1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اردوغان: ترکيه په زور مهاجر نه سي راگرځولای

۱۳۹۴ بهمن ۲۸, چهارشنبه

د ترکيې جمهور رئيس ويلي دي چي هيواد ئې نه سي کولای هغه مهاجر چي غواړي اروپايي هيوادونو ته ځانونه ورسوي په زور راوگرځوي. هغه ويلي دي هغه څوک چي په ترکيه کي پناه غواړي ښه راغلاست ورته وايو.

https://p.dw.com/p/1HwxO
انځور: picture alliance/AA/E. Aydin

د ترکيې جمهور رئيس رجب طيب اردوغان د چهار شنبې په ورځ په انقره کي وويل، هغه څوک چي غواړي په ترکيه کي پناه واخلي ښه راغلاست ورته وايو «خو هغه څوک چي غواړي په اروپايي هيوادونو کي پناه واخلي موږ څه نه ورته وايو.»

سبا او بل سبا په بروکسل کي د اروپايي ټولني د غړو هيوادونو د مشرانو د غونډي ترمخه چي موخه ئې اروپا ته د مهاجرو د مخنيوي پر لارو چارو بحث کول دي، اردوغان خپل دريځ خورا بدبينه وښود.

هغه ويلي دي: «بې تفاوته ده چي هر څومره ډېر غربي هيوادونه سختي، بې رحمانه چلن او هرڅه وکړي، دوی هيڅ چانس نه لري چي د مهاجرو هجوم تر کنترول لاندي راولي.»

اردوغان پر اروپايي ټولني تور ولگاوه: «اوس خبره نور د پيسو او مالي مرستو نه ده، اروپايي ټولنه نسي کولای چي پر خپلو ژمنو ودريږي.» اوس خبره د ميليونونو انسانانو د خوندي راتلونکې ده.

اروپايي ټولني له ترکيې سره د مهاجرو د کړکېچ په برخه کي د درو ميلياردو يورو مرستي ژمنه کړې ده. خو په انقره کي د چارواکو په خبره تر اوسه پوري لا دوی ته پيسې نه دي رسېدلي.