1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اردوغان اروپايي اتحاديه په «صليبي جګړه» تورنه کړه

۱۳۹۵ اسفند ۲۷, جمعه

د ترکیې ولسمشر دا هم ویلي دي چې اروپا یو ځل بیا تر دویمې نړیوالې جګړې مخکې زمانې ته روانه ده. د آلمان صدراعظمې بیا غوښتي دي چې د «سپکاوي» دغه لړۍ باید پای ته ورسیږي.

https://p.dw.com/p/2ZNQw
Türkei Erdogan Rede im Bestepe Zentrum in Ankara
انځور: picture-alliance/abaca/AA/M. Ali Ozcan

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د ترکیې په سقاریه ښار کې خپلو پلویانو ته په وینا کې د اروپايي عیسویانو او د منځیني ختیځ د مسلمانانو تر منځ د منځنیو پیړیو جګړو ته د اوسنیو شرایطو په رڼا کې چې د ترکیې او اروپايي ټولنې تر منځ اړیکې یو څه ترینګلې شوې دي، اشاره وکړه.

اردوغان د پنجشنبې په ورځ وویل: «زما ګرانو ورونو، د صلیب او نیمې سپوږمۍ تر منځ یوه جګړه پیل شوې. تر دې بل کوم وضاحت نه شي ورکول کیدای.»

ترکي ولسمشر همداراز د اروپايي محکمې د سه شنبې ورځې هغې پریکړې ته هم اشاره وکړه چې شرکتونو ته اجازه ورکوي چې د کار په ځایونو کې پر ټیکري باندې بندیزو لګوي. دا پریکړې د هغه څه برخه ده چې د کار په ځای کې مذهبي سمبولونه منع کیدای شي.

اردوغان په وروستیو وختونو کې د اروپا پر وړاندې په خپله لهجه کې بدلون راوستی دی. دا په داسې حال کې ده چې آلمان او هالند بیا په دې هیوادونو کې د اردوغان د پلویانو د کمپاین مخه نیولې وه. دغه ترکي سیاستوالو په آلمان او هالند کې د اساسي قانون د هغو اصلاحاتو له پاره کمپاین کاوه چې له مخې یې د ولسمشر اردوغان صلاحیتونه ډیریږي.

اردوغان څو وارې د آلماني او هالندي سیاستوالو کړه وړه له «نازیانو» سره پرتله کړي دي او اروپا یې د «فاشیزم روحيي» په کوربه توب تورنه کړې ده. هغه په خپله وینا کې وویل: «اروپا په چټکۍ سره له دویمې نړیوالې جګړې مخکې ورځو په لور روانه ده.»

تر ټاکنو وروسته پر هالند باندې نیوکې

اردوغان او د بهرنیو چارو وزیر یې د هالند د ټاکنو د پایلو تر روښانه کیدو وروسته هم پر دې هیواد باندې نیوکې کړې دي. اروغان د هالند مخکښه نوماند ته خطاب په یوې تلویزیوني وینا کې وویل: «روټه! ستا ګوند په ټاکنو کې مخکښه شو خو ته پوهیږې چې تا په ترکیې کې یو ملګری له لاسه ورکړ.»

ډیری کارپوهان په دې اند دي چې د ترکي سیاستوالو پر وړاندې د روټه دریځ، د دې لامل شو چې د هغه د پلویانو شمیر لوړ شي. د اروپايي ټولنې او ترکیې تر منځ د اړیکو ترینګلتیا د دې لامل شوی دی چې د دواړو له خوا لاسلیک شوی د کډوالو تړون له ګواښ سره مخامخ شي.

د آلمان صدراعظمې بیا ویلي دي چې د ترکیې له خوا د «سپکاوي» لړۍ باید پای ته ورسیږي. ترکي ولسمشر په روانه اوونۍ کې پر میرکل باندي د کردانو د ګارګر ګوند د ترهګرو د ملاتړ تور لګولی وو.

خو مېرکل د «ساربروکر ورځپاڼې» سره په مرکه کې ویلي وو چې «په دغو پارونو کې به وڼد وا نه خلي». هغې زیاته کړې وه: «سپکاوي باید پای ته ورسیږي.»