اتمر: د عامو خلکو د ساتني په نوم د نوو قطعاتو د جوړولو منظوري مو ترلاسه کړه
۱۳۸۸ فروردین ۳, دوشنبهد افغانستان د کورنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر دعامو خلكو د ساتني په نوم د هغه نوو قطعاتو د جوړولوخبر وركړی چي د ملي د فاع وزارت، د ملي امنيت د لوي رياست او دسيمه ايزوارګانونو سره د سلامشورو څخه وروسته يې د جمهوررييس منظوري ترلاسه كړې ده.
دغه قطعات چي د نورو پوليسو په شان به يونيفورم ولري د عامو خلكو، لويو لارو، ښونځيو، روغتيايي مركزونو او ټول ګټوتاسيساتوساتنه به كوي د كورنيو او بهرنيو استادانو لخوا ورته روزنه وركول كيږي، چي د يوځوان ځواك په توګه به په دايمي توګه د كورنيوچارو په وزارت كي په پوليسي دندو ګمارل كيږي.
دا د امریکا د متحده ايالاتو د هغه پلان سره سرخوري چي ويلي يې وه په افغانستان کي د ثبات راوستلو له پاره بايد د افغان پوليسو شمېر لکهاوو ته پورته سي.
د امريکا ددې وړانديز سره چي د افغان پوليس شمېر دي شاوخوا څلورو لکو تنو ته لوړ سي د جرمني هيواد مخالفت لري. ځکه د هغوی د سياستوالو په خبره داسي يو هيواد لکه افغانستان هغوی بيا نسي کولای چي پوليسو ته هغومره پيسې ورکړي چي هغوی خپلي کورنۍ وساتي.
دغه راز دكورنيوچارو وزارت اعلان كړی، چي دجدي دمياشتي دلومړۍ نيټې څخه د ټولو افسرانو او سربازانو په مياشتنيومعاشونوكي زر افغانۍ او هغه پوځي منسوبان چي په نارامه ولاياتوكي دندي سرته رسوي څلور زره افغانۍ زياتي وركول كيږي.
دكورنيوچارو وزيرمحمدحنيف اتمر د المان ږغ راډيوخبريال ته ويلي چي دمعاشونو د زياتوالي پيسې چي پنځوس ميليونه ډالره ښودل سوي دي د امريكا د متحده ايالاتولخوا ديوكال له پاره وركول كيږي چي وروسته به دكورنۍ بودجې څخه ترلاسه سي.
د افغانستان د کورنيو چارو وزير ويلي دي چي دامهال د عادي پوليسو مياشتنى معاش د اوسني زياتوالي سره شپږ زره افغانۍ او په نارامو ولاياتو كي ددندي د سرته رسولو پرمهال يې د مياشتني معاش اندازه نهه زره افغانيو ته لوړه شوي ده، چي بياهم كافي نه ده.
اتمر دغه راز د يو شمېر پوليسو د شکايتونو څخه هم خبري کړي چي په وينا يې مسولينو جدي څارنه پيل كړې ده او په تيره يوه مياشت کي يې سل تنه پوليس چى ديونيفورم څخه د ناوړه استفادې په لړ کي د جرمونو مرتكب شوي دي نيول سوي دي اوتحقق ورڅخه روان دی.
کابل/ کوټوال
کتونکی: زيارمل