1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

احتجاج کوونکو په تهران کي د سعودي سفارت ته اور واچاوه

آژانسونه۱۳۹۴ دی ۱۳, یکشنبه

په ايران کي هغه وخت احتجاجونه رامنځ ته سول کله چي په سعودي کي د شعيه عالم د اعدام خبر خپور سو. په غوسه احتجاج کوونکي په تهران کي د سعودي په سفارت ننوتل.

https://p.dw.com/p/1HXJm
انځور: picture alliance/dpa/M.-R. Nadimi

په تهران کي د سعودي عربستان د سفارت يوه برخه وسوځل سوه. احتجاج کوونکي د سعودي له خوا د سعودي شعيه عالم نمر باقر النمر اعدامېدو په غوسه کړي ول. د نوموړي عالم او د ۴۶ نورو کسانو د اعدام د پلي کېدو او د هغوی د مرګ اعلان د شنبې په ورځ (د جنورۍ ۳مه نېټه) وسو. د تهران په غوسه احتجاج کوونکو د شنبې په ماښام په تهران کي د سعودي عربستان پر سفارت بريد وکړ.

دغو احتجاج کوونکو و سفارت ته ډبري او سوځېدونکي توکي وغورځول او وروسته په سفارت ننوتل. هغوی د سفارت بعضو برخو ته اور واچاوه تر څو د ايسنا خبري آژانس د خبر له مخي پوليسو هغوی بېرته د سفارت له ودانۍ څخه وايستل.

په عين حال کي د سعودي او ايران تر منځ لهجه هم تونده سوې ده. د سعودي د خبري آژانس د خبر له مخي د سعودي عربستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند ويلي چي ايران په «بې شرمۍ سره» د «ترهګرۍ» ملاتړ کوي او د سيمي ثبات او ټیکاو د ګواښ سره مخامخ کوي. دغه وياند زياته کړې چي ايران «چي په خپله د ترهګرۍ ملاتړ کوي او څو واري د ملګرو ملتونو او ګڼ شمېر هيوادونو له خوا ورباندي تنقيد سوی دی»، پر نورو هيوادونو د ترهګرۍ تور بايد ونه لګوي.

د نور تاوتريخوالي اندېښنې سته

د دې څخه تر مخه د سعودي عربستان د کورنيو چارو وزارت د ايران چلن «پاروونکی» بللی ؤ. د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزارت د ايران سفير هم وربللی ؤ.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت و سعودي عربستان ته ګواښ کړی ؤ چي د النمر اعدام به ورته «په لوړه بيه» تمام سي. د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياند ويلي ول: «د سعودي عربستان حکومت له يو اړخه د توندلارو او ترهګرو غورځنګونو ملاتړ کوي او له بل اړخه په خپل هيواد کي دننه د اعدام سزا د کورنيو مخالفينو پر ضد د وسيلې په توګه په کار اچوي.» د ايران د بسيج ملېشې هم د يکشنبې په ورځ په تهران کي د سعودي عربستان د سفارت مخ ته و نوو اجتجاجونو ته بلنه ورکړې ده.

اعدام کړل سوی ۵۶ کلن شعيه عالم نمر باقر النمر د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ سخت مخالف ؤ. نوموړي په ۲۰۱۱ کال د عربي تحول پر وخت په سعودي کي د حکومت پر ضد د احتجاجونو مشري کوله. هغه سعودي حکومت ته ګواښ کړی ؤ چي که شعيه مذهبو ته سم حقونه ورنه کړي نو به د سعودي هغه شرقي سيمي چی پکښي د شعيه مذهبو اکثريت دی، له سعودي څخه بيلي کړي. د سعودي د القطيف او الاحسا په سيمو کي تقريبا ۲ ميليونه شعيه مذهبه انسانان اوسيږي. النمر د ۲۰۱۲ کال په جولای مياشت کي لا د سعودي امنيتي چارواکو له خوا د اجتجاجونو پر جريان کي نيول سوی ؤ.

د ۲۰۱۴ کال په اکتوبر کي د سعودي يوې ځانګړې محکمې پر النمر د بغاوت، ولس پارونې، نه اطاعت او وسله ساتني په تور د اعدام سزا اورولې وه. د ۲۰۱۵ کال په اکتوبر مياشت کي د سعودي عربستان سترې محکمې د اعدام دغه سزا تائيد کړې وه.