1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اخوان المسلمين مصر ته ديموکراسي راوستلای سي؟

سيد رياض (ماتيياس)۱۳۹۲ اردیبهشت ۲۶, پنجشنبه

په مصر کې بله هیڅ سیاسي ډله د اخوان المسلمين په اندازه د هيواد پر سياسي بهير باندي اغېزه نه لري. دغه گوند خپل ځان ديموکرات ښيي. خو د هغه پخواني غړي بيا د غير ديموکرات جوړښت خبره کوي.

https://p.dw.com/p/18ZWL
rFILE - In this Sunday Jan. 6, 2013 file image released by the Egyptian Presidency, President Mohammed Morsi, center, meets with his cabinet including 10 new ministers after their swearing in at the presidential palace in Cairo, Egypt. As Egypt begins the latest round of talks with the International Monetary Fund for a $4.8 billion loan, the government says it will boost international confidence in its economy. However, critics question whether the president’s Muslim Brotherhood group has the ability to carry out unpopular austerity measures ahead of crucial parliamentary elections that will take place in the coming months. (Foto:Egyptian Presidency, File/AP/dapd)
Ägypten Mursi Kabinett Muslimbrüderانځور: dapd

اسامه دورا، د اخوان المسلمین یو پخوانی غړی وو هغه په ۲۰۱۱مېلادي کال کې له دغه ګوند څخه ووت. د لېسې په دوره کي د هغه يو دوست درلود چي ده ته يې د دغه گوند تعريف کاوه. هغه وخت د دغه گوند فعاليتونه ممنوع وه او پټ يې کارونه ترسره کول.

اخوان المسلمين په دې دليل چي د حسني مبارک د واکمنۍ پرمها له سختو ستونزو سره مخامخ وو وتوانېد چي ډېر ژر ډير خلک پرځان باندي راټول کړي. اخوان المسلمين د يوه داسي گوند تبليغ کاوه چي په اصطلاح خدای ته ډېر نژدې دی او «رښتنی» اسلام په ټولنه کي تطبېقول غواړي. خو اسامه دورا ډیر ژر د اخوان المسلمین د تشکیلاتي جوړښت د څرنګوالي سره ستونزه پیدا کړه.

اسامه دورا لس کاله د اخوان المسلمين د گوند گړی وو
اسامه دورا لس کاله د اخوان المسلمين د گوند گړی ووانځور: DW/M. Sailer

هغه وايي: «خبره داسي ځای ته رسېدلې وه چي يو تعداد د لاسونو ښکلولو ته رسېدلي ول. ما دغه څه جدي نه نیول. ځکه نو د کار کولو پرمهال هغوی پر ماباندي ډير اعتبار نه درلود. هغوی نه غواړی داسي يو سړی په خپل گوند کي ولري، چي آزاد فکر ولري. بايد د لارښوونو تابع وي.»

په همدې دلیل په دغه گوند کې د اسامه پرمختګ ډير ورو وو. د اسامه د وینا له مخې هغه کسانو به ډیر ژر لوړو مقامونو ته رسېدل چې غوره دسپلین به يې لرل او یا به ئې لوړ عايدات درلودل. د هغه په وینا عاید مهم وو، ځکه چې هر غړي باید د خپل میاشتني عاید ۷ سلنه دغه گوند ته ورکړې وای.

یاسر محرز، چې د اخوان المسلمین د دریو ویندویانو څخه یو دی، په دغه سازمان کې د نظم پر مسئلې باندي ټینګار کوي، خو په «رنډو سترګو» له سازمان څخه د متابعت تور ردوي:

«دا هغه انځور دی چې زموږ رقبان او اپوزیسیون یې مطبوعاتو او له هيواد څخه دباندي زموږ په اړه ورکوي. خو داي واقعي انځور نه دی. موږ آزاد يو، خپلواک فکر لرو او مبتکر يو. خو دسپلين ډير مهم دي.»

محرز یو قدم وړاندي ځي او اخوان المسلمین د ديموکرات سازمان په توګه یادوي. د هغه په وینا په دغه سازمان کې د کوچني سازماني واحد څخه نیولې د غړو د استازو او گوند د رهبرۍ تر شورا پوري د دیموکراتیکو ټاکنو په پایله کې انتخابیږي.

د اخوان المسلمين پرضد مظاهرې
د اخوان المسلمين پرضد مظاهرېانځور: picture alliance / landov

د هغه په خبره د دغي شورا ۱۹ تنه د انتخاباتو له لاري ټاکل شوي دي. خو د پخوانی غړی اسامه دورا له پاره اخوان المسلمین هیڅ وخت يو ديموکرات گوند نه شي گڼل کېدای:

«دلته اصلاً ديموکراسي وجود نه لري.هر لوړ پوړی غړی خپل شاګردان لري چې د هغه اطاعت کوي. کله چي دغه شاگردان دا درک کړي چي په اصطلاح معلم يا رهبر يې له يوه کانديد سره ځانگړې علاقمندي لري، نو هغوی ټول دغه شخص ته خپلي رايي ورکوي.»

کارپوهان هم د اخوان المسلمين د شوراگانو په اړه شک لري. له دورهام پوهنتون څخه خلیل العناني په دې نظر دی چي شورا د اخوالمسلمين گوند د رهبرۍ دفتر تر څارني لاندي ده. په داسي حال کي چي دا بايد برعکس وای، يعني د رهبرۍ دفتر بايد د شورا تر څارني لاندي وای.

که څه هم د اخوان المسلین ویاند، په سازمان کي د دیکتاتورۍ ډوله جوړښت تور نه مني، خو اسامه ته په دغه سازمان کي تر لسو کلونو تیرولو وروسته دا څرگنده شوه، چي د دغه سازمان جوړښت او فکري طرز ديموکرات نه دی. په پای کې له هغه سره دغه پوښتنه بې جوابه پاته ده: چي له دغسي گوند څخه يو جمهور رئيس څرنگه کولای سي چي ديموکراسي راولي؟