1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي جام ـ لومړۍ لوبه: پايت لوبه وژغورله

توبياس اوله ماير / ا.و.ا.۱۳۹۵ خرداد ۲۲, شنبه

د فرانسې لوبډلې د لوبي د وخت د پای ته رسېدو څخه لنډ وخت تر مخه ټاکونکی ګول وکړ. د رومانيا لوبډلې ښه لوبه وکړه خو د يو فرانسوي لوبغاړي وړتيا د دغې سيالۍ له پاره پرېکړنده وه.

https://p.dw.com/p/1J4kW
انځور: Reuters/C. Hartmann

د فټبال د اروپايي جام لومړۍ لوبه د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د جون ۱۱مه نېټه) د فرانسې او د رومانيا د ملي لوبډلو تر منځ تر سره سوه. په لوبغالي کي د راټول سوو فرانسوي لوبډلې مينه والو مخونه د لوبي د پای په راسېدو لا زيات ځړېدل. د هغوی پر څهرې داسي نخښي راڅرګندي سوي وې چي ګواکي کرار کرار يې هيلي له لاسه ورکړي چي فرانسه به دغه لوبه لکه څنګه چي يې هيله کېده هغسي ونه ګټلای سي.

خو د فرانسې لوبغاړي ديميتري پايت د ګول څخه شل متره ليري د ګول پر لور خپل مزل پېل کړ. څو ثانيې وروسته هغه توپ د رومانيا د ګول له لوړي څنډي سره نژدې تېر سو او د لوبي پرېکړنده ګول ثابت سو. دا د لوبي ۸۹مه دقيقه وه چي پايت په خپل دغه ګول سره لوبه د فرانسې په حق کي فيصله کړه. د دې څخه تر مخه تر زيات وخت پوري لوبې په داسي حال کي جريان درلود، چي دواړو ډلو يو يو ګول کړی ؤ.

پايت د لوبي د پای ته رسېدو وروسته وويل چي «زيات فشار راباندي پروت ؤ». هغه زياته کړه: «که تر مخه ماته يو چا ويلي وای چي داسي به کيږي نو زما به زړه ته نه وای لوېدلي چي زه به په دې توانېږم.» د پايت د دغه پرېکړنده ګول څخه تر مخه فرانسوۍ لوبډله د رومانيا د لوبډلې په شکل کي د يو قوي مخالف سره مخامخ وه. ښايي فرانسويانو د سږني اروپايي جام د لوبو د پېل خپله دغه لوبه بل ډول تصور کړې وه. د دغې لوبي لومړی ګول فرانسوي لوبغاړي اوليور ګيرود په ۵۷مه دقيقه کي وکړ. خو د رومانيا لوبغاړي بوګدان ستانچو اته دقيقې وروسته مقابل ګول وکړ او په دې توګه دواړو لوبډلو له خوا د ګولونو شمېر يو په يو برابر سو. وارخطا او ډارېدلې

دا چي د رومانيا لوبډله خطرناکه ده، دغې ډلې د لوبي په پېل کي لا ورته د لوبي په خپل طرز سره اشاره وکړه. حتی د لوبي د پېل څخه څلور دقيقې وروسته د هوګو لوريس له خوا و ستانچو ته لنډ پاس ورکړ او د فرانسويانو ګول يې تر خطر لاندي کړ. د هغه وروسته هم د لوبي په جريان کي د رومانيا لوبغاړو په وار وار د فرانسويانو پر ګول بريدونه وکړل او فرانسويان يې د ګواښ سره مخامخ کړل. يوازنی شی چي تر ۶۵ مې دقيقې پوري يې وخت ونيوی، هغه د رومانيا له خوا و فرانسې ته ګول ورکول ؤ.

دا چي فرانسه د اروپايي جام د دغه سياليو کوربه هيواد دی، نو د فټبال زياتو فرانسوي مينه والو دا هيله درلوده چي لوبډله به يې د رومانيا د لوبډلې پر ضد ښه وځليږي. خو په زياته بيا د لوبي په وروستيو دقيقو کي د رومانيا قوي لوبډلې پر فرانسوي لوبغاړو تاثير کړی ؤ. که څه چي له پېل څخه فرانسوي لوبغاړي تر فشار لاندي معلومېدل، خو په وروستيو دقيقو کي د فرانسې ټوله لوبډله وارخطا او ډارېدلې معلومېدله. خو دغه لوبه د پايت له لوري د فرانسې د دويم ګول کولو په مرسته د فرانسې په حق کي تمامه سوه.يو شمېر کتونکو او مينه والو د لوبي وروسته دا تحليل کاوه چي که فرانسوۍ لوبډله غواړي چي په سيالۍ کي زیات پرمختګ وکړي، نو به د لوبي په خپل طرز او سرأت کي زياتوالي راوستلو ته اړه وي.

فرانسويان هيله لري چي لوبډله به يې د اروپايي دغو سياليو تر پايه ورسيږي
فرانسويان هيله لري چي لوبډله به يې د اروپايي دغو سياليو تر پايه ورسيږيانځور: Reuters/J. Sibley
د پايت له لوري د پرېکړنده ګول وروسته د رومانيا د لوبغاړو حيرانتيا زياته وه
د پايت له لوري د پرېکړنده ګول وروسته د رومانيا د لوبغاړو حيرانتيا زياته وهانځور: Reuters/L. Smith