1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا یونان روسیې ته مخه کوي؟

مسعود جهش (باربرا ویسل)۱۳۹۴ فروردین ۱۹, چهارشنبه

که یونان غوښتنه وکړي، ایا مسکو به دې هیواد ته په میلیونو یورو پور وکړي؟ دا هغه څه دي چې اروپايي ټولنه يې په اړه اندیښنه لري. روسیې ته د یوناني لومړي وزیر له سفر سره، بروکسل هر څه له ډیرې ځیرتیا سره څاري.

https://p.dw.com/p/1F40h
انځور: Reuters/Y. Herman

په بروکسل کې اروپايي کمیسیون د اروپايي ټولنې د غړو هیوادونو د مشرانو د بهرنیو سفرونو په اړه نظر نه ورکوي. که یونان وشي کولای روسیې ته د لومړي وزیر الیکسس سایپریس، د سفر پر مهال د مسکو له خوا پر خپل یو شمیر زراعتي محصولاتو باندې لګیدلي بندیزونه له منځه یوسي، نو د اروپایي کمیسیون غبرګون به څه وي؟

یونان ډیر وخت د خپلو شفتالو ۶۰ سلنه زراعتي محصولات روسیې ته صادروي. د روسیې له خوا پر اروپایي ټولنې باندې تر بندیزونو مخکې یونان هر کال د ۱۸۰ میلیونو ډالرو په ارزښت زراعتي محصولات روسیې ته صادرول. اوس که یونان وتوانیږي پر خپلو زراعتي محصولاتو باندې د مسکو لګیدلي بندیزونه له منځه یوسي، نو نور اروپایي هیوادونه به هم غبرګون وښيي ځکه هغوی هم د بندیزونو له کبله له ستونزو سره مخامخ دي. د اروپايي کمیسیون یوه ویاند ویلي دي چې هغوی تمه لري له ټولو ارويايي هیوادونو سره ورته چلن وشي.

روسیې تر هغه وروسته پر اروپايي ټولنې او امریکا متحده ایالاتو باندې بندیزونه وضع کړل، چې امریکا او اروپايي متحدینو يې د اوکراین د کړکیچ له کبله پر روسیې باندې سختې نیوکې وکړي او پر هغه باندې ځیني بندیزونه ولګول.

روسیې ته د سایپرس تر سفر مخکې یوې روسي ورځپاڼې ویلي وو چې روسیه غواړي د یونان د سرمایو په بازار کې د سهم لرلو په بدل کې دغه هیواد ته په لږ قیمت نفت صادر کړي او ورته پورونه وکړي. لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې مسکو له کومو یوناني دولتي شرکتونو سره لیوالتیا لري.

په بدل کې یونان غواړي چې له خپل خاورې څخه د یوه پایپ لاین د تیریدو پر پروژې باندې خبرې وکړي. د دغه پایپ لاین له لارې به جنوب ختیځې ارو پا ته نفت ورسیږي. دا هغه څخه دي چې روسیه هم ورسره لیوالتیا لري.

دغو موضوعاتو په اروپايي ټولنه کې داسې اندیښنې پیدا کړي دي چې کیدای شي یونان مسکو ته مخه کړي. خو تیره اوونۍ سایپرس هڅه وکړه چې دغه اندیښنې تر یوه حده پورې ځواب کړي. هغه وویل چې یونان کیدای شي د مسکو او لویدیځې نړۍ تر منځ د وصل یوې نقطې په توګه نقش ولوبوي. هغه همداراز وویل چې پر روسیې باندې د اروپايي ټولنې بندیزونه کومې پایلې ته د رسیدو په حال کې نه دي. د سایپرس په خبره پخوانیو یوناني دولتونو دا هڅه نه وه کړې چې د بندیزونو مخه ونیسي. دا په دې معنی ده چې دغه یونانی چارواکی به د جون په میاشت کې کله چې پر بندیزونو باندې بحث کیږي، خپل آواز پورته کړي.

د اروپایي پارلمان مشر مارتین شولز له یوې ورځپاڼې سره په مرکه کې یونان ته ګواښ کړی دی چې د روسیې په برخه کې د اروپايي ټولنې ګډ دریځ له ګواښ سره مخامخ نه کړي. د اروپايي ټولنې یوه بل غړي ویلي دي چې سایپرس اوس یوه ډیره خطرناکه لوبه پر مخ وړي.

له اتن څخه ضد او نقیض پیغامونه

دا په داسې حال کې ده چې د یونان د مالیې وزیر یانیس واوفاکیس، د سایپرس په پرتله متفاوتې خبرې وکړي. هغه وویل چې یونان له اروپایي ټولنې بهر د مرستو ترلاسه کولو په هڅه کې نه دی. هغه زیاته کړه چې دغه موضوع باید په «ارپايي کورنۍ» کې حل شي. هغه له یوې ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل چې یونان هم د بل هر هیواد په توګه له روسيې سره د دوه اړخیزو اړیکو په لټه کې ده.

خو د کارنیج له بنسټ څخه د بهرني سیاست کارپوهه جودي دیمپسي، دا پوښتنه مطرح کوی چې ایا دغه شان ډاډګیرنه د اعتماد وړ ده او که نه؟ هغه وایي چې یونان په ۲۰۱۱ کال کې له مسکو څخه ۲.۵ میلیارده یورو د پور په توګه ترلاسه کړې وو. د دې کارپوهې په اند سایپریس مسکو او اروپايي ټولنه یو له بل سره مخامخوي چې دا کار ښې پایلې نه شي لرلای.

دیمپسې وايي چې سایپرس برلین ته تر خپل سفر لږ مخکې، مسکو ته سفر کوي چې کیدای شي دا موضوع آلمانۍ صدراعظمه انګلا میرکل خواشینې کړي.

دیمپسې روښانه کړه چې یونان غواړي روسیې ته د سفر کولو او د «اسلامي دولت» موضوع ګانو له مطرح کولو سره پر خپلو ارو ‎پايي ملګرو باندې فشار واچوي او خپلې غوښتنې تر لاسه کړي. تر دې مخکې د یونان د دفاع وزیر ویلي وو چې که اروپايي ټولنه د یونان په کورنیو چارو کې لاس وهنې ته د پای ټکی کې نه ږدي، نو یونان به هم د اسلامي دولت د نفوذ پر ضد خپل اقدامات لږ کړي.

دیمپسې بیا وایي چې یونان پر غلطه لار روان دی. هغه زیاتوي چې اوس باید اتن پر یو بشپړ مالي پلان جوړ کړي او له مخې یې عمل وکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب