1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اردوغان خپل شخصي شکایتونه بیرته اخیستې دي

آژانسونه / ش.ر.ن.۱۳۹۵ مرداد ۹, شنبه

د ترکیې ولسمشر په انقره کې د خپلې وینا پر مهال د هغو شکایتونو د بیرته اخیستنې اعلان وکړ چې شخصاً ده ته په کښې «بې احترامي او سپکاوی» شوی وو. یو شمیر خبریالان او ترکي اتباع په دې تور محکمې ته احضار شوي ول.

https://p.dw.com/p/1JYuY
Recep Tayyip Erdogan
انځور: Reuters/U.Bektas

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره شپه (د جولای میاشتې ۲۹) د ترکیې په ولسمشریزې ماڼۍ کې د هغه د حکومت پر وړاندی کودتا په مقابل کې د خلکو د اغیزمن حضور په غبرگون کې اعلان وکړ:«خپل شکایت د هغو کسانو پر وړاندی بیرته اخلم چې شخصاً ماته یې بې احترامي او سپکاوۍ کړی دی او هغوي بخښم.»

اردوغان له نورو سیاستوالو هم وغوښتل چې په داسې حساسو شرایطو کې دې له ورته چلند څخه کار واخلي: «که له دې فرصت څخه په ښه توگه استفاده ونه شي، ملت به د دې حق ولري چې د دوی ټولو گریوان ونیسې او حساب ورسره وکړي.»

اروغان په خپلو خبرو کې د جولای میاشتې په ۱۵ ترسره شوې ناکامه کودتا په ترڅ کې د وژل شوو کسانو شمیر ۲۳۷ او د ټپیانو شمیر ۲۱۹۱ تنه اعلان کړ. هغه زیاته کړه چې د دغو قربانیانو په یاد به په انقره او استانبول کې یادگاري څلۍ جوړې کړای شي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (30.06.2015):

د بین المللي نیوکو پر وړاندی د اردوغان غبرگون

د آناتولي خبري آژانس د رپوټ له مخې امریکا متحده ایالاتو او اروپا د ترکیې تر ناکامې کودتا وروسته د دغه هیواد د حکومت له خوا پر شوو اقداماتو انتقادونه وشول، اردوغان د دغو نیوکو په ځواب کې وویل: «هغه څوک چې د کودتا د طرحه کونکو د برخلیک په هکله اندیښمن دي،نه په ترکیې کې دیموکراسۍ ته، د دغه هیواد دوستان نه دي. زموږ ټول اقدامات د اساسي قانون مطابق وو. یو شمیر موږ ته نصیحت کوي او وایې چې اندیښمن دي. خپل کار سره دې کار ولرئ او هغې ته دې رسیدگي وکړئ.»

د امریکا د ملي امنیت سازمان جیمز کلیپر، تیره ورځ اعلان وکړ چې د ترکیې په پوځ کې د پاکسازۍ عملیات، د «اسلامي دولت» ډلې د جنگیالیو پر وړاندی د مبارزې مخه نیسي.

د کلیپر په وینا، د ترکیې ډیر شمیر هغه نظامي چارواکي چې له امریکا سره یې د ترهگریرۍ پر وړاندی گډو اقداماتو په برخه کې همکاري درلوده، دستگیر او یا هم له دندو گوښه شوي دي.

په ترکیې پوځ کې د پاکسازۍ عملیات

اردوغان د ترکیې تر ناکامې کودتا وروسته په پراخه پيمانه د دستگیریانو په هکله وویل:«د فتح الله گولن ډلې پورې اړوند ټول کسان به، حتی که شمیر یې لسو زرو ته هم ورسیږي، پاکسازي کوو.»

د ترکیې ولسمشر زیاته کړه: «نور نو ناممکنه ده، هغه کسانو چې د خلکو په مالیاتو په پيرل شوو الوتکو یې پر دوی بمباري کړی ده، وکولی شي د دغه هیواد په دولتي بنستونو کې باقي پاتې شي.»

نوموړي زیاته کړه چې د هغه د حکومت مقابله به یوازې د گولن له ډلې سره نه وي، بلکې له ټولو تروریستي ډلو سره به په پوره ځواک سره مبارزه وکړي.

په ترکیه کې تر ناکامې کودتا وروسته لږ تر لږه ۱۸ زره کسان ونیول شول او په لسگونه زره له دندو گوښه کړای شول.

د ترکیې حکومت همدارنگه د ۴۵ ورځپاڼو، ۱۶ تلویزوني کانالونو، ۲۳ راډیووي کانالونو، ۱۵ مجلو او ۳ خبري آژانسونو د فعالیت اجازتنامې لغوه کړي دي.

یو د دغو منع شوو ورځپاڼو څخه د زمان په نامه د گولن ډلې پورې اړوند ورځپاڼه ده چې انگلیسي نسخه یې «ټو ډی زمان» نومیږي او د اردوغان د حکومت له سختو انتقاد کونکو څخه ده.

سربیره پر دې د ترکیې عدلیې وزارت په تیرو دوو اونیو کې د لسگونه خبریالانو د نیولو حکم صادر کړی دی. د بخښنې نړیوال سازمان وایې چې یو شمیر د دغو ژورنالستانو څخه د گولن له ډلې سره تړاو نه لري یوازې د اردوغان مخالفین دي.