1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اتريش د بالکان مسير پر بندېدو ټينگار کړی

۱۳۹۴ اسفند ۲۶, چهارشنبه

اتريش غواړي چي اروپا ته د مهاجرو پرمخ د بالکان مسير په هر ډول بند وساتي. دغه هیواد له مقدونيا سره د يونان د سرحدونو په ساتلو کي د ملاتړ ژمنه کړې ده. له مقدونيا سره د يونان په سرحد کي په زرونو مهاجر بند پاته دي.

https://p.dw.com/p/1IDqO
انځور: DW/D.Tosidis

د اتريش د دفاع وزير هنس پتر دوسکوزيل، له جرمنۍ ورځپاڼي «دي ولت» سره په خبرو کي ويلي دي: «زموږ وزارت دغه موضوع ارزوي چي آيا موږ کولای سو له مقدونيا سره د تخنيکي وسايلو مرستي وکړي، د بېلگې په توگه د شپې څارني وسايل.»

د اتريش دغه سياستوال ټينگار کړی دئ چي اروپاته د بالکان هيوادونو مسير بايد د مهاجرو پرمخ تړلی پاته وي.

اتريش د مهاجرو په برخه کي تر ډېره وخته د جرمني سياست تعقيباوه، خو وروسته بيا دغه هيواد د بالکان مسير د تړلو پلوي وکړه. اوس د دغه هيواد حکومت د مهاجرو پرمخ د بالکان مسير پر بند پاتېدو ټينگار کوي.

د اتريش د دفاع وزير زياته کړې، مقدونيا د خپلو سرحدونو په ساتلو سره «تر ډېره له ټولي اروپايي اتحاديې» سره مرسته کوي، ځکه نو اروپا بايد هم د دغه هيواد مالي ملاتړ وکړي.

د نورو لارو ساتل

پر دې سربيره د اتريش د دفاع وزير دوسکوزيل، د بلغاريا د ملاتړ خبره هم کړې ده. هغه زياته کړه چي غير قانوني مهاجرتونه به ادامه ولري او مهاجر به اروپا ته پر نورو ځنگلي لارو راسي. هغه زياته کړه: «موږ بايد هغه هيوادونه يوازي پرې نه ږدو چي زموږ له پاره ئې د سرحدونو په ساتلو کي مهمه دنده پرغاړه اخيستې ده.»

اتريش د روان کال په فيبروري مياشت کي دغه هيواد ته د مهاجرو د ورتگ له پاره یوه اندازه وټاکله، چي له مخي ئې په ورځ کي يوازي ۸۰ کسان کولای سي په دغه هيواد کي د پناه غوښتنه وکړي، او ۳۲۰۰ کسان کولای سي چي له دغه هيواده جرمني ته تير سي.

په دې سره نو اتريش د بالکان هیوادونو ته يو ځنځيري غبرگون جوړ کړ. د اتريش تر دغه اعلان وروسته مقدونيا پريکړه وکړه چي له يونان څخه لږ مهاجرو ته د ورتگ اجازه ورکړي او وروسته ئې بيا سرحدونه په بشپړه توگه وتړل.

په يونان کي له مقدونيا سره په سرحد ايدوميني سيمه کي له څو اونيو راهيسي نژدې ۱۲۰۰۰ مهاجر اروپا ته د تگ په تمه شپې او ورځي تيروي.