1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اته وژل شوي بهرني سرتيري امريکايان دي

۱۳۹۰ خرداد ۶, جمعه

په داسی حال کی چی د اوني په سر کي په افغانستان کي د نړيوالو ځواکونوعمومي قوماندان، جنرال ديويد پتريوس د يو خونړي دوبي خبرداري ورکړ، پرون په کندهار کي د ياغيانو په بمي چادونو کي اته امريکايي سرتيري ووژل شول

https://p.dw.com/p/11Oxw
جنرال دیوید پتریوس
جنرال دیوید پتریوسانځور: AP

د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزارت اوس د دي خبر پخلي وکړ چي د افغانستان په جنوب کي پرون اته وژل شوي سرتيري امريکان دي، دا په تيرو مياشتوکی يوه تر ټولو سخت مرګ ژوبله ده چي بهرنيو ځواکونو ته اوړول کيږی.

د پنتاګون چي د دفاع وزارت بل نوم دي، وياند، ديف لپن وويل چي دغه اته سرتيري پرون د کندهار ولايت د شورابک په سيمه کي په دو پرله پسي چادونو کي ووژل شول.

کندهار د طالبانو د غورځنګ د زيږيدو ټاټوبي دي او هلته د راتلونکو مياشتو جګړي د بهرنيو ځواکونو لپاره هغه يوه آزموينه ده چي وبه ښيي آیا هغوي هغه سيمي چی له ياغيانو څخه تير کال د سرتيرو له زياتولو سره نيولي دي ساتلي شي که نه.

د سيمي د سرحدي پوليسو قوماندان، تفسير خان خوږياڼي وویل چي دغه چاودني چي دوه افغان پوليس هم په کي وژل شوي دي، هغه وخت پيښي شوي چي د نړيوال ايتلاف او افغان ځواکونه د پاکستان له پولي څخه 20 کيلو متره ليري په ګزمه بوخت ؤ.

خوږ.ياڼي وويل: «کله چي هغوي يو کانتينر ته نژدي شول، کوم چادونکي توکي چي په هغه کي ځاي پر ځاي شوي ؤ، سمدلاسه وچاوديدل.»

د کندهار د سرجدي پوليسو عمومي قوماندان جنرال عبدالرزاق وويل چي له دغه کانتينر څخه طالب ياغيانو د وسلو چي په قاچاقي توګه له پاکستان څخه لیږدوي، د زيرمي په توګه کار اخيست.

د طالبانو يو وياند د دغي حملي چي مخکي له دي د نړيوال امنیتی مرستندوي ځواک ايساف له خوا يي خبر خپور شوي ؤ، مسووليت په غاړه واخيست.

د فرانس پرس د خبري آژانس د هغو معلوماتو له مخي چي د مرګ ژوبلو د يو نړيوال خپلواک ويب سايت په حواله يي راټول کړي دي، د دغو اتو امريکايي سرتيرو وژلو سره د روان ميلادي کال له پيل څخه تراوسه پوري د بهرنيو ځواکونو د مړو شمير 199 ته لوړ شو.

د هغو له جملي څخه 148 يي يواځي د امريکا متحده ايالاتو څخه دي. په ټول تير 2010 کال کي 711 تنه بهرني سرتيري په افغانستان کي ووژل شول.

د اپريل له 27 را په دي خوا کله چي د کابل په يو پوځي تعليمي مرکز کي يو افغان پوځي نهه امريکايان چي په هغو کي اته پوځيان او يو او ملکي قرارداري ؤ، ووژل، په کندهار کي پرون مرګ ژوبلي په خپل ډول کي بي ساري ده.

د پنجشنبه په ورځ د افغانستان په ختيځ غرني سيمو کي د ناتو يوه څرخي الوتکه هم نسکوره شوه چي د رپوټونو له مخي يو بهرني سرتيري په کي ووژل شو.

په افغانستان کي د ناتو تر مشري لاندي آيساف 130 زره سرتيري لري چي کابو 90 زره يي د امريکا متحده ايالاتو څخه دي. د هغوي يو زيات شمير د افغانستان په جنوب او جنوب ختيځ سيمو کي خوندي دي چيرته چي د ياغيانو فعاليتو لمنه پراخه ده.

په داسي حال کي چي نړيوال ځواکونو په تير ژمي کي د ياغيانو پر ضد د عملياتو د دوام څخه خبر ورکړ، طالب اورپکو د اپريل په پاي کي د بدر په نامه د پسرلي د حملو خبرداري ورکړ.

د نړيوالو ځواکونو عمومي قوماندان، جنرال ديويد پتریوس په هغه يو ليک چي د شنبي په ورځ يي خپور کړي د سختو شپو ورځو وړاندوينه وکړه. هغه په خپل ليک کي ويلي دي: «دا احتمال شته دي چي زمونږ دښمنان په راتلونکي دوبي کي په سختو حملو لاس پوري کړي تر څو ښکاره کړي چي ګواکي دوي لا تر اوسه په زور کي پاتي دي.»

جنرال پتريوس زياته کړه: دا په دي وچه چي د تير کال په پرتله نړيوالو ځواکونو په ديرو ﺉيمو کي پرمختګ کړي دي.

په تيرو ورځو کي د ولسمشر حامد کرزي تر مشري لاندي د حکومت د ځواکونو پر ضد د ياغيانو حملي تندي شوي دي چي اکثره يي له ځانمرګي برديونو سره جوختي دي.

فرانس پرس/ عبدالباري حکيم
کتونکي: مسعود جهش