1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اردوغان د خپلو پولو د پرانستلو ګواښ وکړ

۱۳۹۵ آذر ۵, جمعه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، ویلي دي چې که اروپايي ټولنه د انقرې "ګواښلو" ته دوام ورکړي نو دغه هیواد به کډوالو ته اجازه ورکړي چې له ترکیې څخه د اروپا په لور ولاړ شي.

https://p.dw.com/p/2TEV9
Türkische und EU-Flagge
انځور: picture alliance/dpa/M. Schrader

د اروپايي ټولنې پارلمان د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د نوامبر ۲۴مه نېټه) له ترکیې سره په دې ټولنه کې د انقرې د داخلیدو په هکله د خبرو اترو د دریدو په حق کې رایه ورکړه. تر دغې غیر الزامي پریکړې یوه ورځ وروسته، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان وویل چې که اروپايي ټولنه پر انقرې باندې فشار راوړي، نو هیواد به یې خپلې پولې پرانیزي چې کډوال یو ځل بیا د اروپايي هیوادونو په لور حرکت وکړي.

رجب طیب اردوغان په استانبول کې وویل: "که تاسو [د اروپايي ټولنې پارلمان] تر دې مخکې ولاړ شئ، نو موږ به د پولې دروازې پرانیزو." اردوغان زیاته کړه: "نه زه او نه مې خلک د دغه شان وچو ګواښونو تر اغیزې لاندې نه راځو. دا پروا نه کوي چې تاسو ټو د اروپايي پارلمان رایه تصویبوئ او که نه."

اروپايي ټولنې له ترکیې سره د کډوالو په اړه یو تړون کړی دی چې له مخې ترکیې نور هغو کسانو ته غواړې د دې هیواد له لارې ځان د اروپايي ټولنې غړو هیوادونو ته ورسوي، اجازه نه ورکوي چې د اروپا په لور ولاړ شي. د دې په بدل کې اروپايي ټولنې له ترکیې سره مالي مرستې کړې او ژمنه یې کړې ده چې ترکانو ته به د دې ټولنې غړو هیوادونو ته د پرته له ویزې سفر اجازه ورکړل شي.

اردوغان وویل: "موږ یو چې په خپل هیواد کې له درو څخه تر ۳,۵ میلیونو پورې کډوالو ته ډوډۍ ورکوو. تاسو خپلې ژمنې هیرې کړې دي."

خو په وروستیو وختونو کې پر ترکیې باندې په اروپا کې نیوکې ډیرې شوې دي او د انقرې او اروپايي ټولنې تر منځ اړیکې ترینګلې شوې دي.