکله وویل: «په یو شمیر ولسوالیو کې چې طالبان حضور لري له دې پیسو چې مستقیما د خلکو لاسونو ته رسیږي او شورا گانې هغه رهبري کوي، پرته له شکه چې طالبان له هغې څخه گټه پورته کوي.»

ویل کیږي چې د دولت د پراختیایي چارو له پروژو څخه استفاده او له مخدره موادو څخه په لاس راتلونکې پیسې د طالبانو د تمویل یوازینۍ سرچیني نه دي. د دغې ډلې جنگیالیو په وروستیو وختونو کې د افغانستان شمال ختیځو ولایتونو ته مخه کړې ده او داسې انديښنې موجودي دي چې ښایي د بدخشان د کانونو له عایداتو څخه استفاده وکړي.

موفقه وزارت

د افغانستان د کلیو د پراختیا او بیا رغاونې وزارت، د حکومت د موفقو وزارتونو څخه یو دی. دغه وزارت کابو د افغانستان په ټولو لیرو پرتو کلیو او بانډو کې حضور لري، کلیوالي شورا گانې د دغه وزارت له لوري فعاله شوي دي او د خلکو د اړتیا وړ پروژې هم تطبیق شوي دي.

د دې وزارت ټول پروگرامونه د بهرنیو بسپنه ورکوونکو له لوری تمویلیږي. د کلیو د پراختیا او بیا رغاونې وزیر وویل چې په راتلونکو سلو ورځو کې به په کلیو او بانډو کې پنځه میلیارده افغانۍ ولگول شي. د دې وزارت پراختیايي پروگرامونه د نړیوال ملاتړ څخه برخمن شوي دي ځکه چې د وزارت یو شمیر پروژو د خلکو په ژوندانه کې بدلون رامنځ ته کړی دی.

د کلیو د پراختیا او بیا رغاوني وزارت په روان کال کې د ۳۵۷ میلیونه ډالرو په ارزښت پروژې لري چې د کلیو د بیا رغاونې له پاره به ترې گټه واخلي. د نصیر احمد دراني په وینا وزارت په کلیو او بانډو کې د بیا رغاونې او نورو پروژو له پاره لا ډیرو پیسو ته اړتیا لري خو په وینا یې اوس مهال محدوده بودجه لري.

د کلیو د پراختیا او بیا رغاونې وزارت د خپلو پراختیایي اهدافو د تطبیق په برخه کې له ستونزو سره هم مخامخ دی. جگړه او د طالبانو گواښ د دغه وزارت د فعالیتونو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ گڼل کیږي. په یوه تازه پیښه کې د سه شنبې په ورځ د دې وزارت نهه تنه کارکوونکي په بلخ ولایت کې ووژل شول. نصیر احمد دراني په خپلو څرگندونو کې وویل چې د پراختیايي او بیا رغاونې د چارو د کارکوونکو وژل، د دې وزارت د فعالیتونو مخه نه شي نیولی.

د کلیو د پراختیا او بیا رغاونې وزیر له خلکو وغوښتل چې د کلیو او بانډو د پراختیا له پاره همکاري وکړي. د هغه په وینا نا امنه ولایتونه لکه غزني، زابل او پکتیکا په ترتیب سره له کمو پروژو څخه برخمن شوي دي.

نصیر احمد دراني په خپلو خبرو کې پر دې باندې ټینگار وکړ چې د خلکو، مدني ټولنې او رسنیو همکاري به له دې وزارت سره له فساد څخه د پاکو او با کیفیته پروژو په تطبیقیدو کې مرسته وکړي.