1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي جام: اتلسم پېنالټي آلمان پر ايټاليې غالب کړ

توبياس اوله ماير / ن.۱۳۹۵ تیر ۱۳, یکشنبه

آلمان د اروپايي اتلوليو نيمه پايلوبې ته لار ومونده. ګول ساتونکی، نوير، يې د ورځې اصلي اتل دی، خو ټاکونکی ګول هېکتور وکړ.

https://p.dw.com/p/1JIBY
UEFA EURO 2016 Deutschland vs. Italien Elfmeterschießen Jonas Hector Jubel
انځور: picture alliance/dpa/C. Charisius

يوناس هېکتور په جامو کې نه ځاييږي. د دفاعي برخې لوبغاړي له لوبې وروسته خبريالانو ته وويل: «زه له الفاظو څخه عاجز يم، خو زه ډېر خوشحاله يم چې ګول مې صحيح په نخښه کړ.»

هېکتور اصلا د ډګر په هغه برخه کې قرار لري چيري چې د ګولونو مخه نيول کيږي. دا هغه لوبغاړی دی چې يوازې شپږ کاله يې د آلمان په غوره ليګ کې تېر کړي دي. بايد وويل شي چې بخت هم ورسره ياري کړې ده.

هيکتور پېنالټي شوټ نه هدفمن او نه خورا محکم ويشتلی و، خو توپ د ايټالوي ګول ساتونکي، جان لويجي بوفون، له خېټې لاندې ورتېر شو، چې پای شمېر ورباندې ۶:۵ د آلمان په نفع واوښت. د فوټبال په تاريخ کې په لومړي ځل آلمان وکولای شول چې ايټاليا ته په يو تورنمنټ کې ماته ورکړي. راتلونکې پنجشنبه به آلمان په نيمه پايلوبه کې له فرانسې سره مخامخ شي.تاکتيکي لوبه

د ۳۹ زرو نندارچيانو په حضور کې تر سره شوې لوبه ټول وخت تلوسناکه نه وه. آلماني روزونکي، يواخيم لوېف، د ګولونو د مخنيوي له پاره يوه درې کسيزه دفاعي ډله ګمارلې وه. لوېف له لوبې وروسته وويل: «څرګنده خبره دا وه چې د ډګر منځ مو بايد تړلی وای. په دې ترتيب مو ورته کومه موقع ورنه کړه.»

خو آلمان خپله هم ډېر چانسونه نه لرل. د لوبې له نيمايي وروسته بيا اوزيل په ۵۵مه دقيقه کې لومړی ګول وکړ. په ۷۸ مه دقيقه کې ايټالوي لوبغاړي، لېوناردو بونوچي، لوبه د پېنالټي له لارې مساوي کړه. د پېنالټي انګېزه دا وه چې آلماني لوبغاړي، ژېروم بواتينګ، په خپل سر باندې د توپ د وهلو په غرض خپل لاسونه پورته کړي ول چې توپ ورباندې ولګېد. له دې وروسته هيڅ ګول هم نور ونه شو. نه په عادي رسمي وخت او نه د لوبې له اوږدېدو وروسته.د پېنالټي په واسطه جوخته سيالي

په پای کې د پېنالټي مسابقې لوبه يو لوري ته کړه. خو د آلمان تر ټولو تکړه پېنالټي ويشتونکي درې واړه ناکامه شول. توماس ميولر ډېر سست شوټ وکړ چې ګول ساتونکي بوفون توپ ونيولی شو. مېسود اوزيل د ګول پايه وويشتله او شواين شتايګر هم ورپسې لوړه پايه په نخښه کړه.

خو له ايټالويانو سره هم بخت ياري ونه کړه او آلماني ګول ساتونکي، نوير، د دوو ګولونو مخه ونيولی شوه. يوازې اتلسم پېنالټي شوټ آلمان ته د نيمه پايلوبې لاره پرانيستله. دغه شوټ د دفاعي برخې لوبغاړي يوناس هېکتور تر سره کړی وو.

د ګومېس او کېديرا ژوبلېدل

آلماني ټيم د بريا سره سره ځينې ستونزې هم وګاللې. ګومېس او کېديرا ژوبل شول او ماتس هوملس ښايي په ناحقه د تورنمنټ په اوږدو دوهم ژيړ کارت ليدلی وي چې اوس ورباندې د نيمه پايلوبې له پاره بنديز پلی کيږي.

د توپ سره د ژېروم بواتينګ د لاس لګېدنه د آلمان پر ضد د ګول پيلامه شوه
د توپ سره د ژېروم بواتينګ د لاس لګېدنه د آلمان پر ضد د ګول پيلامه شوهانځور: picture-alliance/AA/M. Sohn
هومل ته ژړ کارډ ښکاره سو
هومل ته ژړ کارډ ښکاره سوانځور: picture-alliance/dpa/V. Donev