1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

احتمال کيږي په ۱۲ ولاياتو کي رايه شميرنه له سره وسي

۱۳۸۹ بهمن ۱۲, سه‌شنبه

د ټاکنيزو شکايتونو ځانګړې محکمه وايي په قوي احتمال به په يو شمير ولايتونو کي د شميرل سوو رايو صندوقونه وپلټي او له سره به دغه رايي وشميري.

https://p.dw.com/p/QxBr
اوسي داسي ښکاري چي د يو شمير رايو د بيا شميرلو شونتيا د رامنځ ته کيدو په حال کي ده.
اوسي داسي ښکاري چي د يو شمير رايو د بيا شميرلو شونتيا د رامنځ ته کيدو په حال کي ده.انځور: AP

دغه ګام د رايو شميرلو په مخکني پړاو کي د پراخو درغليو د شتون په اړه پورته کيږي.

د دغي محکمي مشر صديق الله حقيق وايي که چيري د انتخاباتو پر بهير دوی ته رسيدلي شکايتونه ددې لامل وګرځي، چي دوی د يو شمير سيمو رايي بيا وشميري نو دوی به په دې اړه پريکړه وکړي.

حقيق وايي چي د کابل، ننګرهار، کندهار، هرات، بلخ ، بغلان فارياب زابل هلمند، سمنګان او بدخشان ولايت د استيناف د محکمو چارواکو ته دنده سپارل سوې چي په خپلو ولايتونو کي د دغسي يوې پروسي د بيا پيلولو په باب ممکنه لاري چاري ولټوي.

اوسي داسي ښکاري چي په يادو سوو دولسو ولايتونو کي په قوي احتمال د يو شمير رايو د بيا شميرلو شونتيا د رامنځ ته کيدو په حال کي ده.

« د دغو دولسو ولايتونو د استيناف محکمو له ريسانو سره مو د هغه طرز العمل په اړه، چي څرنګه د معترضو کانديدانو دوسيو ته رسيدګي وسي دغه پروسه مو په تير مجلس کي خلاصه کړې ده».

که څه هم پارلمان ته بريالي کانديدان، نه ځانګړې محکمه قانوني بولي او نه يي پريکړي خو د دغي محکمې مشر حقيق ټينګار کوي چي د ولسمشر د دستور سره سم او د قانو په رڼا کي به د پارلمان په دننه کي له هغو نوماندانو سره قانوني چلند وکړي، چي د درغليو له تورونو سره مخ دي.

حقيق وايي چي په تيرو څو ورځو کو يې درې بريالي وکيلان د تحقيقاتو لپاره ورغوښتي خو هغوی د محکمي غوښتني بابيزه بللې ده.

« په دغو ولايتونو کي چي څنګه زموږ سره دوسيې موجودي دي، او په دوسيو کي د معترضو کانديدانو ادعاګاني موجودي ددي، ښايي ځيني ادعا ګاني داسي وي چي موږ غواړو په يو شمير سيمو کي بيا رايه شميرنه تر سره سي، محکمه به دغه غوښتنه ومني».

د ټاکنيزو شکايتونو په اړه جوړه سوي ځانګړي محکمه په داسي حال کي د ملک په يو شمير ولايتونو کي د احتمالي بيا ځلي راي شميرني خبره کوي چي د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون دوې ورځي دمخه خپلي چاري په رسمي توګه پای ته رسيدلي اعلام کړې.

دغه کمېسيون همدا راز خبرداری ورکړی چي که چيري وروسته له دي د انتخاباتو په اړه کومه لانجه رامنځ ته کيږي دا به د جمهوري رياست اوپارلمان تر منځ خپل منځي لانجې وي او هوارول يې هم د هغوی کار بولي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل