1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اردوغان: احتجاجونه د سولي پروسې ته زيان اړوي

احمدولي اڅکزی / آژانسونه۱۳۹۳ مهر ۲۰, یکشنبه

کردان په ترکيه کي احتجاجونه کوي. دوی په سوريه کي د «اسلامي دولت» د جګړې پر ضد شعارونه ورکوي او غواړي چي ترکيه په سوريه کي د کردانو سره پوځي مرسته وکړي. خو ولسمشر اردوغان احتجاج کوونکي په ورانکاریو تورن کړي دي.

https://p.dw.com/p/1DTqO
انځور: picture-alliance/dpa

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان، ويلي دي چي « ترکيه داسي هيواد نه دی چي د کورنيو او بهرنيو چارو خپل سياست د يو څو لنډه غرو او ترهګرو پر اعمالو عيار کړي.» نوموړي ويلي دي چي په ترکيه کي روان احتجاجونه د ترکيې او د ترکي کردانو تر منځ د سولي خبرو اترو ته زيان رسوي.

اردوغان زياته کړې: « دوی د کوبانې په بهانه په ترکیه کي پر سوله، ټيکاو او ورورګلوۍ باندي بريدونه کوي.» هغه زياته کړې چي « ترکيه داسي هيواد نه ده چي پر کوڅو د احتجاجونو له وجي تر خپل دريځ څخه تېر سي.»

په اجتجاجونو کي ۳۱ انسانان وژل سوي دي

Türkei Ankara Protest Ausschreitungen 09.10.2014
کردان په ترکيه کي احتجاجونه کويانځور: Getty Images/Afp/Adem Altan

په ترکيه کي د احتجاجونو له کبله تر اوسه لږ تر لږه ۳۱ انسانان وژل سوي دي. دغه احتجاجونه هغه وخت پېل سول کله چي انقرې پرېکړه وکړه چي په ګاونډي هيواد سوريه کي به د کوبانې په جګړه کي پوځي مداخله ونه کړي. ترکي حکومت دا هم ويلي چي په پوځي توګه د کوبانې د کردانو سره به مرسته ونه کړي.

ترکيه استدلال کوي چي که په کوبانې کي پوځي مداخله وکړي نو دا به په ګاونډي هيواد سوريه کي د مداخلې معنی ولري. ترکيه وايي چي نه غواړي په يوازيتوب سره د سوريې په کورنۍ جګړه کې ځان ښکیل کړي.

ترکيه په داسي حال کي په سوريه کي د پوځي مداخله نه کولو پر خپل دريځ ټينګار کوي، چي د پارلمان څخه د دې لپاره اجازه تر لاسه کړې ده چي د اړتيا پر وخت د «اسلامي دولت» نومې ډلې پر ضد سوريې او عراق ته خپل جنګي عسکر ولېږي. خو ترکيه وايي چي په یواځیتوب او د متحدینو د ملاتړ او مرستې څخه پرته به دا کار ونه کړي.

د سولې پروسه تر پوښتنې لاندي

د PKK په نوم د کردانو کارګر ګوند په عيني حال کي ترکيې ته ګواښ کړی دی چي که خپل دريځ بدل نه کړي، بېرته به يې پر ضد جګړه پېل کړي. يادې وسله والې ډلې د اوسني اوربند څخه تر مخه په کلنو کلنو د ترکيې په دننه کې وسله واله مبارزه کوله چي پکښي بمي او وسله وال بريدونه شامل ول. د دغې ډلې مشر عبدالله اوچلان د ترکيې په زندان کي دی او ترکيې سره يې د سولي پروسه روانه کړې ده.

Syrien Kobane Kämpfe 06.10.2014
د کوبانې ښار محاصره دیانځور: Getty Images/AFP/Aris Messinis

خو اوس د دغه کردي ډلو مشرانو ګواښ کړی دی چي دغه پروسه به ودروي او بېرته به د ترکيې پر ضد په جګړه لاس پوري کړي. د جميل باييک په نوم يو کردي مشر د آلمان راډيو ARD ته ويلي دي چي « موږ ترکيې ته خبرداری ورکړی دی چي که ترکيه مخ په وړاندي همداسي چلن وکړي نو بيا به چريکي جنګيالي مجبوره سي چي د خپل ولس د ساتنې لپاره په جګړه پېل وکړي.»

د کوردانو او ترکيې تر منځ د کړکېچ او تاوتريخوالي له کبله تر ۴۰ زرو څخه زيات انسانان وژل سوي دي. ناټو، اروپايي اتحاديه او د امريکا متحده ايالات PKK ته د تره ګرې ډلې په سترګه ګوري او دغه ډله د زيات وخت راهيسي د تره ګرو ډلو په ليسټ کي شامله ده. د کوردانو کومه مليشه چي د سوريې په کوبانې کي د «اسلامي دولت» پر ضد جنګيږي، هغه هم د PKK منع سوي ګوند سره اړيکي او تړاو لري.