1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ورځې یوازې ۸۰ مهاجر د پناه غوښتنې حق لري»

۱۳۹۴ بهمن ۳۰, جمعه

د مهاجرو د مخنیوي له پاره د اتریش نوی ورځنی اقدام د عمل په ډگر کي پلي شو. د دغه اقدام له مخې هره ورځ تر ۸۰ مهاجرو ته د داخلیدو اجازه ورکوله کیږي. انتقاد کوونکي وایي چې دغه څه د اروپا اتحادیې له قوانیونو سره مغایرت لري.

https://p.dw.com/p/1Hyk1
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kanizaj

د ویانا دغه اقدام نن د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د فبروري ۱۹ مه) سهار وختي هغه وخت د عمل په ډگر کې پلي شو چې په بروکسل کې د اروپا د اتحادیې دوه ورځنۍ سرمشریزه د پای په درشل کې وه. اتریش استدلال کوي چې د مهاجرو د بهیرمحدودول ضروري دي. د دغه هیواد په وینا دا ځکه چې د اروپا د اتحادیې هغه یو پلان چې ترکیې ته د مهاجرو د پالنې له پاره درې میلیارده یورو ورکړل شي او د دغه هیواد له سواحلو څخه د مهاجرو د بهیر مخه ونیوله شي، لا تر اوسه کار نه ورکوي. خو انتقاد کونکي وایي چې دغه اقدام د اروپا د اتحادیې د قوانینو سره په «بشپړه توگه مغایرت» لري.

سربیره پر دې د اروپا د اتحادیې یو بل پلان چې پر سرحدي هیوادونو لکه یونان او ایټالیا د فشارونو د کمولو له پاره، مهاجر د اروپا د اتحادیې پر غړو د سهمیې له مخې وویشل شي، کومه گټه نه ده کړې. ځکه د دغې اتحاديې ختیځ غړي له دې څخه ډه ډه کوي چې دغه پلان ومني.

د «مهاجرو پر لیږدولو» محدودیت

د اتریش د نوو اقداماتو له مخې دغه هیواد به د ورځې یوازې تر ۳۲۰۰ مهاجرو ته اجازه ورکړي چې گاونډیو هیوادونو کې د پناه غوښتنې له پاره د اتریش له خاورې تیر شي. په ټولیزه توگه د ورځې یوازې ۸۰ مهاجرو ته اجازه شته چې په اتریش کې د پناه غوښتنه وکړي او د دې اقدام د پلی کولو له پاره د خپلې جنوبي پولې په اوږدو کې یې ۱۲ پلټنځایونه جوړ کړي دي.

د اتریش د پولیسو ویاند فریتڅس گروندیگ، د جمعې په ورځ د فرانس پرس خبري آژانس ته وویل، کله چې سهمیه پوره شي «نو سرحدونه تړل کیږي.»

وروسته له هغې چې اتریش په ۲۰۱۵ کال کې ۹۰ زره مهاجر ومنل، یوه میاشت مخکې یې اعلان وکړ چې سږکال به دغه هیواد یوازې ۳۷۵۰۰ مهاجرو ته ځای ورکړي. دا د هغې سهمیې څخه چې د اروپا اتحادېې پر خپلو غړو هیوادونو د هر هیواد د نفوس او مالي توان د ظرفیت له مخې ټاکلي ده، ډير لږ دي.

د اروپا د اتحادیې غبرگون

د مهاجرو د مخنیوي له پاره د اتریش دغه نوی اقدام چې د چهار شنبه په ورځ د کورنیو چارو د وزیرې یوهانا میکل -لایتنر، له خوا اعلان شو د اروپا د اتحادیې د یو لړ نیوکو سره مخامخ شوی دی.

د اروپا د اتحادیې د کمیسیون رئیس ژان کلاود یونکر د پنجشنبې په ورځ یوه خبري کنفرانس ته وویل: «د اتریش په اړه باید ووایم چې دا اقدام زما خوښ نه شو. موږ غواړو پوښتنه وکړو چې آیا دا د اروپا د اتحادیې د قانون په چوکاټ کې شوې که نه. موږ به د ملگرتیا په فضا کې په دې هکله بحث وکړو.»

Infografik Balkanroute und die Alternative Routen Englisch

د اتریش د بهرنیو چارو د وزیرې په نامه د اروپا د اتحادیې د کډوالو کمیسار دیمتریس اوراموپولوس، یو لیک استولی دی چې په هغه کې راغلي دي: «دا ډول یوه پالیسي د اروپا د اتحادیې او د نړیوالو قوانینو له مخې د اتریش د مکلفیتونو سره نه جوړیږي.»

د بالکان پر دولتونو د اتریش د صدراعظم غږ

خو د اتریش صدراعظم ورنر فایمن، په ځواب کې وویل چې «په دغه نیول شوي تصمیم کې به بدلون را نه وستل شي» او هغه د بالکان له دولتونو چې د اتریش پر لور د مهاجرو په لاره کې پراته دي غوښتنه وکړه چې عین دا کار وکړي.

فایمن په بروکسل کې خبریالاتو ته وویل: «تیر کال موږ د ایټالیا په پرتله د ۶۰ زرو زیاتو مهاجرو پناه غوښتنې درلودې. موږ په خپل هیواد کې د فرانسې څخه زیات پناه غوښتونکي لرو. که چیرې څوک نقشې ته نظر واچوي، دغه دواړه هیوادونه د اتریش په پرتله زیات ستردي او د اتریش په پرتله زیات نفوس لري.»

تیر کال څه ناڅه ۱،۱ میلیون مهاجر چې له نیمايی څخه زیات یې سوریایان ول، د اروپا سواحلو ته رسیدلي او د اتریش له لارې آلمان او سویډن ته تللي دي. دغو دواړو هیوادونو ډيرو زیاتو مهاجرو ته ځای ورکړی دی.

د جمعې په ورځ په بروکسل کې د اروپا د اتحادیې مشرانو خپلې غونډې ته دوام ورکړ چې د مهاجرو کړکیچ د هغوی د بحث له مهمو موضوعاتو څخه وو.