1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

احمدی نژاد خپله نوې کابينه وړاندې کړه

۱۳۸۸ مرداد ۲۸, چهارشنبه

له انقلاب نه په راوروسته ديرشو کلونو کې د لومړی ځل لپاره دری ميرمنې په کابينه کې شاملې شوې. که د احمدی نژاد په خبرو باور وکړو، د نوې کابينې په جوړولو د ده هوډ په ايران کې د نوی باب پرانيستل دی.

https://p.dw.com/p/JEDj
احمدی نژاد او د هغه مېرمن
احمدی نژاد او د هغه مېرمن

احمدی نژاد غواړی چې په ايران کې له اسلامی انقلاب نه وروسته چې ديرش کاله ورڅخه تيريږی، د لومړی ځل لپاره په کابينه کې درې ښځې له ځانه سره ولری. مرضيه وحيد دستجردی چې 50 کلنه ده، د احمدی نژاد د کابينې په فهرست کې د روغتيا د وزيرې په توګه نومول شويده. دوهمه ميرمن فاطمه آجرلو نوميږی، د پارلمان دغه 43 کلنه غړی د ټولنيزو چارو د وزيرې په توګه وړاندې شوې اودريمه ميرمن، سوزان کشاورز ده چې د پوهنې د وزيرې په توګه وړاندې شويده.

ويل کيږی چې فاطمې آجرلو د ايران د قضا د کارکوونکی عباس پاليزدار په مخکينې قضيې کې لاس درلود. دا خبره يونيم کال وړاندې د روحانيونو او سياستوالو په منځ کې د اداری فساد په اړوند يوې څيړنې ښودلی وو. دا چې د پاليزدار لخوا شميرل شوی زياتره کسان د احمدی نژاد پر ضد وو، او معلومات د نورو ترڅنګ تر فاطمې آجرلو پورې هم رسيږی، نو د دې امکان شته چې د پارلمان ډير غړي وَرته عمل وکړی او دې ته به مثبتې رأيې ورنه کړی. په هر حال احمدی نژاد د خپلې کابينې د نوماندانو لومړی فهرست چې په هغه کې درې ميرمنې هم شاملې دی وړاندې کړ. خو د ايران خلک د احمدی نژاد دغو ننداريزو کارونو ته د شک په سترګه ګوری.

«زه فکر نه کوم چې د احمدی نژاد په کابينه کې د ښځينه وزيرې شته والی، په حکومت او دولت کې د ښځو د ريښتينې استازې په توګه وی چې وکړای شی د ننيو ښځو غوښتنو ته ځواب ورکړی، هغو غوښتنو ته چې زما په عقيده تر هغه څه چې دولت يې پوره کړای شی ډيرې زياتې دی.»

خو د کابينې نورپُستونه:

سيد جليلی د بهرنيو چارو وزارت پُست ته نومول شوی دی. دی يو له اصول پلويانو څخه دی او د احمدی نژاد د اعتبار وړ سړی دی. دﺉ په 2007 کال کې د ايران د ولسمشر لخوا د ايران د اټومی موضوګانو لپاره د هيأت د ريس په توګه ګومارل شوی وو. تر ده مخکې په دغه مقام علی لريجانی دنده درلوده چې اوس د پارلمان رياست يا د اسلامی شورا د مجلس رياست په غاړه لری. د کتونکو ځينی په دې عقيده دی چې: په کابينه کې د داسې کسانو ننوتل لکه د جليلی د بهرنيو چارو په وزارت کې کولای شی د ايران نوی بهرنی سياست وی یعنی تر پخوا لا سخت او د اټومی لانجمنو پروګرامونو پلوی.

له هغه ځايه چې د احمدی نژاد لخوا وړاندی شوی وزيران بايد د پارلمان رأيې ترلاسه کړی، د سختو جر او بحثونو څار کيږی. ځکه لا تر اوسه هيڅ څرګنده نه ده چې د ولسمشر وړاندی شوی وزيران به د اعتماد رأيې ترلاسه کړی او که نه. د اسلامی شورا د مجلس وياند هم نيوکه کړې چې د نويو وزيرانو په ټاکنه کې له مجلس سره سلا مشوره نه ده شوې. خو هغه پوښتنه چې منځته راځی داده چې آيا د اد مجلس غوښتنه ده او که نه؟

دا چې د پارلمان مقاومت اومخالفت څومره دی څلور کاله وړاندې څرګنده شوې وه. هغه وخت ولسمشر مجبور شو چې د نفتو د وزارت لپاره څلور ځلې خپلې ټاکنې ته بدلون ورکړی. او په پای کې يی په څلورم ځل د اعتماد رأيه ترلاسه کړه.

سهيلا حضرت نظمی
کتونکی: يحيی وردک