1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپااو امريکا ته بايد په يوه سترګه وکتل سي

۱۳۸۷ خرداد ۲۱, سه‌شنبه

دامریکا دمتحده ايالتونواواروپايی ټولنی تر منځ ...

https://p.dw.com/p/EHLe
داروپايی ټولنی او امريکا سرمشريزه
داروپايی ټولنی او امريکا سرمشريزهانځور: AP

د دوی دسياست په بنسټيزواهدافو کی،تر ډيري اندازی پوری موافقه موجوده ده ۰په خارجي او امنيتي ساحو کی دوی ډير ښه ګډکار سره کوی ۰يعنی ددوی ترمنځ ډيره نژدی دوستی ده ،خودا دوستی ځينی داصطکاک ټکی هم لری ۰داروپايي کمسيون مرستيال ګونتر فر هويګن همدا لږه موده پخوا څرګنده کړه چی :

«دغه ملګرتيا ډيره نژدی، خو ترفشار لاندی نيونکې هم ده ۰ زموږ اروپايانو څخه غوښتل کيږي چی په نړيواله صحنه کی ډير يوځای والی او ګډنظر وښيو ،مګردا دوستی زموږ د امريکايي ملګروڅخه هم په فکر کی دبدلون دراوستلو تقاضا کوی ۰يعنی ورڅخه غواړی چی دا ورسره ومنی چی په نړی کی بايد مخکښ نقش تقسيم سي.»

داروپايي ټولنی اوامريکا ترمنځ تل دهغه هيواد امنيتی سياست، دنظر اختلاف منځ ته راوړی دی . ددی دپاره يو نوی مثا ل دادی چی امريکايانو هغه هيواد ته دسفر کولو شرايط داروپايانو دپاره سخت کړيدی . داروپايی ټولنی د۲۷ غړو هيوادو وګړی بايددخپل سفر څخه لږ ترلږه درې ورځی مخکي داينترنت ديوی فورمی د لاري په امريکايی مقاماتو کی نوم ثبت کړی ۰دهغه هيواددوطن دساتنی دوزير مايکل شرتوف دوينا له مخی دا به دتروريزم په مقابل کښي دامريکاامنيت لوړ کي ۰داروپايی ټولنی کمسيون دامريکا ددې نوی اقدام په وړاندی خواشينی ښودلی ده ۰ځکه چی دامريکا دمتحده ايالتونواواروپايی ټولنی ترمنځ بيله هغه هم امريکاته دسفر پر کولو باندی ناندرۍ موجودي دی ۰دمثال په ډول امريکايان بيله کومه خنډه اوبی ويزی اروپاته سفرکولای سي ،خوداروپايي ټولنی دلسو هيوادو اتباع بايد امريکاته ويزی واخلي . اروپايی ټولنه داوږدی مودی راايسی ټينګار کوی چه دغه مکلفيت دي د ټولواروپايي هيوادونودپاره له منځه ولاړ سی .

دسلوانيا د« برودو» دمشرانو په غونډه کی به هم دډاراچونی په وړاندی پرګډی مبارزی باندی خبری وسی ۰دامريکامتحده ايالتونه دځينواروپايي هيوادو په تيره بيا دالمان داتحادی جمهوريت پر لږ فعاليت باندی انتقادکوی ۰اووايی چی: دالمان اردو بايده دی دافغانستان په جنوب کی ډيره فعاله شی ۰اواروپايي ټولني په ګوانتا ناموکی دامريکا دبنديانو د کمپ پر وضع باندی انتقادونه کړيدی .