1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

احتجاج کوونکي برلین ته ورسیدل

۱۳۹۱ مهر ۱۵, شنبه

د نړۍ د بیلابیلو هيوادونو پناه غوښتونکو او د هغوی پلويانو په المان کې شپږ سوه کلومتره اوږد احتجاجي مارش پای ته ورساوه. مارش کوونکي برلین ته رسيدلي دي چي د مرکزي شورا ودانۍ په مخ کې مظاهره وکړي.

https://p.dw.com/p/16Lg1
انځور: Brian Leli

مارچ کوونکي تقريبا يوه مياشت پر لاره ول. دوی څه باندې شپږ سوه کلومتره مزل په پښو وواهه چې پلازمینې برلين ته ورسيږي. دغه مارچ د المان په ويورڅبورگ کې د شلو کسانو په گډون پېل سوی وو. خو وروسته ورسره په پوست دام او نورو سيمو کې نور کسان هم ملگري شول او په دې توگه د مارچ کوونکو شمیر تر دوو سوو پورې ورسید.

خو په برلين کې د هغوی مخې ته د نه ښه راغلاست په توگه د المان د ښي اړخي گوند «این پي دي» څو تنه غړي راوتلي ول. دغو ښي اړخو په لاود سپيکرانو کې د کډوالو ضد ويناوي کولې خو د کډوالو په ملاتړ د راوتلو کسانو غږونه د ښي اړخو تر غږونو زيات او لوړ ول. پوليس هم سیمې ته راغلي ول چې د تاوتریخوالي مخه ونیسي.

د پناه غوښتونکو له مارچ څخه یو ملاتړ کوونکی وايي: «زه نن دلته راغلی يم چې د پناه غوښتونو د غوښتنو ملاتړ وکړم. دوی خو څه قربانيان نه دي چې نظر بنده کړل سي. دوی غواړي چي غږ ئې واوریدل شي او زه د دوی ملاتړ کوم.»

د پناه غوښتونکو دغه احتجاجي مارچ د برلين په اورانين ډگر کې پای ته ورسد چيرې چې دوی د خیمو يو احتجاجي کېمپ هم جوړ کړی دئ. يوه ایراني پناه غوښتونکي عاطف سلطاني وایي: «ټول وايي چې موږ په خالي لاسونو برلين ته راغلي يو. خو موږ به خالي لاس بیرته نه ځو. موږ به تر هغه وخته دلته پاته شو ترڅو چې زموږ غوښتنې منل شوې نه وي.»

سلطاني وايي چي د احمدي نژاد پر ضد ئې په احتجاجونو کې برخه اخيستې وه چې په دې تور هغه د ایران د حکومت له خوا ونيول شو او بيا د ايراني پوليسو له خوا سخت وربړول شو. د نوموړي په وينا له همدې کبله ئې المان ته پناه راوړه خو د مهاجرو په کمپ کې واچول سو او د کمپ د ښار څخه د وتلو اجازه هم نه لري. دی وايي چې مجبوره دئ چې له نورو پناه غوښتونکو سره په شریکه یوې خونې کې ژوند وکړي او ورته د کار اجازه هم نه ورکول کيږي. دې د دغو قوانینو د بدلیدو غوښتنه کوي.

په احتجاجي مارچ کې د ونډه اخيستونکو کسانو په ډله کې داسې وگړي هم شامل دي چې له تيرو لسو کالونو راهيسې ئې د کډوالۍ او پناه غوښتنې دوسيه نه ده فيصله سوې. اټکل کيږي چې په برلين کې به د پناه غوښتونکو له احتجاج سره نور کسان هم مل شي او پلان سوې د ه چې د اکتوبر په ديارلسمه به د المان د مرکزي شورا یا بوندستگ د ودانۍ مخې ته هم احتجاج وشي.

احمد ولي اڅکزی (دویچه ویله)
کتونکی: مسعود جهش