1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اردوغان: د کودتاچيانو سرونه به را وشکوو

۱۳۹۶ تیر ۲۵, یکشنبه

په ترکيه کې د کودتا د کالورځې په مناسبت، ولسمشر رجب طيب اردوغان يو ځل بيا اعلان وکړ چې غواړي د مرګ سزا بېرته پلې کړي. تېره شپه د کودتا په پلمه په ترکيه کې پراخ مراسم تر سره شول. نور جزيات په دغه مطلب کي ولولئ:

https://p.dw.com/p/2gcX8
Istanbul Jahrestag Putschversuch Erdogan Rede
انځور: Reuters/Turkish Presidency

د بوسپوروس يوه پله ته څېرمه د يادون په مراسمو کې اردوغان د استانبول په ښار کې وويل چې هغه به د مرګ د سزا په هکله يو قانون لاسليک کړي که پارلمان يې تصويب کاندي. له دې مخکې راټولو شوو خلکو په خپلو شعارونو کې د مرګ د سزا بيا پلي کېدل غوښتي ول.

ولسمشر خپله هم پخوا دغسې يو ګام څو ځلې مطرح کړی وو. درې مياشتې مخکې د اساسي قانون په سر په ولس پوښتنه کې تر بريا وروسته دغه موضوع البته له ورځنۍ اجندا څخه بېرته حذف شوې وه.

د رسنيو د راپورونو په حواله د سلګونو زرو پلويانو په حضور کې د وينا پر مهال اردوغان د کودتاچيانو په مقابل خپله کرکه داسې څرګنده کړه:

«موږ به د دغو خاينانو سرونه راوشکوو».

په دې توګه يې د کودتا د مسوولينو په وړاندې د بې رحمانه هلو ځلو د شروع کولو اعلان وکړ. هغه پېشنهاد وکړ چې په بند کې ناست د کودتا طراحان بايد «د ګوانتانامو په څېر جامې» واغوندي. په دې ترتيب يې د متحده آيالاتو ناندرئيز د بنديانو کمپ ته اشاره وکړه چې په ترهګرۍ تورن کسان پکې زندانيان دي.

په ټول هېواد کې لمانځنې وشوې

په ټوله ترکيه کې د اوونۍ په پای کې د ولسمشر پر ضد د ناکامې کودتا ياد، تازه کيږي. د ۲۰۱۶ کال د جولای په ۱۵مه د پوځيانو يوې ډلې هڅه کړې وه چې په ترکيه کې واک ته ورسيږي. دغه کودتا د ولس د مقاومت له کبله ناکامه شوه.

د بوسپوروس د پله په مراسمو کې، چې دغه پل «د ۱۵م جولای د شهيدانو پل» ونومول شو، اردوغان د کودتا د مخالفينو د ۲۴۹ قربانيانو له پاره د يادګار له يوه څلي څخه پرده پورته کړه. د وژل شوو کسانو انځورونه په سکرينونو باندې وښودل او د هغوی نومونه ولوستل شول. عسکرو دغه پل يو کال پخوا د ټانکونو په واسطه تړلی وو. د کودتا د شپې د انځورونو په لرونکو لوحو سره ترکانو اوس خلک دې ته راوبلل چې د شپې له خوا د دموکراسۍ په پلويتوب کوڅو ته راووځي.

په استانبول کې تر راڅرګندېدنې وروسته اردوغان په طياره کې انقرې ته ولاړ. هلته يې هم د شپې له خوا د پارلمان د ودانۍ مخکې وينا وکړه. د سهار د ۲ بجو او ۳۲ دقيقو په وخت کودتا کوونکو يو کال مخکې پر دغې ودانۍ باندې بمباري کړې وه. د اپوزيسيون لويو ګوندونو، سي ايچ پي او ايچ دي پي اعلان کړی وو چې په دغو مراسمو کې به ګډون نه کوي.

اپوزيسيون له مطلق العنان رژيم څخه وېريږي

دغو ګندونو البته د پارلمان په يوه ځانګړې ناسته کې برخه واخيستله او پر حکومت يې انتقاد وکړ چې د هېواد «قضايي او عدلي ارګانونه له منځه وړل شوي دي». د دوي په وينا ګويا حکومت د کودتاچيانو د تعقيب په پلمه خپل مخالفين له منځه وړي. 

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (01.01.2017):