1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اتريش غواړي د مهاجرو اخراج په سختو مجازاتو سره چټک کړي

۱۳۹۵ اسفند ۱۱, چهارشنبه

مهاجرو ته د «ښه راغلاست کلتور» وختي لا له منځه تللی. د اتريش حکومت غواړي اوس د هغو مهاجرو پر وړاندي دريځ نور هم سخت کړي چي په دغه هيواد کي د پاتېدو چانس نه لري.

https://p.dw.com/p/2YOO7
Slowenisch-österreichische Grenze Flüchtlinge
انځور: Reuters/L. Foeger

اتريش غواړي پر غير قانوني مهاجرو فشار نور هم زيات کړي. د نوو قوانينو د بستې دغه مسوده په څرگند ډول ښيي چي له هغو مهاجرو سره چي رد سوي وي او اخراج ته ځان نه برابروي سخت مجازات په پام کي نيول سوي دي.

په ويانا کي د وزيرانو شورا تر تصويب وروسته د دغه هيواد د دفاع وزير هانس پيتر دوسکوڅيل، وويل: «دا د انساني قاچاقبرانو له پاره يو مهم زگنال دئ.» د قوانينو دغه بسته بايد د دوبي ترمخه د پارلمان له خوا تصويب سي.

هغه مهاجر چي د رد جواب ئې تر لاسه کړی وي او خپل هيواد ته له ستنېدو څخه ځان پېچي له ۵۰۰۰ څخه تر ۱۵۰۰۰ يورو پوري به جريمه يا په اونيو بندي کړل سي. د غير قانوني مهاجرو د بندي کولو موه به له ۱۰ مياشتو څخه ۱۸ ته وغځيږي.

پر دې سربيره به د هوايي ډگر په ترانزيتي سیمه کي يو مرکز جوړ سي، څو هغه کسان چي خپل هواد ته د اخراج په وخت کي اسناد و نه لري هلته وساتل سي.

هغه مهاجر چي د اخراج په اړه مشوره ورکړل سوې او پر دې سربيره له دغه هیواده نه وځي له اساسي خدماتو په بې برخي وي.

د اتريش د کورنيو چارو وزير ولفگنگ زوبوتکا ويلي دي چي د اخراج پروسه بايد په زړه پوري سي: «دغو کسانو ته بايد پيسې ورکړل سي، څو په خپلو هيوادونو کي له سره ځای پر ځای سي.»

په وينا کي د مهاجرو چارو همږغه کوونکي پيتر هکر د مهاجرو قانون له سختېدو څخه خبرداری ورکړی دئ. هغه له «ORF» راډيو سره په خبرو کي ويلي دي چي ډېر خلک به بې کوره سي او په جرمنو به لاس پوري کړي.

 

زموږ له ارشيف څخه نور مطالب: