1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ابو غيث په نيويارک کي محاکمه کيږي

دويچه ويله/ سيد رياض۱۳۹۲ اسفند ۱۲, دوشنبه

سلیمان ابوغیث، د القاعدې شبکې یو مهم غړی گڼل کیږي. خو د هغه محاکمه چې د دوشنبې په ورځ پيلیږي، د گوانتانامو په یوه پوځي محکمه کې نه، بلکې د نیویارک په یوه ملکي محکمه کې تر سره کیږي.

https://p.dw.com/p/1BIj9
انځور: picture-alliance/AP

سلیمان ابو غیث، د القاعدې شبکې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن زوم او ویاند وو. ابوغيث د القاعدې د ترهگري شبکې لومړی غړی دی چې په امریکا متحده ایالاتو کې یوې ملکي محکمې ته حاضريږي.

دا چې ابو غیث په خټه کويټی دی، د «گوانتانامو بې» زندان په یوه پوځي محکمه کې نه، بلکې د امریکا متحده ایالاتو د نیویارک ایالت په یوه فیدرالي محکمه کې محاکمه کیږي، پخپله په متحده ایالاتو کې په دې اړه انتقادونه راپورته شوي دي.

د سویلي کارلوینا سناتور لېندسي گراهام پر دغې پریکړه نیوکه کوي او وایي: «زمان په آند موږ داسې یوه قضیه پیلوو چې وروسته به موږ ته ستونزي راپیښې کړي.»

گراهام او نور محافظه پاله سیاستوال د دې پلویان دي چې د شکمنو ترهگري قضیې د گوانتانامو زندان په پوځي محکمه کې تر سره شي.

د «هیومن رایټس فرسټ» غیر حکومتي سازمان څخه د حقوقپوهې دیفیني ایویاتار، له نظره امریکایي چارواکو له دې پرته بل انتخاب نه درلود. هغې له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي: «په حقیقت کې هغوی [امریکایي مقامات] د توطیې او ترهگرۍ څخه د ملاتړ موادو په اړه د هغه پر ضد په پوځي محکمه کې د اقامې دعوا نه شوای کولای. پوځي محکمې د جنگي جرمونو د محاکمو صلاحیت لري.»

د گوانتانامو زندان يوه برخه
انځور: picture alliance/dpa

پر ابو غیث باندې څارنوال، تور لگولی دی چې له ریچارد رید سره په جرم کې شریک دی چې په بوټو کې یې چاودیدونکي مواد لیږدول. د ۲۰۰۱م کال په دسمبر میاشت کې رید هڅه کړې وه چې د پاریس او میامي تر منځ پرواز کوونکي الوتکه، په بوټو کې د پټ کړل شوو چاودیدونکو موادو په واسطه والوزوي. خو هغه د پرواز د عملې او مسافرینو له خوا پر سم وخت ونیول شو.

ابو غیث د ۲۰۰۱مېلادي کال د مني په موسم کې په یوه ویدیوي پیغام کې پر «الوتکي باندي د هجوم وروړلو» څخه خبرداری ورکړی وو. څارنوال اوس دې ته د یوه ثبوت په توگه گوري چې ابو غیث د دغه برید چې ناکامه شو، له تر سره کیدو څخه خبر وو.

ابو غیث تر یوه ویدیويي پیغام وروسته چې د اسامه بن لادن تر څنگ ناست وو مشهور شو. هغه د سپتمبر یوولسمي تر پېښي وروسته د بریدونو دفاع کړې وه او د نورو ترهگریزو بریدونو گواښ یې کړی او پر متحده ایالاتو یې د حملې له پاره غږ کړی وو.

په ایران کې په یوه نامعلوم حالت کې تر څو کلونو تیرولو وروسته ابو غیث د ۲۰۱۳م کال په فبرورۍ میاشت کې په ترکیه کې ونیول شو او تر هغې وروسته نیویارک ته یوړل شو.

دیفیني ایویاتار له نظره دا چې د ابو غیث محاکمه د نیویارک په یوه ملکي محکمه کې تر سره کیږي نو دا یوه غیر عادي خبره نه ده. هغې له دویچه ویله سره په خبرو کې دې خبرې ته اشاره وکړه چې له ۲۰۰۱م کال راهیسې متحده ایالاتو د ترهگرۍ په تړاو تر ۵۰۰ زیاتې محاکمې په ملکي محکمو کې ترسره کړې دي. هغه زیاتوي: «د نیویارک او د متحده ایالاتو په نورو محکمو د ترهگرۍ په تړاو محاکمې تر سره شوي دي.»

نیویارک د القاعدې د شکمنو غړو پر ضد د محاکمو شاهد پاته شوی دی. په ۲۰۱۰م کال کې په دغه ښار کې احمد الغیلاني په کینیا او تانزانیا کې د متحده ایالاتو په سفارتونو باندي د بمي بریدونو په تر سره کیدو کې د ملاتړ په تور په عمري بند محکوم کړی دی.