1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

احمدي نژاد په ټاکنو کي ځان نه سي کانديدولای

۱۳۹۶ اردیبهشت ۱, جمعه

د ايران پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد نه سي کولای چي په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کی ځان کانديد کړي. پر نوموړي دغه بنديز د «شورا نګهبان قانون اساسي» له خوا لګول سوی دی.

https://p.dw.com/p/2bety
Iran | Mahmoud Ahmadinejad
انځور: picture-alliance/AP Photo/E. Noroozi

نه يوازي د پخواني ايراني ولسمشر محمود احمدي نژاد ته اجازه نه ده ورکول سوې چي ځان ولسمشرۍ ته کانديد کړي، بلکه هغه ته د نژدې سياستوال حميد بقايي کانديداتوري هم نه ده منل سوې. دا پرېکړه د ايران د اساسي قانون ساتونکي «شورای نګهبان قانون اساسي» د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د اپريل ۲۱مه) وکړه.

په دې توګه په راتلونکې مياشت کې تر سره کېدونکو ولسمشريزه ټاکنو ته یوازې شپږ کانديدان منل سوي دي چي پکښي برحال ولسمشر حسن روحاني هم شامل دی.

ابراهيم رئيسي چي د سخت دريځو مخکښ کانديد بلل کيږي، يو له هغو کانديدانو څخه دی چي د ايران د يادي شورا له خوا يې کانديداتوري تائيد سوې ده. نوموړی کانديد د ولسمشر حسن روحاني تر ټولو مهم مخالف کانديد بلل کيږي.

دا چي سخت دريځه سياستوال محمود احمدي نژاد، ته د ولسمشرۍ له پاره د بيا ځان کانديد کولو اجازه نه ده ورکول سوې، اعلان یې د ايران په دولتي تلويزيون کي وسو. احمدي نژاد د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۳ کالونو تر منځ د ايران ولسمشر وو.

محمود احمدي نژاد په ايران کي يو شخړيز سياستوال پاته دی. نوموړي تېره اوونۍ هغه وخت زيات ايرانيان هېښ کړل کله چي يې ځان د ولسمشرۍ له پاره کانديداتورۍ ته ونوماوه. دا د هغه باوجوده چي د ايران روحاني مشر خامنيي، احمدي نژاد ته ويلي ول چي ځان دي ولسمشرۍ ته نه کانديدوي. دا چي نوموړي بيا هم ځان کانديداتورۍ ته نوماند کړ، دا د خامنيي د امر څخه لويه سرغړونه تعبيريږي.

کتونکي وايي چي احمدي نژاد صرف په دې خاطر ځان د ولسمشرۍ د کانديدانو په ليسټ کي داخل کړی وو، چي غوښتل يې ياده شورا تر فشار لاندي راولي تر څو د احمدي نژاد ته نژدې د حميد بقايي کانديداتوري تائيد کړي. خو بقايي د راپورونو پر اساس د اختلاس د تورونو له کبله د کانديد په توګه نه دی منل سوی.

په زرهاو غوښتنليکونه

په ټوليزه توګه تر ۱۶۰۰ څخه زياتو کسانو غوښتنليکونه لېږلي ول چي د ايران د ولسمشرۍ په ټاکنو کي ورته د کانديداتورۍ اجازه ورکول سي. خو د شورا نگهبان له خوا د راتلونکې می مياشتي په ۱۹ مه د تر سره کېدونکو ټاکنو له پاره صرف ۶ کانديدان منل سوي دي.

د ايران د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چي د يکشنبې په ورځ به د منل سویو کانديدانو د نومونو ليسټ په رسمي توګه اعلان کړي. خو د ايران دولتي تلويزيون تر مخه لا د تائيد سویو کانديدانو نومان خپاره کړي دي. په دې ترڅ کي د تهران سخت دريځ ښاروال محمد محمدباقر قالیباف، معتدل سياستوال او د ولسمشر معين اسحاق جهانګيري، د کلتور پخوانی سخت دريځ وزير مصطفی مير سليم او مصطفی هاشمي طبا د کانديدانو په توګه تائيد سوي دي.

برحال ولسمشر او په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کي بيا کانديد حسن روحاني په ۲۰۱۳ کال د ولسمشرۍ ټاکنې ګټلي وې. د هغه راهيسي نوموړی په خپل سياست کي ستايل سوی. په زياته بيا د ايران او د لوېديځ تر منځ د ايران د اټومي پروګرام په تړاو تړون د هغه محبوبيت په ايران کي زيات کړی دی، ولي چي د ياد تړون له کبله پر ايران اوږد مهاله بنديزونه ليري کړل سول.

په ايران کي د موجوده ستونزو څخه يوه لويه ستونزه د بې روزګارۍ ده. په دغه هيواد کي تقريبا ۱۲ سلنه انسانان بې روزګاره دي او ګڼ شمېر انسانانو لا تر اوسه لا ايران څخه د اقتصادي بنديزونو د ليري کېدلو مثبت اغېز نه دی احساس کړی.