1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«اتريش ته بېرته لېږل سوي ډېر مهاجر افغانان دي»

آژانسونه۱۳۹۴ دی ۲۲, سه‌شنبه

د راپورونو له مخي آلماني چارواکو اتريش ته د پناه غوښتونکو د بېرته لېږلو پروسه چټکه کړې ده. خو پوليس وايي چي دغه پروسه زیاته اغېزمنه نه ده. د بيرته لېږل سوو مهاجرو ډېری افغانان ښوول سوي.

https://p.dw.com/p/1Hbhq
انځور: picture-alliance/dpa/A. Weigel

د اتريش د فډرالي ايالت «پورته اتريش» د پوليسو وياند ډاويډ فرتنر له فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کي ويلي دي چي له آلمان څخه بېرته اتريش ته د لېږل سوو پناه غوښتونکو په شمېر کي ډېرښت راغلی دی.

هغه وايي چي زیاتره دغه پناه غوښتونکي غواړي چي د آلمان له لاري و سکانډيناوي هيوادونو، لکه ډنمارک او سوېډن ته ولاړ سي. د فرتنر په وينا په دسمبر مياشت کي اتريش ته د بېرته لېږدول سوو پناه غوښتونکو ورځنی شمېر حتی ۲۰۰ ته لوړ سوی وو. دغه وياند وايي چي د ۲۰۱۵م کال په پېل کي لا دغه ورځنی شمېر تقريبا ۶۰ تنه وو.

خو د آلمان د مونشن ښار د فډرالي پوليسو وياندي ويلي دي چي اتريس ته د بېرته لېږدول کېدونکو پناه غوښتونکو شمېره مختلفه وي. هغې ويلي دي چي ځيني وختونه دغه شمېر تر سلو لږ او ځيني وختونه بيا څو سوه وي. دغي وياندي ويلي دي چي آلمان بيرته هغه پناه غوښتونکي اتريش ته لېږي چي د اتريش له لاري آلمان ته راغلي وي خو په آلمان کي د پناه غوښتنه په پام کي نه لري. د هغې په وينا په دې اړه کومه مشخصه لارښوونه موجود نه ده.

«ډېری افغانان دي»

له آلمان څخه اتريش ته د بېرته لېږدول کېدونکو مهاجرو ډېر هغه افغانان دي چي غواړي د آلمان له لاري سوېډن او ډنمارک ته ولاړ سي.

د اتريش د پوليسو وياند ويلي دي چي له آلمان څخه اتريش ته د مهاجر په بېرته لېږد کي په داسي حال کي ډېرښت راغلی دی، چي سوېډن له ډنمارک سره او ډنمارک له آلمان سره پر سرحد کنټرول زيات کړی دی. ويل سوي دي چي له آلمان څخه اتريش ته داسي پناه غوښتونکي هم بېرته لېږدول کيږي چي اعتباري تذکرې او اسناد نه لري.

د اتريش د پوليسو وياند فرتنر وايي چي اتريش ته د مهاجرو دغه لېږد زيات اغېزمن نه دی. د هغه په وينا اتريش ته تر رسېدو وروسته ډېری پناه غوښتونکي بېرته پر نورو لارو آلمان سفر کوي.

د اتريش صدراعظم وېرنر فيمان له «گرونن څايتونگ» سره په مرکه کي ويلي دي چي اوس ويانا غواړي په غبرګون کي له سلوانيا سره پر خپل سرحد کنټرول زيات کړي.