1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ارشد خان اوس ماډلينگ کوي

۱۳۹۵ آذر ۸, دوشنبه

د چای والا نوي انځورونه یووار بیا په ټولنیزو رسنیو کې کښته پورته کيږي. دا ځل دا خبره توده چې ارشد خان، چې په چای والا مشهور دی د کالیو د یوه مارک «زیگي مېنزویر» له پاره ماډلينگ کوي.

https://p.dw.com/p/2TMg0
Arshad Khan
انځور: Reuters/F. Mahmood

د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې، تیره میاشت په ټولنیزو شبکو کې د یوه خپاره شوي انځور په مرسته مشهور شوي ارشد خان، راتلونکی گام به د یوه شرکت له پاره ماډلينگ وي. په لاهور کې به په «Birdal Couture Week» کې ارشد خان، د یوه مرکزي موډل په توگه را څرگند شي.

په ټولنیزو رسنیو کې د ارشد خان، خپور شوی انځور نه یوازي په پاکستان بلکې هند کې هم ډیر مشهور شوی وو. د ټولنیزو رسنیو ډیری کارونکو د ارشد خان، انځور شریک کړی وو.

د پاکستان او هند د ټولینزو رسنیو کارونکو د ارشد خان په هکله په زړه پوري تبصرې کړي وې. نه یوازې پاکستاني رسنیو ارشد خان خپلو سهارنیو خپرونو ته راباله، بلکې نړیوالو تلویزوني چېنلونو هم د هغه انځورونه او په هکله یې رپوټونه خپرول.

تر هغې وروسته «سپر پاور موټر سایکل» نومي شرکت هم د ارشد خان انځور له خپلو موټر سایکلونو سره خپور کړ. یوې انټرنیټې پاڼې هم له ارشد خان سره قرار داد لاسلیک کړی دی. د ټولنیزو رسنیو کارونکي هیله من دي چې «چای والا» به په راتلونکې کي فلمونو کې په فيلمونو کې هم کار وکړي.