1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اردوغان نن په برلین کې د ترکیې د سفارت نوې ودانۍ پرانیزي

۱۳۹۱ آبان ۹, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/16ZK5

په پام کې ده چې نن به د ترکیې صدراعظم رجب طیب اردوغان، په برلین کې خپل نوی سفارت پرانیزي. اټکل کیږي چې په دغه مراسمو کې به د المان د بهرنیو چارو د وزیر گیدو ویسترویله سربیره شاوخوا ۲۰۰۰ تنه گډون وکړي. له بون څخه برلین ته د پلازمینې د انتقالیدو وروسته دیپلوماتانو یوه موقتی ځای ته کډه کړې وه اوس د Tier garten په نوم سیمې ته چیرې چې د دویمې نړیوالې جگړې د مخه يې ځای درلود بیرته ورستانه شوي دي.

دغه ځمکه په ۱۹۱۸م کال کې د عثماني امپراطورۍ په وخت کې رانیول شوې وه. په برلین کې د ترکیې سفارت د دغه هیواد تر ټولو ستر دیپلوماتیکي ماموریت دی. زیاته شوې ده چې د ترکیې د صدراعظم د سیاسي خبرو مهمه موضوع د سوریې او د دغه هیواد مهاجرینو وضعیت دی. شاوخوا سل زرو تنو په سوریه کې د کورنۍ جگړې له امله د ترکیې پولې ته څیرمه پناه اخیستې ده. د ترکیې صدراعظم به د چهارشنبې په ورځ د المان له صدراعظمې انگلا میرکل سره وویني.