1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اذربايجان د افغان پوليسو په روزنه کي ونډه اخلي

حسين سيرت/ کابل۱۳۹۲ تیر ۱۹, چهارشنبه

اذربايجان ژمنه کړې ده چي د افغانستان له کورنيو چارو وزارت سره به د پوليسو په روزنه کي مرسته وکړي. اذربايجاني چارواکو ويلي دي چي د ټپي سوو افغان پوليسو په درملنه کي به هم مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/195sN
Afghan policemen march during their graduation ceremony in Herat west of Kabul, Afghanistan, Thursday, Jan. 10, 2013. Around 250 police security forces including 10 policewomen officers and 50 local policemen graduated after receiving six months of training at a police training center in Herat. The process of taking over security from the NATO-led ISAF forces by Afghan troops should be completed by the end of 2014, when Afghanistan will take over the full leadership of its own security duties from U.S. and NATO forces. (AP Photo/Hoshang Hashimi)
Afghanistan Polizei Ausbildungانځور: picture alliance/AP Photo

د افغانستان د کورنيو چارو وزير مجتبی پتنگ په مشرۍ يو لوړپوړي پلاوي اذربايجان هیواد ته سفر کړی دی تر څو د هغه هيواد له چارواکو سره د افغان پوليسو د روزولو په برخه کي خبري اتري وکړي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د وياند مرستيال نجيب الله دانش د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جولای ۱۰) په کابل کي وويل: «زموږ ډير تمرکز د پوليسو روزني ته دی تر څو موږ وکولای سو چي د پوليسو منسوبين په مختلفو برخو کي د لوړو زده کړو له پاره اذربايجان هيواد ته ولېږو چي هلته مسلکي زده کړي وکړي.»

د کورنيو چارو وزارت ټينگار کوي چي په مسلکي برخه کي د پوليسو روزل د دغه وزارت په لومړيتوبونو کي راځي. د دغه وزارت د چارواکو په خبره تلاښ کيږي چي په هيواد کي دننه او دباندي په مسلکي برخه کي د پوليسو روزلو ته زمينه برابره سي.

تر اوسه پوري دا روښانه نه ده چي اذربايجان به په څه شمېر افغان پوليس او افسران وروزي. خو دانش وايي چي پوليس به په مختلفو برخو کي په دغه هيواد کي زده کړي وکړي. هغه زیاته کړه: «په اذربايجان کي د پوليسو روزنه کولای سي زموږ سره د پوليسو په مسلکي کولو کي مرسته وکړي. موږ هيله من يو چي دغه روزنه به اوږدمهاله وي او افغان پوليس به په بېلابېلو برخو کي په دغه هيواد کي مسلکي زده کړي وکړي.»

افغان پوليس د روزني پرمهال
افغان پوليس د روزني پرمهالانځور: picture alliance/AP Photo

د کورنيو چارو وزارت چارواکي وايي، چي د افغانستان په دېرش کلنه جگړه کي د دغه هيواد ټول اکاډميک نهادونه له منځه تللي دي، ځکه نو دې ته ترجيح ورکول کيږي چي پوليس له افغانستان څخه دباندي و روزل سي، ترڅو له هغو مهارتونو سره آشنا سي په هيواد کي دننه زمينه نه ده ورته برابره.

د ټپيانو درملنه

د اذربايجان چارواکو دغه راز له افغان پلاوي سره ژمنه کړې ده چي د ټپي سوو افغان پوليسو د درملني په برخه کي به هم مرسته وکړي. افغان پوليس اکثره وخت د سړک د غاړي په ماينونو کي ټپي کيږي او دا چي د درملني کافي امکانات نه لري نو ډيری وخت خپل ژوند له لاسه ورکوي. د افغانستان د کورنيو چارو وزارت هيله څرگندوي چي د اذربايجان هيواد په دې مرستي سره به د پوليسو د تلفاتو کچه راکښته سي.

په روان وخت کي افغان امنيتي ځواک د لوېديځو هيوادونو له خوا روزل کيږي. اذربايجان په داسي حال کي د افغان پوليسو د روزلو ږغ کوي چي دوې ورځي مخکي داسي راپورونه خپاره سول چي گويا د امريکا متحده ايالات له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د راايستلو د پروسې پر چټکوالي باندي غور کوي.