1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا یتیم ته له بهرنیو مرستو څخه خپل حق ورکول کیږي؟

آژانسونه/شمس الرحمن ناصر۱۳۹۳ دی ۱۴, یکشنبه

له افغانستان سره د نړیوالو په میلیاردونو مرستې سره باید په دغه هیواد کې د ژوند کچه لوړه شوې وای،خو د یتیمانو وضعیت ته په کتلو سره داسې معلومیږي چې دوی ته د دغو مرستو ډیره لږه برخه رسیدلې.

https://p.dw.com/p/1EEpg
په یتیم خانو کې د یتیمانو پالنه
په یتیم خانو کې د یتیمانو پالنهانځور: Getty Images/Aref Karimi/AFP

په کابل کې د« دریچه امید»په نامه یوه یتیم خانه کې د دغې یتمیم خانې مشره او دوطلبه کارکونکي کوښښ کوي د هغو ۱۲ یتیمانو پالنه وکړي چې د معیوبیت درجه یې ډیره لوړه ده. د سختو شراېطو سربیره د دغې یتیم خانې مشره فروزان کوښښ کوي دوی ته د ژوند ابتدایې شرایط او امنیت برابر کړي. دا هغه ماشومان دي چې د دولت او نړیوالو خیریه موسیسو له مرستو څخه بې برخې پاتې دي.

فروزان وایې:« دا هغه ماشومان دي چې داسې څوک نه لري، چې د دوی پالنه وکړي». نوموړۍ په دې هکله زیاتوي:« ستونزې ډیرې دي، ځکه دوی داسې یو چا ته اړتیا لري چې هره شیبه د دوی څارنه او ورسره مرسته وکړي.اکثره د دوی د جگړې قربانیان دي،ځکه دوی خپلۍ کورنۍ له لاسه ورکړي دي. دوی له رواني ناروغیو رنځ وړي او خپلوان یې دې ته تیار نه دي چې د دوی پالنه وکړي.»

نړیوالو ځواکونو د امریکا متحده ایالاتو په رهبرې په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو رژیم نسکور کړ، او وروسته له هغې یې له افغانستان سره د میلیاردونو ډالرو مرسته وکړه. اوس ښوونځي، روغتونونه،لارې او د انرژۍ د تولید دستگاوې جوړې شوې دي. همدارنگه د لویانو له پاره د سواد زده کړې له کورسونو څخه نیولې بیا د انټرنټ تر زده کړې پورې ټولو پروژو ته پيسې ورکول کیږي، خو د زیربنا د نشتوالي له امله د دغو پروژو اغیزمنتوب تر اوسه پورې ډیر لږ دی.

انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخهانځور: AP


فروزان له ۱۹۹۲ څخه ۹۶ کال پورې د کورنۍ جگړې پر مهال د یوه هوایې برید په ترڅ کې خپل مور پلار له لاسه ورکړي. نومړۍ په هغه وخت یوه شپږ کلنه ماشومه وه. هغه ژوندې پاتې ده خو یوه پښه یې له لاسه ورکړې.
فروزان د تگ په وخت کې له لکړې یا عسا څخه کار اخلي. هغه وایې:«۹ کلنه وم چې آنا مې مړه شوه او زه یې بلې ښځې ته وسپارلم. زما تجربو ماته دا انگیزه راکړه، څو په داسې یو ځای کې کار وکړم.»

داسې ښکاري چې په راتلونکو کلونو کې نړیوالې مرستې کمې شي. د مرستو د دقیقې اندازې معلومول یو ستونزمن کار دی، خو یوازې د(USAID) یا د امریکا پراختیایې بین المللي آژانس له ۲۰۰۱ کال راهیسې تر اوسه پورې له افغانستان سره ۱۵ میلیارده ډالره مرسته کړې.

د بډې اخیستنې او فساد کلتور
په دغو نوو شرایطو کې« د هیلو دریچه» زیاتره دولتي او افغانو مدني ټولنو مرستو ته اړتیا لري، نه هم د بهرنیانو موقطي مرستو ته چې تر اوسه پورې دغه یتیم خانه یې روانه ساتلې. خو د هغو ۳۰دولتي یتیم خانو په هکله ویل کیږي چې ادارې یې پر فساد ککړ دي. دا په داسې حال کې ده چې هغو کسانو ته چې ډیرو مرستو ته اړتیا لري لاسرسي ناممکن گرځيدلې دی.

د« تهیه مسکن» په نامه دولتي یتیم خانه کې ۵۰۰ هلکان چې عمرونه یې له ۱۱ څخه تر ۱۸ کلونو پورې دي د ژوند تر ډیرو ټیټو شرایطو لاندی شپې ورځې تیروي. د دغې یتیم خانې مدیر سید عبدالله هاشمي وایې چې یو شمیر کورنۍ له خپلو روابطو څخه استفاده کوي او له دولتي یتیم خانو څخه د خپلو اولادونو د استوگنې او تحصیل له پاره گټه اخلي. دا کار د دې سبب گرځي دی چې واقعي یتیمان یوې څنډې ته پریښودل شي.

ښاغلې هاشمې وایې چې دولت د ورځې ۸۵ افغانې(یو نیم ډالر)هر یتیم ته تخصیص ورکړی دی، خو د بروکراسۍ او فساد له امله یوازې ۵۰ افغانۍ یتیم ته رسیږي. نومړې زیاتوي:« که هغه خلک چې د یتیمانو له پاره کار کوي پر فساد ککړ وي، مونږ د دغو ماشومانو له پاره هیڅ هم نه شو کولای، حتی کې سیستم هم اصلاح شي».