1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

احتجاج کوونکو د اسراییلو پر سفارت برید کړی

۱۳۹۰ شهریور ۱۹, شنبه

د مصر په پلازمېنه قاهره کي د اسرائيل د سفارت مخي ته احتجاجونه په تاوتريخوالي اؤښتي دي. د دغه سفارت مخي ته اوس مصري امنيتي ځواکونو ټانکونه ځای پر ځای کړي دي تر څو د نور تاوتريخوالي مخه ونيسي

https://p.dw.com/p/12WXc
احتجاج کونکو د اسراییلو پر سفارت برید کړي
احتجاج کونکو د اسراییلو پر سفارت برید کړيانځور: dapd)

په مصر کي د اسرائيل سفير، د هغه کورنۍ او همکارانو مصر پرې ايښی او ځانونه يې اسرائیل ته رسولي دي.

د جمعې په ورځ مصري احتجاج کوؤنکي پدې توانېدلي ول چي د اسرائيل سفارت ته ورننوځي او د سفارت ودانۍ ته زيان ورسوي.

Ausschreitungen in Ägypten Flash-Galerie
انځور: AP

پدې ترځ کي احتجاج کوونکو د اسرائيل د سفارت څخه د اسرائيل بيرغ ليری کړی ؤ او هلته يې د مصر ملي بيرغ رپولی ؤ.

د دې تر څنگ د پوليسو يو شمېر موټرو ته هم اور ورواچول سو او د پوليسو او احتجاج کوؤنکو تر منځ په اخ و ډب کي څلور نيم سوه انسانان ژوبل سول. احتجاج کوونکي دا غوښتنه هم کوي چي د مصر او اسرائیل تر منځ دي د سولي هغه تړون منحل کړل سي چي په 1979 مېلادي کال لاسليک سوی ؤ.

Ägypten Protest am Tahrir Platz in Kairo NO FLASH
انځور: dapd

د روان مېلادي کال په اگست کي اسرائيلي پوځ د وسله والو په تعاقب کي د مصر پنځه پوله ساتونکي چارواکي وژلي ول چي له امله يې مصريانو په احتجاجونه لاس پوري کړی دی. اسرائيل له وړاندي لا د مصري عسکرو د وژل کېدو له امله بخښنه غوښتې وه.

د امريکا د متحده ايالتونو ولس مشر، باراک اوباما، ويلي دي چي په قاهره کي د اسرائيلي سفارت موضوع اندېښمن کړی دی. سپيني ماڼې ويلي دي چي پدې ترځ کي اوباما د اسرائيل د لومړي وزيرؤ، بنيامين نتنياهو، سره ټليفوني خبري کړي دي.

Ägypten Protest am Tahrir Platz in Kairo NO FLASH
انځور: dapd

زياته سوې چي اوباما نتنياهو ته ډاډ ورکړی دی چي امريکا به د وضعې د قرارولو لپاره خپلي پوره هڅې وکړي. اوباما د مصر پر حکومت ږغ کړی دی چي د اسرائیلي سفارت امنيت تامين کړي.

آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: مسعود جهش