1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروزگان: سیلاب ځپلې کورنۍ مرستو نه اړتیا لري

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲, شنبه

په ارزګان ولایت کې د وروستیو سختو اورښتونو له کبله د دغه ولایت په یو شمیر کلیو کې سیلابونه راغلي دي. دغو سیلابونو شاوخوا ۳۵۰ کورونه له منځه وړي دي چې اوسیدونکي ئې اوس له ډیرو ستونزو سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/14iwS
انځور: Fotolia/John Sandoy

سيلابونو د اروزگان ولايت په شاه منصور کلاچه، محمد نبي خان اډه، خیرو کاریز، تالاني کاریز، کاریزک، چینو او خان اکا کليو کي کورونو ته زیان رسولی دئ.
 
سيلاب ځپلې کورنۍ له دولت څخه د بيړنيو مرستوغوښتنه کوي. هغوی وایي چې اوس د نورو سیلابونو له ویرې د غرونو لمنې ته تللې دي او په ډاگ کې شپې او ورځې تیروي.

سيلاب ځپلي کورنۍزياتوي که له دوى سره پروخت اړيني مرستي ونه سي نوپه سيمه کي به بشري ناورين رامنځته سي .

د اروزګان د والي وياند مصطفى کاظمي، مني چې په سیمه کې سیلابونه راغلي دي خو زیاتوي چې پر وخت له ټولو سيلاب ځپلو کورنيو سره د بيلابيلو خوراکي او غيري خوارکي توکو مرستې شوي دي.

هغه زیاتوي: «سيمې ته اړوندو ادارو د سرې مياشتې د رياست په مشرۍ ٢١ قلمه خوراکي او غيرې خوراکي توکي له سيلاب ځپلو کورنیو سره مرسته کړې ده.»
 
دده په خبره راوتلي سيلابونه يوازي مالي تاوان لري خودنيکمرغه کوم چاته تراوسه پوري دسرتاوان نه دى رسيدلى .

د کاظمي په خبره نه يوازې دا چې له سیلاب ځپلو سره بيړنۍ مرستې پر وخت سيمې ته رسيدلي دي بلکې د ملي پوليسو او ملي اردو سرتيري هم پر وخت سيمې ته ورغلي دي او ډېری سيمه یيز اوسيدونکي ئې له مرګه ژغورلي دي.
 
نوموړى وايي چې د اروزگان ولایت اوس مهال کلک چمتووالى لري چې د اورښت له درېدولو سره سم د والي په مشرۍ ټاکل سوى پلاوى له سيمي څخه ليدنه وکړي او مرستې به خلګوته وويشي:

«زموږ ټولې اړوندې څانګې د روغتيا د رياست په ګډون د بشپړ چمتووالي په حالت کي دي.»

تير کال په کندهار کې سختو اورښتونو په سلګونه کورنۍ وځپلې چې د هغوی او په کندهار کې د طبعي پيښو پر وړاندې د چمتوالي د ادارې په حواله لا تر اوسه هم له ټولو ځپلو شوو کورنيو سره اړينې مرستې نه دي شوي.

محمد ابراهیم سپیڅلی
کتونکی: مسعود جهش