1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اتريش: اروپا بايد پولې د کډوالو تړون لغوه کېدو ته اماده کړي

۱۳۹۵ آبان ۱۵, شنبه

د اتريش د دفاع وزير د شنبې په ورځ ويلي دي چې اروپايي ټولنه بايد خپل سرحدونه ټينګ کړي ځکه چې له ترکيې سره شوی د کډوالو تړون ښايي لغوه او ډېر شمېر کډوال بېرته اروپا ته مخه وکړي.

https://p.dw.com/p/2SCeE
Deutschland Grenze Österreich Großkontrolle Schlepper
انځور: picture alliance/dpa/A. Weigel

هانس پېتر دوسکوزيل د آلمان «بيلد» ورځپاڼې ته په مرکه کې وويل: «ما تل ويلي دي چې د اروپايي ټولنې او ترکيې تر منځ شوی تړون بايد يوازې موقتي وګڼل شي تر هغه پورې چې اروپايي ټولنه وکولای شي خپلې بهرنۍ پولې په اغېزمن ډول وساتي او د کډوالو بهير ته خپله اوږه ورکړي.» هغه دا هم وويل چې «د دې وخت اوس رارسېدونکی دی» او زياته يې کړه چې د راتلونکې اوونۍ په پيل کې يې د اروپا د مرکزي هېوادونو د دفاع وزيران وين ته وربللي دي څو د ګډو تدابيرو او په ترکيه کې د وضعيت په هکله ورسره خبرې وکړي.

د دوسکوزيل څرګندونې په داسې وخت کې کيږي چې د اروپايي ټولنې او ترکيې تر منځ د کډوالو تړون چې په مارچ مياشت کې پلی شوی وو، له ګڼو ستونزو سره مخامخ دی. دا په داسې حال کې ده چې له يونان څخه د راتلونکو کډوالو شمېر يې تر اوسه پورې ټيټ ساتلی دی.

کډوال اوس په يونان کې پناه غواړي

د دغه تړون له مخې ترکيې د سوريايي کډوالو بېرته اخيستل منلي ول. دا هغه کډوال ول چې د پناه غوښتنه يې يا نه وه کړې يا کوم چې د پناه غوښتونکو په توګه رد شوي ول. خو کله چې تړون پلی شو، نو هغو کډوالو چې پخوا يې غوښتل يوازې د شمالي اروپا شتمنو هېوادونو ته ځانونه ورسوي، اوس په يونان کې پناه غوښتنه کړې وه. له دې کبله ترکيې ته د کډوالو د استولو بهير هم ورو شوی دی.

يونان د دوسيو په ارزونو بوخت دی او اروپايي ټولنې په دې ترڅ کې يوازې په سستۍ سره د کډوالو د وېش کوم پلان عملي کړی دی. په تېره بيا د مرکزي او ختيځې اروپا هېوادونه نور نه غواړي چې اضافه پناه غوښتونکي او کډوال ومني.

د ترکيې سياسي کړکېچ

په ترکيه کې وروستيو سياسي تحولاتو هم دغه تړون تر سوال لاندې راوستی دی. دوسکوزيل وويل چې ترکيه «د زورواکۍ په لور روانه ده»، چې د ترکيې ولسمشر ته اشاره ده چې هڅه کوي خپل قدرت زيات او اپوزيسيون په نخښه کړي. له دې کبله د تړون يوه بله برخه هم له ستونزو سره مخامخيږي. د تړون له مخې به د ترکيې اتباع وکولای شي چې پرته له ويزې اروپا ته سفر وکړي.

اروپايي چارواکي اوس په ترکيه کې د دموکراسۍ په ضعيفېدلو سره دغه کار ته د اندېښنې په سترګه ګوري. د ترکيې د بهرنيو چارو وزير، مولود چاوش اوغلو دغه اوونۍ ويلي ول چې هېواد به يې د کډوالو تړون د کال تر پايه پورې لغوه کړي. اوس اتريش د ويشېګراد له ډلې، يعنې پولنډ، هنګري، سلواکيا او چک جمهوريت سره د اروپايي ټولنې د کډوالۍ د سياست پر ضد اتحاد جوړ کړی دی.

د کال په اوايلو کې اتريش د بالقان لارې په تړلو کې لوی لاس درلودلی وو. په اتريش کې د دسمبر په ۴مه نېټه په دغه هېواد کې يو ځل بيا ولسمشريزې ټاکنې تر سره کيږي چې پکې د کډوالۍ ضد او اروپايي ټولنې ته د شک په سترګه کتونکی کانديد، نوربرت هوفر، د کيڼ پلوي نوماند، الکساندر فن دېر بېلن، په وړاندې دريږي. د انتخاباتي منډو ترړو يوه اصلي موضوع هم کډوالي وه.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (24.02.2016):