1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اردوغان په روسیه کې؛ له پوتین سره چټکه روغه؟

آژانسونه/ح۱۳۹۵ مرداد ۱۸, دوشنبه

د ولسمشر رجب طیب اردوغان او ولادمیر پوتین ترمنځ ناسته به د دواړو هیوادونو ترمنځ سیاسي ترینګلتیا، چې د ترکيې له خوا د یوې روسي جټ الوتکې له ویشتلو سره رامنځ ته شوه، را کمه کړي. د روغې جوړې چټکتوب څارونکي حیران کړي دي.

https://p.dw.com/p/1JdWD
انځور: picture alliance/ZUMA Press

د ترکيې او روسيې ترمنځ د اړیکو خرابوالي کابو اوه میاشتې دوام وکړ، خو اړیکې بیرته یوازې په شپږو اونیو کې بیرته عادي کیدو ته نزدې شوې دي.

د ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان، او د هغه د روسي سیال ولادمیر پوتین، تر منځ په سان پیترززبورګ کې د سه شنبې ورځې ناسته به د دواړو هیوادونو په اړیکو کې د ۱۸۰ درجې بدلون پای وي.

اردوغان د جون میاشتې په پای کې پوتین ته په استول شوي لیک کې د نومبر په ۲۴مه نیټه د ترکيې د هوايي ځواک له خوا د سوريې پولي ته څیرمه د Su-24 ډوله روسي جټ الوتکې د ویشتلو له امله خواشیني څرګنده کړې وه او د قربانیانو له کورنیو څخه یې بخښنه غوښتې وه.

د دغې پیښې له کبله چې دوو روسیي پیلوټانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړ، د انقرې او مسکو تر منځ اړیکې تر بل هر وخت ډیرې ترینګلې شوې. دا په داسې حال کې ده چې دغه دواړه هیوادونه تر دې مخکې ډیر نزدې ملګري هیوادونه وو.

د دې پیښې په ځواب کې روسيې له ترکیې څخه د خوراکي توکو پر وارداتو باندې بندیز ولګوه او ترکیې ته یې خپل ټول چارتر پروازونه لغوه کړل. په میلیونو روسان ترکیې د سیاحت له پاره ورځي. د دې ترڅنګ روسیې د تورسمندر له لارې د ګاز د پایپ لاین او د یوې اتومي بټۍ د جوړولو چارې هم ودرولې. خو اوس به پوتین او اردوغان د دغو دوو لویو پروژو پر راتلونکې سره خبرې وکړي.

نور مطالب:

«واکمنه حلقه»

په وروستیو وختونو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکو ته په کتو سره د پخلاینې لړۍ تر ډیره حیرانوونکې ده. د الوتکې تر ویشتلو وروسته اردوغان وویل چې ترکیه پر خپل هوايي حریم تجاوز هیڅکله نه شي زغملای. تر پیښې څو اوونۍ مخکې، د روسي بم اچوونکو الوتکو له خوا د ترکیې پر هوایي حریم احتمالي پرواز څو ځلې د انقرې نیوکې راپارولې وې. په امریکا متحده ایالاتو او اروپايي ټولنه کې د روسيې او ترکیې ترمنځ د پوځي شخړې د رامنځته کیدو په اړه اندیښنې ډیرې شوې وې.

پوتین د ترکیې له خوا د خپلې الوتکې ویشتل «پر شا د جړې ګوزار» بللی وو او د دسمبر په میاشت کې یې په خپله وینا کې ویلي وو چې «خدای په ترکیه کې واکمنې حلقې ته د سزا پریکړه کړې او هغوی یې له منطق څخه بیل کړي».

سربیره پر دې روسي چارواکو ترکي چارواکي له داعش سره د تیلو پر معاملې تورن کړل. روسي دولتي تلویزیون هره ورځ د اردوغان ضد خپرونې خپرولې. د روسیې د پارلمان یوه ښي اړخي غړي آن پر استانبول باندې د اټومی برید وړاندیز کړی وو ترڅو دا لوی ښار له منځه یوسي.

په تیرو څو اوونیو کې په ظاهري توګه داسې ښکاري چې د روسیې غوسه سړه شوې. پوتین ته له لیک لیږلو څو اوونۍ وروسته، اردوغان له ولسمشر پوتین سره د تلیفون له لارې خبرې وکړې او د یوې کتنې پر سر هوکره وشوه. پوتین ترکيې ته پر پروازونو بندیز لیرې کړ او د جولای میاشتې راهیسې یو ځل بیا روسي سیلانیانو د ترکیې ساحلونو ته مخه کړه.

په ترکې د اوردوغان پر ضد د جولای د ۱۵ تر ناکامې کودتا وروسته پوتین له خپل ترکي سیال سره پر تلیفون خبرې وکړې او هغه ته یې د مسکو د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ.

د مسکو د غوښتنو پوره کیدل

د روسیه په نړیوالو اړیکو کې مجلې مدیر مسوول فیدور لوکانوف، لیکلي دي چې «د روسیې او ترکیې ترمنځ د اړیکو بې ثباتي شنونکي تر ډیره ګیچ کړي دي». که څه هم نوموړي زیاته کړه چې «د اړتیا په وخت کې تر ټولو ترخه خبره هم باید څوک هیره کړي».

ترکيې تر اوسه په رسمي توګه د روسيې جټ الوتکې د ویشتو له امله بخښنه نه ده غوښتې، خو د هغه پیلوټ بندي کول چې الوتکه یې ویشتلې وه او تاوان د ورکړې پر سر خبرې اترې د روسیې هغه دوه غوښتنې دي چې ترکیې تر اوسه مثبت ځواب ورکړی.

داسې ښکاري چې ترکیه له کودتا وروسته غواړي روسیې ته نږدې شي. د اروپايي ټولنې چارواکو او امریکا متحده ایالاتو د اردوغان له لوري د دیموکراسۍ تر پښو لاندې کول غندلي دي.

د خزر سمندر د سیمې د روسيې د سیاسي او ټولنیزو زده کړو د مرکز غړي ویکتور نادین ریویسکی، دویچه ویله ته وویل چې د بروکسل او واشنګټن هڅو ته په کتو داسې ښکاري چې مسکو به ترکيې ته پر یوه قوي ملاتړ کوونکي هیواد بدل شي. نادین ریویسکی وایي چې په دې وروستیو وختونو کې د شنګهای همکاریو په سازمان او د اروپا-اسیا په اقتصادي اتحادیې کې د ترکیې د غړیتوب خبرې تر غوږو کیږي او د دې دواړو سازمانونو ترشا روسیه یو غښتلی ځواک دی.

نادین ریویسکی همدا راز وايي چې کیدای شي روسیه او ترکیه خپلې اقتصادي اړیکې په «چټکی» سره غښتلې کړي. له بلې خوا سیاسي پخلاینه کیداي شي چې یو څه ډیر وخت ونیسي. نادین ریویسکی وویل: «اصلي ستونزه سوریه ده.»

اردوغان د دمشق د نظام بدلون غواړي مګر روسیه له نظامي او سیاسي اړخه د ولسمشر بشار الاسد ملاتړې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل