1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

احمدي نژاد بيا اسراييلو ته گواښنه وکړه

۱۳۸۶ خرداد ۱۴, دوشنبه

د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد يو ځل بيا د اسراييلو د دولت خپلواکۍ ته گواښ کړی دی. هغه زياته کړه چې اسراييل به فلسطنيانو او د لبنان ملت ته اول سر ټيټ کړي او بيا به د منځه يوړل شي.

https://p.dw.com/p/DKED
احمدي نژاد د ايران د انقلاب د مشر ايت الله خميني د اتلسم تلين په مناسبت دغه څرگندونې وکړې
احمدي نژاد د ايران د انقلاب د مشر ايت الله خميني د اتلسم تلين په مناسبت دغه څرگندونې وکړېانځور: AP
دغه څرگندونې ښاغلي احمدي نژاد د ايران د انقلاب د مشر ايت الله خميني د اتلسم تلين په مناسبت وکړې، خو د جزياتو له ورکړې څخه يې ډډه وکړه. د ايران حکومت همدارنگه پر آلمان باندې غږ کړی دی چې د يو نوي ډول اورگاډي د جوړولو پروژه دې د سياست موضوع ونه گرځوي. د آلمان لومړۍ وزيرې انگلا مېرکل په دغه پروژه کې د آلمان گډون رد کړی و ځکه چې احمدي نژاد د اسراييلو په وړاندې لفظي شخړه راولاړه کړې ده.