1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اتلولي د هر ورزشکار هيله ده

۱۳۹۱ مرداد ۲, دوشنبه

په لندن کي د المپيک په لوبو کښي د افغان ورزشکارانو په ډله کي يوه نجلۍ تهمينه کوهستانۍ هم گډون کوي.

https://p.dw.com/p/15db8
انځور: Getty Images

دا به په سل متره منډه کي برخه اخلي. دويچه ويله پښتو ويبپاڼي له دې افغاني سره يوه ځانگړې مرکه کړې ده.

دويچه ويله: فکر کوئ، چي د المپيک په لوبو کښي به بريالۍ سئ؟

کوهستانۍ: بريا د هر ورزشکار ستره هيله ده؛ خو هغه امکانات چي موږ په افغانستان کي لرو له نورو سره ډير توپير لري. په دغه موده کښي چي په اروپا کښي تمرين کوم، ډير څه مي زده کړل. که مو دغه ډول امکانات لرلای کيدای سوای چي د يوه مډال د گټلو ارزو مو هم کړې وای.

دويچه ويله: څو کاله کيږي، چي تمرين کوئ؟

کوهستانۍ: تر اوو کلونو ډير کيږي چي تمرين کوم. شپږ مياشتي دمخه زه په لندن کي د المپيک په لوبو کښي د گډون له پاره معرفي سوم. زه په دغه شپږو مياشتو کي قرنطين وم او هره ورځ مي په کابل کښي د المپيک په کمېټه کښي تمرين کاوه.

دويچه ويله: په افغانستان او اروپا کښي تمرينونه څرنگه سره پرتله کوئ؟

کوهستانۍ: ما په اروپا کښي هم په اجتماعي هم په تخنيکي او هم په تاکتيکي برخه کي توپيرونه ولېدل. دلته موږ کولای سو له لږ وخت څخه ډيره استفاده وکړو. خو په افغانستان کي له يو لړ ستونزو سره مخامخ يم. له کوره څخه تر ستديوم پوري چي څوک رسیږي زر فکره ئې په سرکي ور گرځي. کله کله څوک له داسي چا سره مخامخ سي چي ډير بد ئې در څخه راځي نو هلته دئ چي څوک بیا سم تمرين نه سي کولای.

ما وکولای سوای چي يوازي دغه شپږ مياشتي خپل تمرين په سمه توگه و کړم، ځکه چي د المپيک د امر له خوا ستديوم يوازي زما په اختيار کي راکړل سوی وو. خو پر هغه سربيره به بیا هم ځني خلک راتلل او ناست به ول او بدي خبري به ئې کولې. زه وايم چي په افغانستان کي نسبت و تخنيکي مشکلاتو ته زه تر ډيره له اجتماعي ستونزه سره لاس او گريوان يم.

دويچه ويله: کورنۍ مو څه ډول چلند درسره کوي، کورنی ملاتړ لرئ؟

کوهستانۍ: له نيکه مرغه کورنۍ مي له لومړۍ ورځي راهيسي زما ملاتړ کوي. دا د هغوی تشويق وو، چي زه ئې تر دغه ځای پوري را رسولې يم.

دويچه ويله: که په خپل اړه څه وواياست، چي څو کلنه ياست؟

کوهستانۍ: پلرنی ټاټوبی مي کاپيسا ولايت دئ او زېږېدلې په کابل کښي يم. ۲۲ کاله عمر لرم. له ليکوالۍ سره ډيره مينه لرم.

دويچه ويله: څه ارزو لرئ؟

کوهستانۍ: تر دې مخکي مي ارزو د المپيک په لوبو کښي گډون کول وه. خو اوس غواړم چي په خپل هيواد کي د لوبو فرهنگ ته پراختيا ورکړم. هر څوک بايد د اتلولۍ له پاره نه، بلکي د سلامتۍ له پاره ورزش وکړي. غواړم چي مېرمني د ورزش و خواته تشويق کړم.