1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

آیا په سوريه کې د اوربند کوم اميد شته؟

۱۳۹۵ مهر ۲۵, یکشنبه

روسیې او د امريکا متحده ايالاتو د سوریې په اړه د خبرو اترو پر دوام توافق وکړ. د لوزان په مذاکراتو کې تر دې زيات پرمختګ ونه شو خو دې ته هم د یوه بري په سترګه کتل کيږي.

https://p.dw.com/p/2RH7H
Schweiz Lausanne -  Schweiz Sergej Lawrow und John Kerry beraten in Lausanne über den Syrien-Krieg
د لوزان غونډې پنځه ساعته دوام وکړانځور: picture-alliance/abaca/A. Gumus

د سويس په لوزان ښار کې د امريکا متحده ايالاتو او روسیې د بهرنيو چارو د وزیرانو جان کيري او سرګې لاوروف، تر منځ په سوريه کې د اوربند په هکله په خبرو اترو کې ډير کم پرمختګ وشو. جان کيري، د غونډې وروسته وويل چې د اوربند په اړه یو څو نوي وړانديزونه وشول. هغه زياته کړه: «په دې لړ کې بايد بله ليدنه کتنه ژر ترسره وشي ځکه دې کړکيچ ته بايد ژر تر ژره پاملرنه وشي.»

روسي رسنيو د سرګې لاوروف له قوله لیکلي دي: «نن پر یو څو نظرونو چې د هغو هيوادونو له خوا وړاندې شوي ول چې پر وضعيت اغيز لري، بحث وشو.»

د خبرو دوام هم پرمختګ دی

کيري وړاندې وويل چې د لوزان غونډه به د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶م کال د اکتوبر ۱۷ نيټه) هم دوام ولري خو دا مذاکرات به د وزيرانو په کچه نه وي بلکې د شريکو هيوادونو لوړ رتبه استازي به پکښې ګډون وکړي او بهير به پرمخ یوسي.

سرګې لاوروف او جان کيري پنځه ساعته سره د خبرو اترو پر ميز ناست ول. په دې مذاکراتو کې د سعودي عربستان، قطر، ايران او ترکیې استازي هم شامل ول. سربيره پر دې د عراق،مصر او اردن د بهرنيو چارو وزیرانو هم په غونډه کې ګدون درلود. په پاي کې د خبرو اترو پر دوام توافق وشو چې دې ته هم د یوه بري په سترګه کتل کيږي.

کيري د لوزان څخه د لندن پر لور

خو د غونډې په پای کې سرګې لاوروف وويل چې د سوریې له پاره څومره ژر چې امکان ولري بايد د سولې پروسه پيل شي.

کيري هم هڅه وکړه چې په سوريه کې د کورنۍ جګړې د له منځه وړولو له پاره روانې هڅې لا پسې ګړندۍ شي او په شخړه کې ښکيلې خواوې دې ته چمتو کړي چې په تيره میاشت کې ترسره شوی د سولې تړون عملي کړي.

تر غونډې وروسته جان کیري د لندن پر لور روان شو چیرته چې به نوموړې د یکشنبې په ورځ د برېتانیې، آلمان او فرانسې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره وګوري. د لوزان په غونډه کې د ايران ګډون هم د يوه مثبت سګنال په توګه وارزول شو. ځکه دغه هيواد د روسیې ترڅنګ د سوریې د واکمن بشارالاسد یو مهم ملاتړی بلل کيږي. 

Schweiz Lausanne -  Schweiz Sergej Lawrow und John Kerry beraten in Lausanne über den Syrien-Krieg
امریکایي دیپلوماتان د سوریې په اړه د خبرو اترو په حال کېانځور: Reuters/D. Balibouse

څه هم کيري سملاسي کومه بريا ترلاسه نه کړه خو د اوربند له پاره د مذاکراتو پر بيا پيلولو توانيدلی دی. د امريکا متحده ایالاتو د څه مودې له پاره له روسیې سره خبرې اترې هم درولې وې خو دې اغير نه وو کړی. دواړه خواوې يو پر بل د اوربند په لار کې د خنډونو د رامنځ ته کولو تور لګوي. خو کارپوهان پر دې آند دي چې د دغه دواړو ځواکونو یو ځلي بيا د خبرو اترو پر ميز کښیناستل په سوريه کې د سولې له پاره هيلې بيرته راژوندۍ کړي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب