1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي اتحاديه: افغانستان دې د هېواد د بيارغاونې په برخه کې مشري په غاړه واخلي

۱۳۸۵ بهمن ۹, دوشنبه

د اروپايي اتحاديې کميسيون د افغانستان د بيارغاونې په موخه څرگنده لېوالتيا ښکاره کړې ده. خو هغوی په دې ټينگار کوي چې کابل بايد د بيا رغاونې په برخه کې زيات زيار وباسي.

https://p.dw.com/p/DKB0
د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو کميساره فيرېرو والدنر
د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو کميساره فيرېرو والدنرانځور: AP
د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو کميسارې فيرېرو والدنر وويل چې »افغانان بايد په دې پوه شي چې دوی پخپله د يو دموکرات دولت د امنځ ته کولو چانس لري چې کېدای شي په راتلونکي کې شتمن وي او په کوم کې چې به امنيت برقرار وي که دوی پخپله هڅه وکړي.« هغې زياته کړه چې د طالبانو د رژيم د نسکورېدو راهيسته ډېر پرمختگونه شوي دي. دغې مشرې ديپلوماتې د اروپايي اتحاديې تر سره ‍شويو مرستو ته هم اشاره وکړه چې د يو مليارډو يورو په حدودو کې دي او هغه مرستې يې يادې کړې چې اروپايي اتحاديې ورته د راتلونکو څلورو کالو په درشل کې د 600 مليونو يورو په شاوخوا کې ملا تړلې ده. والدنر همدراز وويل چې »د افغانستان مسئله او پرمختگ ډېر اهميت لري، نه يوازې د افغانستان دپاره بلکې د ټولې سيمې دپاره.« خو هغې په دې هم ټينگار وکړ چې افغان دولت بايد د اداري فساد په وړاندې ژر تر ژره جدي هلې ځلې پورته کړي.