1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اردوغان د کردانو د کارګر ګوند پر ضد ټانکونه استوي

آژانسونه۱۳۹۴ آذر ۲۹, یکشنبه

د دياربکر ښار د اور په لمبو سوځي: د استوګنې په سيمو کې دننه سختې نښتې کیږي، ځوانان موانع دروي. په ترکيه کې له کردانو سره جاري کړکېچ بل اوج ته رسيږي چې د کورنۍ جګړې څخه هم اندېښنې موجودې دي.

https://p.dw.com/p/1HQf4
انځور: picture alliance/AA/Str

ويل کيږي چې د ترکيې امنيتي ځواکونه د استوګني په سيمو کي د ټانکونو او نخښه ويشتونکو سرتېرو په مرسته د کردانو د کارګر ګوند پي کې کې په وړاندې جنګ کوي. د ترکيې په سويل ختيځ کې پروت د دياربکر په ښار کې ځايي اوسېدونکو خبريالانو ته ويلي دي چې پوځ او پوليسو د کوتکو او اوښکي بهونکي ګاز په مټ پر لاريون کوونکو او نه ښکېلو عادي وګړو بريدونه کړي او ربړولي يې دي.

د پي کې کې د ځوانانو د ډلې فعالين مورچلونه جوړوي، موانع دروي او له حکومتي ځواک سره جنګيږي. د دسمبر له ۲مې راهيسې د يوې لنډې دمې سره د زاړه ښار په ډېرو برخو کې ۲۴ ساعته ګرځبنديز لګېدلی دی. پوځ اعلان کړی دی چې عمليات به تر هغه دوام ومومي چې «عامه نظم بېرته راوستل شوی وي.»

۱۰۰ انسانان وژل شوي

د کيڼ اړخي پي کې کې ګوند په وړاندې د پوځ په تعرضي عملياتو کې د رسنيو د راپورونو له مخې د چارشنبې ورځې راهيسې څه باندې ۱۰۰ انسانان وژل شوي دي. د انادولو او دي ايچ ای خبري اژانسونه د امنيتي کړيو په حواله راپور ورکوي چې ۱۰۲ کردي جنګيالي د سيرنک، دياربکر او مردين په ولايتونو کې ووژل شول.

د پوځ د څرګندونو له مخې د وژل شوو عسکرو شمېر د شنبې په ورځ ۲ ته ختلی دی. پي کې کې ته د نژدې فيرات اژانس په حواله ۸ ملکي وګړي هم وژل شوي دي. په پسرلي کې لا د رجب طيب اردوغان په مشرۍ اسلامي محافظه کار مشرتابه له پي کې کې سره د سولې په اړه خبرې اترې کولې.

اوس د ترکيې په سويل ختيځ کې کورنۍ جګړې ته ورته يو حالت حاکم دی. اردوغان ښايي د تندلارو کردانو په وړاندې غواړي چې لومړنۍ بريا لاسته راوړي. لومړي وزير، احمد داودوغلو ګواښ وکړ چې د کردي تندلارو په وړاندې به «ناحيه په ناحيه، کور په کور او کوڅه په کوڅه» جنګ وشي. کردي تندلاري سازمانونه په اروپايي ټولنه او د امريکا په متحدو آيالاتو کې هم د ترهګرو په فهرست کې راغلي دي. «غېر قانوني ګرځبنديزونه»

عبدالسلام اينچورن چې د آي ايچ دي په نوم د بشر د حقونو ډلې غړی په دياربکر کې دی، وايي چې «په دغو کورونو کې تروريستان نه، بلکې ملکي وګړي ژوند کوي.» دی د ورځو اوږده ګرځبنديزونه عيرقانوني بولي او پر اردوغان او پوځ باندې د بشر د حقونو څخه د سرغړونې تور لګوي: «هغوی له توغنديو او شوبلو کار اخلي او ښځو، ماشومانو او زړو خلکو ته پاملرنه نه کوي.»

په اروپا کې د مدني حقونو د نورو فعالينو په څېر اينچورن هم د اروپايي ټولنې له خوا چوپ پاتې کېدلو ته ګوته نيسي: «اروپايي ټولنه غبرګون نه ښکاره کوي. اروپا تاوتريخوالی حتی نه غندي.» دا په داسې حال کې ده چې په اروپايي ټولنه کې د غړيتوب له پاره د کانديد، او د ناټو غړي هېواد ترکيې باندې د کډوالو په کړکېچ کې د يو مهم ملګري په توګه هم انتقادونه کم شوي دي.

د آلمان د زرغون ګوند مشر، جېم اوزدمير اخطار ورکوي چې پر ولسمشر اردوغان باندې انتقادونه بايد کم نه شي، ځکه چې هغه له اروپا سره د کډوالو په برخه کې همکاري کوي: «هغه هدف چې کډوال دې له اروپايي ټولنې څخه لېرې وساتل شي، له اردوغان سره مرسته کوي چې دی خپل واک وغځوي. د آزاديو کمېدلو ته هسې په بې تفاوتۍ سره کتل کيږي. اردوغان ته بايد سپين چېک ورنه کړل شي.»

په دياربکر کي د حکومت ضد احتجاجونو وروسته د پوليسو او احتجاج کوونکو تر منځ اخ و ډب رامنځ ته سو
په دياربکر کي د حکومت ضد احتجاجونو وروسته د پوليسو او احتجاج کوونکو تر منځ اخ و ډب رامنځ ته سوانځور: picture-alliance/dpa