1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ابوحمزه د ترهگرۍ په تور محکوم سو

عبدالباري حکيم/ دويچه ويله۱۳۹۳ اردیبهشت ۳۰, سه‌شنبه

د امريکا متحده ايالاتو يوې محکمې بريتانوی تابعيت لرونکی ابوحمزه المصري چي په کرکه خپرونکي خطيب يې هم شهرت پيدا کړی دی، د يو شمېر تروريستي فعاليتونو په تړاو گرم وگاڼه. اوس کېدای شي هغه ټول عمر په زندان کي پاته شي.

https://p.dw.com/p/1C2sd
انځور: dpa

د نيويارک د يوې محکمې په حکم کي راغلي دي چي ۵۵ کلن ابوحمزه المصري په يمن کي په يوه يرغمل نيونه کي لاس لاره، سره بيره پر دي هغه غوښتل چي په امريکا متحده ايالاتو کي د ترهگري د روزني يو کمپ جوړ کړي.

د دغو تورونو له مخي ابوحمزه «مجرم» گنل کيږي. د محکمي قضايي هيئت چي د ابوحمزه د محاکمې له پاره گومارل شوی وو، د تورونو په ټولو يولسو ټکو کي د نوموړي پرضد عنوان شوی جرم تصديق کړ. څارنوال، پريت بهارارا وويل: «ابوحمزه نه يوازي يو ديني خطيب، بلکي د ترهگرو يو روزنکی هم وو.»

آيا ابوحمزه به عمري بندي شي؟

د دغو عنوان شوو تورونو له مخي ابوحمزه اوس په امريکا متحده ايالاتو کي د عمري قيد سزا له گواښ سره مخامخ دی. دغه شان يو حکم ښايي د روان ميلادي کال د سپتمبر مياشتي پر نهمه نېټه صادر شي.

ابوحمزه په مصر کي د مصطفي کمال مصطفي په نامه زيږيدلی دی او اوس بريتانوی تابعيت لري. هغه د يوه «کرکي خپرونکي خطيب» په توگه په ټوله نړۍ کي شهرت لري. هغه چي په افغانستان کي د شوروي اتحاد د پوځي اشغال پرمهال په ۸۰ مه لسيزه کي خپل دواړه لاسونه او يوه سترگه له لاسه ورکړل، له دې دمخه يې په بريتانيا کي د نژادي کرکي د خپرولو او وژلو او ټکولو ته د بلني په تورونو اوه کاله په زندان کي تير کړل.

د فاينزبري پارک کرکه خپرونکی خطيب

د لندن په شمال کي د فاينزبري پارک د مسجد د خطيب په توگه ابو حمزه په ۱۹۹۰ لسيزه کي د اسلامي ريدکاليزم او امريکايي ضد احساساتو د را پاورلو له پاره تندي ويناوي او تبليغ کړی دی. د ۲۰۱۲ کال په اکتوبر مياشت کي هغه د بريتانيا او امريکا متحده ايالاتو تر منځ تر څو کلونو قضايي ناندريو وروسته امريکا ته تسليم کړل شو.

په هغه وخت کي د بريتانيا صدراعظم، ديويد کمرون د خپل هيواد د محکمې له دې فيصلې سره چي ابوحمزه يي امريکا ته وسپاره هرکلی وکړ. کمرون وويل: «زه د هوسيايي احساس کووم چي ابوحمزه له هيواد څخه وايستل شو. زه د ټولني د نورو وگړو په شان د هغو خلکو څخه ستړی شوی يم چي دلته زموږ هيواد ته راځي، زموږ هيواد ته گواښ کوي، زموږ د ماليه ورکونکو په لگښت دلته اوسيږي، خو موږ ځان تري خلاصولای نه شوو.»

د ابوحمزه پر ضد محاکمې چي تر سختو امنيتي تدابيرو لاندي جوړيدله، يوه مياشت وخت ونيو. خو نوموړي د هغه پر ضد عنوان شوي تورونه رد کړل. د هغه مدافع وکيل، جريمي شنايدر وويل چي د ابو حمزه پر ضد اکثره واړندي شوي اسناد او شواهد «بي ارتباطه» ول، هغه په حقيقت کي «د خپلو ويناو له امله» محکوم شوی دی. خو څارنوال د خبل وروستي عرض د بيان په وخت کي څرگنده کړه چي وړاندي شوي اسناد او شواهد «ډير قوي» دي.