1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اردوغان په المان کي د جايزې تر لاسه کولو په غونډه کي گډون نه کوي

۱۳۹۰ اسفند ۲۷, شنبه
https://p.dw.com/p/14M1V

د ترکيې لومړي وزير رجب طيب اردوغان، د المان په بوخوم ښار کي په هغه غونډه کي د گډون نه کولو اعلان کړی دئ چي نوموړي ته د شټايگر جايزې د ورکولو له پاره د شنبې په ورځ تر سره کېدونکې ده. د ترکیي لومړي وزير د دغې پرېکړي لامل په افغانستان کي د ترکیي د پوځي الوتکي د لوېدلو له کبله د ۱۶ سرتیرو وژل کېدل بلل سوې دي. پلان سوې وه چي اردوغان به د ترکيې د ولس په استازيتوب د شټايگر نومي جايزه وصول کړي چي د المان او ترکيې تر منځ د ۵۰ کلنې ملگرتیا له پاره ورکړل سوې ده. د ترکیي لومړي وزير ته د دغې جايزې د ورکولو پر ضد ارمنيايانو، کردانو او عليويتيانو احتجياجونه کړي ول.