اردوغان: له سوریې سره جگړه نه غواړو
۱۳۹۱ مهر ۱۴, جمعهاعلان
د ترکیې صدراعظم رجب طیب اردوغان ویلي دي چې هیواد ئې له سوریې سره جگړه نه غواړي، خو د خپل هیواد د پولو او د وگړو د ساتلو ژمنتیا لري. اردوغان دغه څرگندونې په یوه خبري ناسته کې کړي دي.
اردوغان ویلي چې هغه داسې اټکل کوي چې د سوریې له لوري بمباري کومه تصادفي پیښه نه وه. هغه زیاته کړې ده چې په سوریه کې د کورنۍ جگړې د پیل راهیسې اووه وارې دغسې د هاوان مرمي د دوي په خاوره کې لگیدلي دي. اردوغان پخپل دغه خبري غونډه کې وویل: «مونږ د سولې او امنیت پرته بل څه نه غواړو. مونږ هیڅکله نه دي غوښتي چې جگړه دې پیل کړو.» هغه زیاته کړې چې ترکیه داسې یو هیواد دئ چې د خپلو پولو او وگړو د ساتلو وړتیا لري.