اردوغان یو ځل بیا د خپل گوند د مشر په توگه ټاکل شوی دئ
۱۳۹۱ مهر ۱۰, دوشنبهاعلان
د ترکیې صدراعظم رجب طیب اردوغان، یو ځل بیا د عدالت او پرمختگ په نوم د واکمن گوند چې انگلیسي مخفف ئې AKP دئ، د مشر په توگه ټاکل شوی دئ. د ترکیې د خبري آژانس آنادولو د رپوټ پر اساس اردوغان د رایو په اکثریت سره د راتلونکو دریو کلونو له پاره د دغه گوند د مشر په توگه ټاکل شوی دئ. زیاته شوې ده چې په انقره کې د نوموړي گوند په کنگره کې دغه څوکۍ ته اردوغان یوازینی کاندید وو. د AKP په دغه کنگره کې یو شمیر بهرنیو میلمنو هم گډون درلود چې پکښې د مصر ولسمشر محمد مرسي او د فلسطین د حماس د ډلې خالد مشعل هم شامل وو.