1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اتومي قدرتونه د کميت پر ځای کيفيت غواړي

سيدرياض/ جيپسن هيلا۱۳۹۳ خرداد ۲۶, دوشنبه

ځیني وختونه لږ هم ډیر وي. دغه خبره د اتومي تجهیزاتو په برخه کې صدق کوي. په ستاکهولم کي د سولي څېړنيز انستيتيوت په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي دي چې اتومي قدرتونه د خپلو اتومي وسلو شمیر کموي، خو په کیفیت کې ښه والی راولي.

https://p.dw.com/p/1CJ0F
انځور: picture-alliance/dpa

په ستاکهولم کي د سولي د څېړنيز انستيتيوت «سیپري» په یوه تازه رپوټ کې راغلي دي چې د امریکا متحده ایالاتو او روسیې تر منځ د تړون له مخې په نړیواله کچه اتومې وسلې وار په وار کمیږي.

له دې سره سره چې دواړه هیوادونه د اتومي وسلو خاوندان دي د تړون له مخې د خپلو اتومي سرگولولو شمیر راکم کړی دی، خو دا د اتومي وسلو د کمولو له پاره کوم الزامي ثبوت کیدای نه شي.

د سیپري د رپوټ یو تن مخکښ لیکوال شانون کیلي وایي: «ډیري سرگلولې چې شمیر یې راکمیږي او یا هم له منځه وړل کیږي، په حقیت کې ډیري زړې دي او یا یې موده پای ته رسیدلې ده. دا د سړې جگړې میراث دی.»

نیمگړي هیلي

د دې وړاندويني په اړه چې د امریکا متحده ایالاتو او روسیې تر منځ دې «د اتومي وسلو د راکمولو ستراتيژیک تړون» چې له ۲۰۱۱م کال راهیسې اجرا شوی دی، پيل دي نړۍ له اتومي وسلو څخه په یوه پاکه سیمه بدله کي، تر حد زیات واقعبینانه وو.

د آلمان په فرانکفورت ښار کې د سولي له څېړنیز انستیتوت څخه د اتومي بې وسلو کیدو د چارو کاروپوهه انیته شاپر، وایي چې «دغه څه ډیر نهیلي کوونکي دي.»

هغه زیاتوي دا ځکه چې د امریکا متحده ایالاتو او روسیې تر منځ اړیکي ستونزمنې دي. نوموړي کارپوهه زیاتوي: «روسیه باید نوره هم شامله کړل شوی وای او د ناټو او روسیې په شورا کې باید د اوس په پرتله ډیره جدي گڼل شوی وای.»

نوموړې کارپوهه له دې کبله هم نهیلي ده چې لا تر اوسه په آلمان کې اتومي وسلي ځای پر ځای دي. شاپر زیاتوي چې په اصل کې دغه اتومي وسلې تر مخه لا بايد لیرې کړل شوی وای، خو په وینا یې ناټو په اوس وخت کې دې ته چمتو نه ده.

د اتومي وسلو ستر او کوچني قدرتونه

روسیه او امریکا متحده ایالات په نړيواله کچه تر ټولو زیات يعني نزدې ۹۰ سلنه اتومي وسلې له دوی سره دي. خو په دغه رپوټ کې راغلي دي چې د اتومي وسلو لرونکي کوچني قدرتونو هم داسې بریښي چې د اتومي وسلو عصري کولو یا مودرنه کولو دود ته دې مخه کړې وي. شانون کیلي وایي چې فرانسې او بریتانيا لا تر مخه خپلې اتومې وسلې عصري کړي دي او یا د عصري کولو په درشل کې دي.

د شانون کیلي په وینا داسې ښکاري چې چین دې د اتومي وسلو د عصري کولو له پاره یو اوږدمهاله پلان ولري، خو زیات تمرکز یې د کمیت پر ځای د کیفیت ښه کولو ته دی.

هند او پاکستان هم خپلې اتومې وسلې عصري کوي

کیلي شانون، دوو کوچنیو اتومي قدرتونو هم په انديښنه کې اچولی دی. هغه وایي: «هند او پاکستان هم د خپلو اتومي وسلو د زیرمو اندازه او کیفت پراخوي.»

شمالي کوریا

د سیپري په رپوټ کې راغلي دي چې منزوي شوی هیواد شمالي کوریا هم د خپلو اتومي وسلو په کیفیت کې ښه والی راوستی دی.

د اسرائیلو پټې اتومې وسلې

شانون کیلي په دې آند دی چې اسرائیل هم اتومي وسلي لري. هغه زیاتوي، که څه هم دغه هیواد هیڅکله په رسمي توگه دا خبره منلې نه ده چې اتومي وسلي لري خو د کیلي په وینا دا یو «پرانیستی راز» دی.

د شانون کیلي د وینا له مخې په وروستیو کلونو کې د امریکا متحده ایالاتو او روسیې تر منځ د اتومي بې وسلې کیدو د تړون له مخې ډیري اتومي وسلې له منځه وړل شوي دي. د سيپري د رپوټ له مخې کله چې سړه جگړه خپل عوج ته رسیدلې وه نو دواړو خواوو شاوخوا ۶۰۰۰۰ اتومي سرگولولې درلودې. خو نن ورځ دغه شمیر ۱۶۰۰۰ ته راکښته شوی دی. خو شانون زیاتوي چې دا ښکاره خبره ده چې ۱۶۰۰۰ اتومي وسلې هم یو فوق العاده لوړ شمیر دی.