1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپاته د مهاجرينو د راتګ په اړه ايتاليا پر اروپايي ټولني نيوکه کړې

۱۳۸۸ شهریور ۳, سه‌شنبه

دايټاليي د بهرنيو چارو وزير فرانکو فراتيني د مالتا ځانګړو ستونزو ته ګوته نيولي ده او ويلي يي دي، چي نوموړي کمکي ټاپو هيواد، د خپلو اوبو د قلمرو د څارلو توان نلري...

https://p.dw.com/p/JHlB
اروپايي هيوادونو ته د تلو په تمه د مختليفو هيوادونو مهاجرين
اروپايي هيوادونو ته د تلو په تمه د مختليفو هيوادونو مهاجرينانځور: picture-alliance/ dpa

25کلنه ايريتيايي د5کسوژونديو پاتي شويو مهاجرو له جملي څخه ده چي تيره اونۍ يي بيړۍ دمديتراني په سمندر ګي کي ډوبه شوه .

دي په ډيري لږي انګريزي سره چي زده يي وه ويلي دي، زموږ په بيړۍ کي ډير شي نوو بار. يو څو بوتله اوبه، او لږ څه خوراک مودرلوده. خو دمرستي د غوښتلو لپاره مو دمخابري آله په واک کي نه درلوده. کب نيونکو بيړيو او همدغه ډول دمالتا پوځ دمهاجرو ددي بيړۍ د بچولو لپاره هيڅ کار ونکړ . دوی پناه غوښتونکو ته ددي لپاره چي خپل سفر ته دوام ورکړاي شي يوازي اوبه اوبنزين ورکړل.

دا دمرګ په لوري سفروو. د مديتراني دسمندر ګي پدي 21 ورځني سفرکي 73 کسو خپل ژوند له لاسه ورکړ . د ايټاليي چارواکو د نامعلوم چا په ضد دلوي لاس وژلو په تور دعوا اقامه کړي ده.

دايټاليي د بهرنيو چارو وزير فرانکو فراتيني د مالتا ځانګړو ستونزو ته ګوته نيولي ده او ويلي يي دي، چي نوموړي کمکي ټاپو هيواد، د خپلو اوبو د قلمرو د څارلو توان نلري. همدغه ډول فراتيني پر اروپايي ټولني باندي نيوکه کړي چي ايټاليه يي پدي ستره ربړه کي يوازي پريښی ده.

«دلته چي دپناه غوښتونکوهجوم راځي موږ له هغو سره مبارزه نشو کولای، ځکه چي دا انسانان دي، چي موږ يي بايدحمایه کړو. اودا داروپايي ټولني د27 واړو هيوادونو دنده ده چي دغو انسانانو ته په خپلو هيوادو کي ځای ورکړي.»

د اروپايي ټولني دکمېسيون يو غړي د ايټاليي ددې پيغورونو په وړاندي غبرګون ښکاره کړی او ويلي يي دي چي موږ په يوو مودل باندي کارکوو، چي دهغه په اساس به پر ټولو ارو پايي هيوادونو باندي عادلانه تقسيميداي شي. دسويدن دبهرنيو چارو وزير چي د اروپايي ټولني دجرګي اوسني مشر دي په پام کي لري چي د اکتوبر په مياشت کي د مهاجرو د راتلو د مقرراتو په هکله پيشنهادونه وړاندي کړي. خو د ايټاليې حکومت چي مشر يي برلوسکوني دي د ډيرو تورونو زغملو ته مجبوره دي.ځکه ددي غميزي مسوليت دپناه غوښتونکو په وړاندي دايټاليي د سخت ګيريو نه ډک سیاست د چلولوله امله د هغه هیواد پر غاړه ور اچول کيږي .

دمي له مياشتي راپديخوا دوی له ليبيا سره معاهده کړيده چي دپناه غوښتونکو هغه بيړۍ چي د ايټاليې د سرحدي پوليسو لخوا کشف شي مخامخ ليبيا ته استول کيږي . د ملګرو ملتونو دموسسي دپناه غوښتونکو د مرستو د چارو همکاره لورا بولدريني وايي:

اوس ټولو پناه غوښتونکو ته ځای نه ورکول کيږي، چي وکتل شي چي څوک دپناه دلاسته راوړلو حق لري. اوس ټول پرته د هغو د شخصي موقعيت د ازمايلو څخه بيرته شړل کيږي. دهمدې لپاره دا زموږ د ډيري خواشينۍ سبب کيږي، ځکه چي موږ ليدلي دي، چي تيرکال د راغليو کسانو له ډلي څخه په سلو کي 75 کسو د پناه غوښتلو درخواستونه ورکړل. همدغه ډول کاتوليکي کليسا هم ښکاره د ريځ نيسي.

ددوي په ورځپاڼه« آويري» کي دمهاجرو په وړاندي د لويديز په بي تفاوتۍ باندي سخته نيوکه شويده . دهغو ۵کسو په ضد چي دايريتير يايي بيړۍ له ډوبيدو څڅه ژوندي پاتي شويدي ايطالوي چارواکو دتحقيق اومعلوماتو دراټولولو بهير پيل کړيدي . دا دهغه قانون نتيجه ده چي دبرلوسکوني حکومت دهغو کسانو په ضد منځته راوړي چي، په غير قانوني ډول نوموړي هيواد ته راځي.

Klleinjung/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل