1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اتريش غواړي ډېر مهاجر بيرته ولېږي

۱۳۹۴ دی ۲۵, جمعه

اتريش د آلمان هغه کارته غبرگون ښوولی چي له سرحدونو ئې ور تيرسوي مهاجر بيرته ور شړي. اتريش ويلي دي چي هغه مهاجر نور هيواد ته نه پرېږدي چي غواړي د آلمان له لاري نورو هيوادونو ته پناه يوسي.

https://p.dw.com/p/1HeEl
انځور: picture-alliance/dpa/P. Kneffel

د اتريش د کورنيو چارو زيري يوهانا ميکل، اعلان کړی دئ، چي د راتلونکي اوونۍ له وروستيو څخه به يوازي هغو مهاجرو ته له خپل هيواد څخه د تيرېدو اجازه ورکړي چي غواړي په آلمان کي د پناه غوښتنليک وړاندي کړي. خو هغه مهاجر چي غواړي يوازي له دې لاري سکانديناوي هيوادونو ته ولاړ سي، بيرته به جنوبي سرحد ته لېږل کيږي.

د آلمان له اړخه نژدې هره ورځ له ۲۰۰ تر ۳۰۰ پوري مهاجر په دې دليل بيرته د اتريش خوا ته لېږل کيږي چي نه غواړي په آلمان کي ځانونه راجستر کړي، بلکي غواړي چي له دې لاري سويډن ته ځانونه ورسوي.

اتريش تر اوسه پوري لا د مهاجرو حداکثر شمېر نه دی ټاکلي چي څومره به وي، خو د کورنيو چارو وزيري ئې ويلي دي: «هغه څوک چي تر حداکثر شمېر واوړي په اصطلاح ترانزيتي ساحې ته به ولېږل سي.» هغې زیاته کړې ده چي دغو کسانو ته به نور هیواد ته د داخلېدو اجازه ور نه کړي، بلکي هلته (سرحد) يا بل ځای به وساتل سي.»

هغې ويلي دي چي يوازي په روان کال کي په دغه هیواد کي د ۱۲۰۰۰۰ مهاجرو د راجستر کېدو اټکل لا د دغه هيواد تر توان وتلی دئ: «ټول په دې پوهيږي چي دا کار امکان نه لري. اتريش د مهاجرو په برخه کي خپل وروستی حد ته رسېدلی دئ.

ناروې او ډنمارک کنترول ته ادامه ورکوي

ناروې اعلان کړی دئ، چي په سرحدونو کي به ئې د اسنادو کنترول د روان کال د فيبرورۍ مياشتي تر نيمايي پوري دوام ومومي. د دغه هیواد د عدليې وزارت ويلي دي، له هغه وخت راهيسي چي دغه هیواد په خپلو سرحدونو کي د پاسپورتونو کنترول پيل کړی دئ د مهاجرو د ورتگ شمېر کم سوی دئ.

ډنمارک هم غواړي چي له آلمان سره په سرحد کي د پاسپورتونو کنترول د روان کال د فيبرورۍ مياشتي تر ۳ نېټې پوري وغځوي. د دغه هيواد پارلمان اوس د پناه غوښتني شرايطو د سختولو قانون پر مسوې باندي کار کوي.