1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ابراهيمي:له حمص ښاره ښځي او کوچنيان وتلای سي

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ بهمن ۷, دوشنبه

د سوريې د سولي کنفرانس لومړۍ نتيجه ورکړې ده. د حمص ښار اوسېدونکو چي له مياشتو راهيسي د اسد ځواکونو او مخالفانو ترمنځ په جنګ کي بند پاته دي کولای سي له دغه ښاره ووځي.

https://p.dw.com/p/1AxaP
انځور: Reuters

د سوريې له پاره د ملګرو ملتونو او عربي ټولني استازي اخضر ابراهيمي د يکشنبې ورځي (۲۰۱۴ کال د جنورۍ ۲۶) په ماښام په يوه خبري کنفرانس کي وويل، چي د اسد استازو موافقه کړې ده چي له حمص ښار څخه ښځي او کوچنيان د وتلو اجازه لري. دغه ښار له درو مياشتو راهيسي د اسد د مخالفانو په ولکه کي دی، خو دولتي ځواکونو کلابند کړی دی.

ابراهيمي وويل چي سر له دوشنبې ورځي کېدای سي حمص ښار ته د مرستو کاروانونه ورسيږي. په دغه ښار کي د دولت واکمنو مخالفو ډلو ويلي دي چي ملکي وکړو ته به د مرستو رسولو کاروانونو ته لار ورکړي.

د سوريې د دولت او اپوزيسيون استازي که څه هم چي د يکشنې په ورځ په ژنيو کي په یوه سالون کي سره راټول ول، خو يو له بل سره يې مخامخ خبري نه کولې. د دوی تر منځ د سوريې د سولي له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی اخضر ابراهيمي د اړيکو وسيله وه.

د بنديانو په تبادله کي پرمختګ

د يکشنبې په روځ په ژنيو کي د سوريې د سولي په کنفرانس کي د دولت او اپوزېسيون د استازو ترمنځ د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ابراهيمي په منځګړتوب د خبرو اترو دوهمه دوره هم تر سره سوه.

اخضر ابراهيمي
اخضر ابراهيميانځور: cc-by-nc-nd/UN Photo/Jean-Marc Ferré

ابراهيمي اعلان کړی دی چي په دغو خبرو اترو کي په سوريه کي د بنديانو د سرنوشت په اړه په خبرو کي پرمختګ سوی دی. د اسد استازو له مخالفانو څخه غوښتي دي چي په سوريه کي دي د موجودو مخالفانو ليست دوی ته وسپاري. مقابل طرف بيا غوښتي دي چي د اسد رژيم دي ۱۳۰۰تنه هغه بنديان چي اتلس کلنۍ ته نه دي رسېدلي او نزدې ۱۰۰۰ تنې بندۍ هم آزادي کړي.

«ډېره ستونزمنه ده، خو تر تمي بهتره ده»

د سوريې د کورني جنګ د ختمولو له پاره د سولي خبري اتري د جمعې په ورځ پيل سوي وې. په دغه جنګ کي تر اوسه پوري نزدې ۱۳۰۰۰۰ انسانان وژل سوي دي. پردې سربيره مخالفان بايد په يوه انتقالي حکومت کي ونډه ولري. خو د اسد رژيم استازو بيا په وارو وار د دغه کار مخالفت کړی دی.

د سوريې له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي اخضر ابراهيمي ويلي دي چي هرڅه ژر چي کيږي د حمص ښار اوسېدونکو ته بايد مرستي ورسيږي او بنديان تبادله سي. څارونکي په دې باور دي چي په سوريه کي د انتقالي حکومت جوړول «ستونزمن کار دی، خو تر هغه څه چي تمه يې کېده بهتره دی.»