1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا ISI مهار کیدای شي؟

شامل شمس/سید ریاض۱۳۹۲ تیر ۲۲, شنبه

د بن لادن د وژنې رپوټ افشا کیدو د پاکستان پياوړې استخباراتي اداره ISI له خجالت سره مخامخ کړه. آیا د نوازشریف له پاره د دې وخت رارسیدلی دی چې دغه اداره رام کړي؟ په تیرو وختونو کې د دغسو هڅو مخه جنرالانو نیولې ده.

https://p.dw.com/p/197Gn
انځور: Reuters

په ۲۰۰۸م کال کې د پاکستان ولسمشر آصف علي زداري، د پوځ استخباراتي اداره ISI د کورنیو چارو وزارت تر کنترول لاندې د راوستو امر وکړ. خو د څو ساعتونو په تیریدو سره ولسمشر خپل دغه امر بیرته واخیست. خو دا خبره څرګنده نه دې چې ولې، خو سیاسي شنوونکي پر دې باور دی چې آی اېس آی، چې ډیری خلک یې «د یوه دولت په داخل کې دولت» بولي، په څرګند ډول د ولسمشر د امر له منلو څخه انکار کړی دی. خو ولسمشر زرادري د خپل امر د بیرته اخیستلو پرته بل کوم انتخاب نه درلود.

ویل کیږي چې د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارې آی اېس آی، تر منځ اړیکې احتمالا هغسې نه دي، لکه یو وخت چې وې. د ایبټ آباد کمیسیون رپوټ، چې د پخواني حکومت له لوري د ۲۰۱۱م کال د مې د میاشتې په ۲مه نیټه د القاعدې د پخوانې مشر اسامه بن لادن د وژنې د څیړلو په موخه جوړ شوی وو، په ښکاره ډول آی اېس آی، او نورې امنیتي ادارې د بن لادن په نیولو کې په «غفلت او بې کفایتۍ» باندې تورنې کړې دي. پر دې سربیره په دغه رپوټ کې پر امنیتې ادارو او پوځ باندې هم انتقاد شوی دی چې د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو له لورې یې په ایبټ آباد کې د بن لادن پر کور باندې د برید په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

کارپوهان په دې نظر دي چې د اسامه بن لادن د وژل کیدو په اړه د پاکستان د یوه رسمي رپوټ خپریدل کيدای شي د هغو کسانو د اشتباهاتو د پټولو یوه هڅه وي چې په دغه هیواد کې د بن لادن په استوگني خبر ول.
کارپوهان په دې نظر دي چې د اسامه بن لادن د وژل کیدو په اړه د پاکستان د یوه رسمي رپوټ خپریدل کيدای شي د هغو کسانو د اشتباهاتو د پټولو یوه هڅه وي چې په دغه هیواد کې د بن لادن په استوگني خبر ول.انځور: picture-alliance/dpa

د الجزیرې تلویزوني شبکې له لوري د دغه رپوټ تر افشا کید وروسته د پاکستان پوځ او استخباراتي اداره آی اېس آی، په داخلي او نړیواله کچه تر سختو نیوکو لاندې راغلي دي.

د سیاسي چارو شنوونکي په دې آند دي چې د نوي ټاکل شوي لومړي وزیر نواز شریف له پاره دا یوه ښه موقع ده چې له پوځ سره خپل حساب کتاب برابر کړي، چې په ۱۹۹۹م کال یې د ده حکومت راپرځولی وو او تر هغې وروسته یې نواز شریف سعودي عربستان ته جلا وطنه کړی وو. خو پوښتنه دا ده چې آیا په حقیقت کې نواز شریف آی اېس آی، رام کولای شي؟

د پنجشنبې په ورځ (د جولای د میاشتې یوولسمه) نواز شریف په اسلام آباد کې د آی اېس آی دفتر ته ورغلی وو. حکومت وایي چې د نواز شریف له لوري دا یوه عادي لیدنه کتنه وه، او د آی اېس آی مشر ظهیرالاسلام په امنیتي مسایلو باندې نواز شریف ته رسمي معلومات ورکړل. خو په داسې یوه وخت کې د نوموړې ادارې څخه لیدنې، په پاکستان کې یو لړ ګنګوسي راپارولي دي. آیا نواز شریف هڅه کوي چې له دې فرصت څخه پر پوځ باندې د خپل واک د پیاوړي کیدو له پاره ګټه پورته کړي؟

لوې فرصت

واشنګټن میشته د نړیوالې سولې د کارنیګي بنسټ، څخه فریدرېک ګریر، په دې آند دی چې د نواز شریف حکومت باید د بن لادن په اړه افشا شوی رپوټ مثبت وبولي. هغه زیاته کړه: «په هغې کې د پاکستان پر امنیتي مشرتابه باندې د بې کفایتې تور لګول شوی دی، چې د دغه مشرتابه د مشروعیت په کمولو کې مرسته کوي. پر دې باندې لږ تر لږه په موقتي ډول له پوځ سره په چلند کې د ملکیانو لاس پیاوړي کیږي.»

لندن میشته د افریقا او ختیځ د څیړنو له پوهنځي، څخه فاروق سولېحریا، په دې باور دی چې لومړی وزیر نواز شریف ښه چانس لري چې آی اېس آی تر خپل کنترول لاندې راولي. هغه له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «نواز شریف د مې د میاشتې د یوولسمې نیټې د ټاکنو په ترڅ کې د ډیرو رایو په تر لاسه کولو سره ته قدرت ته ورسید. پر دې سربیره هغه په مرکزي پنجاب کې له ډیر ملاتړ څخه برخمن دی، کوم چې د پاکستان د پوځ د قدرت اساسي مرکز دی.»

نوموړی کارپوه په دې آند دی چې په پاکستان کې د قدرت لوری د بدلون په بهیر کې واقع دی. هغه زیاته کړه: «د بن لادن رپوټ آی اېس آی، داسې افشا کړه چې تر دې د مخه هیڅ کله داسې نه وه افشا شوې او پوځ په داسې یوه وضعیت کې قرار نه لري چې د دیموکراتیک بهیر خنډ وګرځي.»

«اوس هم پوره قدرت لري»

خو یو شمیر کارپوهان په دې باور دي چې آی اېس آی، اوس هم دومره قدرت لري، چې د ملکي مشرتابه له لوري د خپل قدرت د رامحدودولو مخه ونیسي. کراچي میشته وتلي خبریال سلیم عاصمي، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «اوس وخت رارسیدلی دی، چې بالاخره آی اېس آی، ته له سره کتنه وشي او تر ملکي کنترول لاندې راوستل شي.» خو هغه په دې باور دی چې نواز شریف د دغه کار تر سره کولو ته تمایل نه لري.« زما په آند، د آی اېس آی مقر ته د نواز شریف تګ پر هغې د فشار راوړلو پر ځای د نوموړې ادارې مورال لوړلو له پاره وو. موږ باید دا خبره له یاده و نه باسو، چې د نواز شریف سیاسي کاري ژوند د آی اېس آی له لوري پالل شوی.»

د آی اېس آی، مشر ظهیر الاسلام
د آی اېس آی، مشر ظهیر الاسلامانځور: AP

لندن میشته څیړونکی او د ترهګرې ضد جګړې د چارو کارپوه، غفار حسین هم ورته نظر لري. هغه دویچه ویله ته وویل دا به ډیر وختي وي چې داسې اټکل وکړو چې ښایي د نواز شریف حکومت به له پوځ سره ښکر په ښکر شي. د هغه په وینا نوازشریف تازه قدرت ته رسیدلی دی، که څه هم هغه قاطع سیاسي اکثریت تر لاسه کړی، خو فکر نه کوم چې په اوسني وخت کې به هغه ځان له پوځ سره مخامخ کړي.

په اسلام آباد کې د مدنې ټولنې یو تن فعال طاهر عبدالله، له دویچه ویله سره په یوه مرکه کې وویل چې دا به آسانه کار نه وي، چې آی اېس آی دې کنترول کړای شي، خو ملکي مشران باید په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي. هغه زیاته کړه: «ملکي مشرتابه، باید هڅه وکړي چې د امنیتي او بهرنۍ پالیسې چارې کنترول کړي. لږ تر لږه د تروریزم ضد او له هندوستان او افغانستان سره د اړیکو په څیر موضوعاتو باندې ملکي او پوځي مشران باید په ګډه کار وکړي.»

د ISI او CIA اړیکې

د آی اېس آی، اړیکې د امریکا متحده ایالاتو او د دغه هیواد د مرکزي استخباراتي ادارې CIA تر منځ د بن لادن د وژلو د عملیاتو وروسته ترینګلې شوي دي. دغو دواړو ادارو په اتیایمه لسیزه، کې د پخواني شوروي اتحاد پر ضد د افغانستان په جګړه کې له نزدې په ګډه کار کړی وو. آی اېس آی، په ۲۰۰۱م کال کې په متحده ایالاتو کې د ترهګریزو بریدونو وروسته د طالبانو او القاعدې د مشرانو د نیولو له پاره هم مرسته کړې وه.

خو په هر صورت، په تیره لسیزه کې د دواړو سازمانونو اړیکې ستونزمنې پاتې شوي دي. د امریکا متحده ایالاتو په تکراري ډول د پاکستان پوځ د طالبانو د ځینې برخو په ملاتړ تورنوي، خو پاکستان بیا تل دغه تورونه ردوي. سولېحریا وایي: «دا د آی اېس آی له پاره ناممکنه ده، چې له CIA سره د اتیایمې لسیزي په څیر په پټو سترګو همکاري وکړي.» خو سولېحریا دې خبرې ته هم اشاره وکړه چې امریکا او CIA نه غواړي چې آی اېس آی، له لاسه ورکړي. «CIA د ۲۰۱۴م کال په ترڅ کې له افغانستان څخه د ځواکونو د راوتلو او له هغې وروسته موده کې هم آی اېس آی ته اړتیا لري. آی اېس آی، هم د امریکا ملاتړ ته ضرورت لري، ځکه چې د هغوی په اقتصادي مرسته تکیه کوي.»

د سولېحریا په شان شنوونکي په دې آند دي، چې د متحده ایالاتو اداره هم غواړي چې په پاکستان کې یو ملکي پیاوړی مشرتابه وویني، چې داخلي او بهرنۍ پالیسۍ موضوعات په خپل لاس کې واخلي او په عمومي سیاست کې د پوځ رول محدوده کړي. هغوی وایي که چیرې نواز شریف د خپل هیواد پرپوځ او استخباراتي ادارې باندې د خپل ملکي حکومت اقتدار ټینګ کړي، نو سیمه ییز او نړیوال وضعیت به هم د نواز شریف څخه پلوي وکړي. خو بیا هم دغه پوښتنه پر ځای پاتې کیږي: آیا نوازشریف به دا کار تر سره کړي؟