1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا علمي څېړني د سانسور وړ دي؟

۱۳۹۰ دی ۱۶, جمعه

د امريکا متحده ايالات د علمي څېړنو په تاريخ کې په لومړي وار له څېړونکو او يوې خپرندويي ټولني څخه هيله څرګنده کړې ده چي د علمي تحقيقاتو پايلې دي پټې وساتي.

https://p.dw.com/p/13fLo
آرشیف انځور: د امنیت ساتلو په منظور د څیړنو ځینې برخې پټې ساتلې کیږي
آرشیف انځور: د امنیت ساتلو په منظور د څیړنو ځینې برخې پټې ساتلې کیږيانځور: Fotolia/somenski

د انسان د معافیتي سيستم په هکله دوو څېړونکو، رون فوشير او يوشي هيرو کاواوکه د متحده ايالاتو لخوا د څېړنو په منظور پيسې تر لاسه کړي وي، چي د مرغانو د والګي ويروس H5N1 د تغيير شوو شکلونو په هکله تحقيقات وکړي.

دواړه په جلا ډول دې نتيجې ته ورسېدل چې دغسي تغیيرات په طبيعت کې په آسانۍ سره ممکن دي رامنځته شي. خو ددوی په وينا په مصنوعي ډول هم د يو ډېر خطرناک ويروس د جوړولو امکان موجود دی.

فوشير وکولای شول داسې يو وژونکی او ژر لېږدېدوونکی ويروس رامنځ ته کړي چې د خاڼو د مړيني سبب ګرځي. اوس دغو څېړونکو د متحده ايالاتو د روغتيا وزارت د بيالوژيکي امنيت د مشورتي پلاوي هيله ومنله چې وايي د څېړنې يوه برخه دي پټه وساتل شي، چي هغه د ترهګرو لاسونو ته ونه رسيږي. خو ګڼ شمېر څېړونکو له دغي پرېکړي سره مخالفت ښودلی دئ.

اوس اصلي پوښتنه دا ده چې د نوموړي ویروس په اړه په لومړي سر کې ولي څیړني شوي وې. دا ځکه چې يوازي په هغه صورت کې چې د طب ډاکتران د يو ويروس تغيير شوي شکلونه هم وپېژندلای شي، کېدای شي څېړونکي د هغه د له منځه وړلو له پاره لاري چاري هم پيدا کړي. خو له بلې خوا د دې خطر هم شته چې دغه پوهه دي د هغه چا په لاس ورشي، چي غواړي ناوړه کټه ترې واخلي.

بله اساسي پوښتنه دا ده چې څوک دي په دې باندي پرېکړه وکړي چې کومه پوهه پټه او کوم معلومات رابرسېره شي، چې دا هم پخپله يوه اخلاقي لانجه ده. په علمي تحقيقاتو کې اصل دا دئ چې هر څېړونکی دي پخپله پر خپلو چارو باندې تسلط او کنترول ولري. خو دغه اصل د هر یوه څېړونکي لخوا نه مراعاتيږي.

په داسې حال کې چې د اتومي وسلو د نه خپراوۍ تړونونه ښه څارل کيږي هم، خو د يو تغيير شوي ويروس په اړه د تحقيقاتو د پايلو په باب دغه خبره صدق نه کوي. پر دې خبره باندي د بيالوژيکي علومو د اخلاقي چارو د مرکز د څېړنيزي څانګي مشر، بېرت هاينريش، ټينګار کوي.


دغه ستونزه باید د علمي حلقو لخوا حل شي. اوس هم د څېړنو په برخه کې اخلاقي حدود موجود دي چې هر څېړونکی ئې مراعاتوي. مخکښې علمي مجلې د مضامينو تر خپرولو وړاندې د دغو اخلاقي اصولو د رعايت کولو يا نه مراعتولو خبره څېړي.

بالاخره دا د څېړونکو دنده هم ده چې د هغوی لخوا د ليکل شوو مضامينو اغېزې او پايلې پخپله وسنجوي.

فبین شمیت/ نسیم صابر
کتونکی: مسعود جهش