1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

آیا هوا زموږ روغتیا ته زیان رسوي؟

۱۳۹۶ خرداد ۲۲, دوشنبه

آیا د سر دردۍ او وینې جریان د ستونزو او د بدن د کمزورۍ پړه باید پر هوا واچول شي؟ د دې پوښتنې ځواب نه دی، د دې ستونزو له پاره بايد ملامتي پر هوا نه وي، خو د هوا د حساسیتونو رسمي پخلی شوی دی.

https://p.dw.com/p/2eWax
Deutschland Wetter Hitze Schwüle
انځور: picture-alliance/dpa/B. Wüstneck

د هوا د بدلون پر وړاندي زموږ بدن هم خپل میتابولیزم ته بدلون ورکوي. که چیري لمر، باران، ګرمي او یا هم سړه هوا وي، زموږ بدن د هوا له حالت سره ځان عیاروي. په اصل کې د انسان په بدن کې دغه تغیرات پرته له دې چې موږ پرې وپوهیږو، رامنځته کيږي. خو ځینې کسان بیا د بدن د دغو تغیراتو پر وړاندي ډیر حساس دي.

په دې هکله ډاکټر کریستینا کوپه چې د چاپیریال او اقلیم پیژندنې په څانګه کې تخصص لري او په دې هکله څیړنه هم کوي وايي: «په هره کچه چې د هوا بدلون نا څاپه او شدید وي، په همدې کچه د حساسو کسانو په بدن کې تغیرات ډیر شدید وي.»

په ورته وخت کې ځینې کسان د هوا د ناڅاپه بدلون پر وړاندي له ستونزو سره مخامخ وي. هغه کسان چې بدن یې کمزوری وي، د وینې د جریان له ستونزو سره مخامخ وي او یا هم د ویني ټيټ فشار ولري، د هوا د بدلون له امله له سختو ستونزو سره مخامخ کیږي. خو د دې ستونزو د مخنیوي له پاره ځینې لارې چارې شته چې په دې هکله مرسته کولای شي.

تر ټولو ښه لار دا ده چې تاسې هره ورځ لږ تر لږه نیم ساعت په تازه هوا کې قدم ووهئ. تاسې اړ نه یاست چې قوي سپورت او ورزښ وکړئ، یوازې قدم وهل او له هوا سره د بدن بلدول کافي دي. په دې هکله خپل ځان راحت کول او ښه خوراک هم مهم رول لري.

ګرمي څنګه زموږ ژوند ته خطر پیښوي؟

شدیده ګرمي زموږ روغتیا ته زیان رسوي خو د دې کار د مخنیوي له پاره ځینې لارې چارې شته. ولې باید ځینې خلک په ګرمۍ کې ډېر احتیاط وکړي؟

ګرمه هوا د مرګ د ګواښ ترڅنګ ډیري شدیدې ناروغۍ رامنځته کوي. جل د ګرمۍ تر ټولو عادی عکس العمل دی. د جل وهلو نښې زیاتره یوشان وي، لکه د سرګرځیدل، سردرد، بې سدي او د بدن کمزورتیا ده. د روغتیا د چارو کارپوهان وړاندوینه کوي چې د شدیدې ګرمۍ له امله د ګرمۍ د حملې ګواښ هم شونی دی.

د ګرمۍ حمله هغه وخت پیښیږي چې یو انسان ډیر وخت تر شدید لمر لاندي وي او د بدن اوبه یې ډېري لږ شي. په دې صورت کې که چیري بیړنۍ روغتیايي مرستې ور ونه رسیږي، کيدای شي زړه، اعصاب او پوښتورگي يې له کاره ولویږي.

د ګرمۍ حمله په ځانګړې توګه د هغو کسانو له پاره ډیري بدي پایلې لري چې د زړه ناروغي، شکر یا دیابت او د وینې لوړ فشار ولري. خو دا په دې معنی نه ده چې نور روغ رمټ کسان باید دې مسئلې ته پاملرنه ونه کړي. مهم ټکی دا دی چې په سخته ګرمي کې باید څو ساعتونه له فزیکي کار څخه ډډه وکړل شي، ځکه په کار کولو سره هم د بدن اوبه کمیږي او کیدای شي چې روغتیايي ستونزي پيښي کړي.

سربیره پر دې، موږ کولای شو چې د خپلو ځانونو د خوندي او روغتیا له پاره ځینې اقدامات عملي کړو. تر ټولو آسانه لار یې دا ده چې د لمر له مستقیمو وړانګو ځانونه وساتو، ډېر مایعات او په ځانګړې توګه اوبه وڅښو او روښانه کالي واغوندو. دا ځکه چې تور او تیاره رنګه جامې، د لمر ډیري وړاندې جزبوي او سپین او خام رنګه جامې بیا د لمر وړانګې دفع کوي.

زموږ له ارشيف څخه: